کابل ټکی کام (یکشنبه، مرغومي ۲۰، ۱۳۹۴ ل) شهرت وردګ
د امریکا هوايي ځواک د کنړ ولایت د چوګام په سیمه باندې بمباري کړې ده چې ملکي وګړو ته یې مالي زیان اړولی دی.
له کنړ ولایت څخه راپورونه وايي چې امریکايي بې پيلوټه الوتکو تېره ورځ د کنړ ولایت د چوګام په سیمه باندې راکټي برید وکړ، خو د ځاني زیان په اړه تراوسه چا څه ندي ویلي.
ویل کیږي چې د برید هدف د طالبانو لخوا د کنړ لپاره د والي او د والي د مرستیال هستوګنځۍ وو.


















