کرکټ: نن افغانستان له انګلستان سره تمريناتي لوبه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۶)

افغانستان نن د دوشنبې په ورځ دوهمه تمریناتي پنځوس اوريزه سيالۍ له انګلستان سره ترسره کيږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دغه سيالي به نن دوه بجې د لندن  د کينينګټن سيمې په اووال لوبغالي کې پيل شي.

په نړيوال جام کې باید هره لوبيدونکې لوبډله د جام سياليو پيلولو مخکې دوه تمريناتي لوبې وکړي چې افغانستان په دغه لړۍ کې د تيرې جمعې په ورځ خپله لومړۍ لوبه له پاکستان څخه وګټله.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د راتلونکې پنج شنبې په ورځ پيليږي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ميلادي کال د نړيوال جام سیاليو په لومړۍ لوبه کې له آسټراليا سره لوبه لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button