سرليکنه
د ولسي جرګې د ریاست په سر د دوه مشرانو هر یو رحماني او اصولي تر مینځ هغه مهال تاوتریخوالی رامینځته شو چې دواړو لوریو 50+1 رایې پوره نکړای شوې، خو موقت رئیس بیا هم د یوه د بریا او د بل د ناکامۍ اعلان وکړ، او ناکام اعلان شوي لوري د اعلان پر وړاندې د مخالفت او مقاومت اعلان وکړ.
همغه و چې په بله ورځ مخالف لوري، بریالی اعلان شوی کس پرینښود څو د ریاست څوکۍ اشغال کړي، چې له کبله یې د دواړو لوریو د ټیمونو تر مینځ تاو تریخوالی رامینځته شو چې له جملې نه یې د پنجشیر د خلکو استازی د خپلو احساساتو پر مهال د برچې او د ځینو خلکو په حواله د څټګ په واسطه پر مخالف ټیم د ګواښ هڅه وکړه.
په بله ورځ یو ځل تاو تریخوالی لا پسې وغزید آن تر دې چې د اخ او ډب له کبله څو امنیتی سرتیري ټپیان او روغتون ته ولیږل شول، او حکومت مجبور شو څو د ولسي جرګې دروازې د یوې ورځې لپاره د وکیلانو پر مخ وتړي.
نن یو ځل بیا د ولسې جرګې د تالار دروازې د وکیلانو پر مخ خلاصې شوې، خو ویل کیږي چې نن په نسبې ډول وضعیت آرام و.
د وکیلانو دې ډول برخورد د افغانانو په زړونو کې پاتې هیلې هم مړاوې کړي دي، ځکه چې د ولسي جرګې تالار د ملت د کور حیثیت لري خو ملت ولیدل چې د ملت په کور کې د قدرت د مینانو تر مینځ تر دې حده مخالفت راولاړیږي چې د اخ و ډب او ګواښونو لامل ګرځي نو د ملت له کوره د باندې به د خلکو حالت څه ډول شي؟
د افغانستان خلک چې له نیمې پیړۍ راهیسې جنګونو ځپلي د ولسې جرګې روان حالت نور هم نا امیده کړي دي.
لامل یې دادی چې د پښتو د متل په مصداق چې وایي مار هم د بل په لاس مه وژنه، د فعلي حکومت بنسټ هم د بل په لاس ایښودل شوی او پاتې نورې کړنې یې هم د نورو په اشارو او لارښوونو او قوانینو په اساس عملي کیږي او پر مخ ځي، دا چې فعلي چارواکو خپل قوانین چې په سر کې یې اسلامي قوانین او یو لړ افغاني دودیز مثبت قوانین دې شاته غورځولي او د شرق او غرب نه په واردو شویو قوانینو پورې ټینګ نښتي نو ځکه ورځ تر بلې د خلکو تر مینځ قومي، نژادي، او ژبني تعصباتو وده کوي او چې څوک پر تعصب باور نه لري هم مجبورا حالت ته په کتلو سره د خپلو هم ژبو په خوا دریږي څو وکولای شې د خپلې ژبې کس لپاره یو څه خدمت وکړای شي.
حال دا چې د خدای پیغمبر ص د نن نه نږدې 1500 کاله مخکې خپلو پیروانو ته خبرداری ورکړی چې هر څوک د قومیت او ژبې او نورو لپاره تعصب کوي او د تعصب لپاره کار او د تعصب لپاره جګړه کوي او په تعصب کې ومري زمونږ له جملې نه نه دی.
خو متاسفانه چې فعلي چارواکو د اسلام د ستر پیغمبر دغو لارښونو ته شا کړې او په ړندو سترګو د شرق او غرب په لومو کې نښتي او په پټو سترګو له تعصبه ډکې کړنې پر مخ بیایي چې د ملت امیدونه یې له خاورو سره خاورې کړي دي. او د ملت ذهنیت یې هم په ورو ورو د اخوت او ورورولۍ پر ځای د دښمنې په لورې مایل کړی دی. چې دا جنایت به یې تاریخ هیڅکله هم ونه بخښي.















