کابل ټکی کام (یکشنبه، مرغومی ۲۰مه، ۱۳۹۴ ل):
له عراق نه ناتائید شوي راپوټونه وايي، چې د داعش ډلې مرستیال مشر العبیدي د عراقي پوځ په هوايي بريد کې وژل شوی .
د خبر له مخې نوموړی دانبار ولايت حديثه ښار كې د هوايي بريدونو په ترڅ كې وژل شوی.
د عراقي ځواکونو عملیاتي وياند محمد ابراهيم رسنیو ته په یوه تلفوني تماس کې ويلي دي، چې العبيدي د دوى په هوايي بريدونو كې چې د حديثيه په ختيځه برخه بروانه كې يې ترسره کړل، په نښه شوی او وژل شوی.
د یاتدونې وړ ده چې په دې اړه د داعش ډلې څه نه دي ویلی او نه کومې ازادې منع تائید کړی .
العبيدي د صدام حسين د رژیم د ريپبلكن ګارډ د قطعې قومندان هم پاتې شوى، چې وروسته د امريكايانو لخوا ونيول شو ډېره موده د ابوغریب جيل کې بندي وه، چې بیا له زنادان نه وتښتېد، خو هغه مهال عراقي یو شمېر چارواکو دعوه کوله چې نوموړی د امريکې سره په کوم پټ توافق خوشې شوی دی .
سلیم بریال


















