ليکنه ـ بدر منهاج
ځينې کسان داسې فکر کوي چې افغانستان ته په اصطلاح د نړيوالې ټولنې يا کفري نړۍ له توجه څخه د هيواد د آبادۍ لپاره بايد کار واخيستل شي او دا يو طلايي چانس دی او په طالبانو هم له دې امله چې امريکايانو سره جنګېږي اعتراض لري او طالبان د هيواد د آبادۍ دښمنان بولي.
موږ دغه کسانو ته وايو چې تاسې اسلام ته ريښتوني عقيده لری او که نه؟ که يې نلری د تاسې دغه فکر د تاسې لپاره سم دی ، ځکه تاسې هم کافر ياست او امريکايان هم کافر دي، خو افغانان چې مسلمانان دي د تاسې دغه فکر کله هم نشي تسليمولای. او که چيرې تاسې مسلمانان ياست ، نو يا به له دين څخه دناخبری له وجې نه دغه خبره کوی او يا قصداً ، که د ناخبرۍ له وجې يې کوی ، خپل مقدس دين اسلام ته مراجعه وکړئ او ځانونه خبر کړئ.
الله جل جلاله په قرانکريم کې فرمايي إِنَّ الَّذينَ کَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبيلِ اللَّهِ ) الله جل جلاله په دې آيت کريمه کې د کفارو د مال د خرچ هدف بيان کړی چې هغه د الله جل جلاله له لارې څخه د خلکو منع کول دي.
اوس هم موږ او تاسې په افغانستان کې د دې شاهدان يو چې د کفارو ټول کومکونه مشروط دي ، او له دين څخه د افغانانو د راګرځولو لپاره دي. که په اصطلاح له اردو ، پوليسو ، امنيت او نورو سره کومک کوي ، د دې لپاره يې کوي چې له هغه چاسره يې وجنګوي چې هغه په افغانستان کې اسلامي نظام غواړي او د هغوی مخه پرې ونيسي.
له ځينو کسانو سره د دې لپاره کومک کوي چې تلويزيونونه يې جوړ کړي او شپه او ورځ ځوانان بې دينۍ او فحشاء ته دعوتوي ، په کليو او اطرافو کې يې چې کومې وړې وړې پروژې په لاره اچولي ټولې د استخباراتي موخو لپاره دي او د دې لپاره يې دي چې د خلکو نظر ځانته واړوي.
سرکونه يې د دې لپاره جوړ کړل چې د قواؤ حرکت يې سريع او محفوظ وي،د مخابروي اړيکو لپاره د موبايلونو شبکې يې د دې لپاره جوړې کړې چې د افغانانو تماسونه تر تعقيب لاندې ونيسي او په مټ يې مجاهدين تعقيب او په نښه کړي. کومه اساسي پروژه يې په کار وا نه چوله ، نه يې کوم د بريښنا بند جوړ کړ ، نه يې فابريکې فعالې کړې ، آن د ښارونو د منځ سرکونه چې د دوی په ګټه نه ؤ ، هغه يې هم تر پايه جوړ نکړل ، نور هم ډير مثالونه وجود لري.
او که څوک بيا قصداً دا خبره کوي او د کفارو مرستې ګټورې بولي ، نو هغوی د الله جل جلاله د ذکر شوي قول تکذيب کوي او څوک چې د الله جل جلاله د قول تکذيب کوي معاذالله ، تاسې وواياست چې د هغوی حکم څه دی ؟
….پورتني لیکنه د لیکوال خپل نظر دي د ادارې موافقت ورسره ضروري ندی ….

















