(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۴)
د افغان پوځ عسکر چې یو کال مخکې يې کورنۍ ته د هغه په نوم مړ جسد سپارل شوی خو نوموړی بيرته خپلې کورنۍ ته ژوندی ستون شوی.
دغه پوځي نعمت الله نوميږي چې د ملي اردو په ليکو کې يې درې کاله وظيفه کړې خو یو کال وړاندې د روزګان په چنارتو کې د طالبانو په بريد کې ځينې عسکر ووژل شول او پنځه تنه طالبانو ژوندي ونيول چې یو هم پکې نعمت الله و.
چارواکو د نعمت الله کورنۍ ته د هغه په نوم یو جسد ورکړی چې هغوی هم د خپلې کورنۍ د غړي په نوم زړه نازړه خاورو ته سپارلی.
د نعمت الله کورنۍ وايي، یوه نيمه مياشت وروسته ورته معلومه شوه چې دوی ته ورکړل شوی جسد د بل چا دی او نعمت الله ژوندی له طالبانو سره بندي دی.
ويل کيږي، نوموړی د دولتي ځواکونو په عملياتو کې خوشې شوی او خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.
تر اوسه معلومه نه ده چې د نعمت الله کورنۍ ته د چا جسد ورکړل شوی خو د عسکرو کورنۍ له حکومته غواړي که د خپلو اولادونو سم حال نه شي ورکولی نو د هغوی په نوم د بل چا مړه جسدونه دې هم نه ورکوي.
دا لومړی ځل نه دی چې د عسکرو سره داسې پېښې رامنځته کيږي بلکې تر دې مخکې هم ورته ډول پيښې رامنځته شوي چې د پوځيانو کورنيو ته د هغوی د اولادونو په نوم د بل چا مړه جسدونه ورکړل شوي خو خپل بچي يې یا ژوندي او یا هم تر اوسه لادرکه دي.


















