راشنه یې شول په پلونو کې ګلونه د يو چا

راشنه یې شول په پلونو کې ګلونه د يو چا
راپاتې یې شول ماته، يادګارونه د يو چا
مدام مې د خيالونو په ټالونو کې ځنګېږي
هېڅکله به مې هېر نشي، يادونه د يو چا
که هر څو د زړه حال ورته وايمه نه یې اوري
زما په اند کاڼه دي، تصويرونه د يو چا
تعبير يې راته ښايه زما پيره! شوم بې صبره
ليدلي مې په اړه دي، خوبونه د يو چا
متل دی: «چې په چا يوازې کور، کلی ړنګېږي»
ويجاړ ښکاري په نشتون، عالَمونه د يو چا
طبیبه! د درمل لپاره ته څه پکې وايې!؟
رانجه به کړمه سترګو ته، ګردونه د يو چا
د خوږ وصال په تمه (عمري) هم ځکه ـ ځکه
په ځان تېروي ستړي، هجرانونه د يو چا



