د نړۍ تر ټولو لوړه ونه؛ لوړوالی يې سل متره دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲)
په مليشيا کې د نړۍ تر ټولو ستره ونه (مينارا) وموندل شوه چې اوږدوالی يې ۳۲۸ فټه دی.
د مليشيا د ناټنګهم پوهنتون څيړونکو دغه ونه د سابا رياست په دانم ويلي سيمه کې موندلې ده.
څيړونکي وايي، دا د نړۍ تر ټولو لوړه ونه ده چې سل متره (۳۲۸) فټه لوړوالی لري نو ځکه يې د يادې ونې نوم (مينارا) ايښی دی.
مينارا د ځايي ژبې نوم دی چې معنا يې لوړ او سيده ته ويل کيږي.
د اکسپورډ پوهنتون څيړونکو د يادې ونې اوږدوالی تصديق کړی او د ډرون په وسيله يې د دغه ونې د اوږدوالي اندازه معلومه کړې ده.



