یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

د احمدشاه مسعود په اړه د يوه مخکني طالب استخباراتي چارواکي جالبه خاطره

kabull نشرونکی: kabull
سپتمبر 10, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
په استخباراتي جنګ کې پر یو بل برلاسي کېدل

په استخباراتي جنګ کې پر یو بل برلاسي کېدل

12
ځلې شریک شوی
148
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ۱۹وږی/۱۳۹۴
لیکنه: حارث عبدالله

د شورای نظار دوژل شوي مخکني مشر قومندان احمدشاه مسعود په اړه دا مشهوره ده چې نوموړی د چريکي او جبهي جنګونو تکړه قومندان او ماهر استخباراتي شخصيت وو، که يو څوک د قومندان احمدشاه مسعود په اړه په نړۍ ، سيمه او هيواد کې لیکل شوي کتابونه او جوړ شوي فلمونه وګوري په نظامي او استخباراتي برخه کې به يې د مسعود په اړه له حیرانونکو تکتیکونو څخه ډکې ډيرې افسانې نظر ته ورشي .
د سرو لښکرو په خلاف د جهاد په اوائلو کې مسعود په دې توانېدلی وو چې په خپلو مینوالو کې ځان د یوه بزرګ او کرامت لرونکي شخص په توګه معرفي کړي .
مسعود د نورو قومندانانو او تنظيمونو په څیر له شوروي اتحاد سره نه پخلاکېدونکې جکړه نه کوله ، بلکې په یووخت کې يې هم جګړه کوله او هم يې له سرو لښکرو سره پټ تړونونه او سازشونه درلودل.
مسعود په دې توانېدلی وو چې په غير پښتني قومونو کې ژبنيو او سمتي توپيرونو ته تر لوړې کچې رشد ورکړي او قومندانان يې د عقيده پالنې او تنظيم پالنې په ځای ژب پالنې او سمت پالنې ته ژمن کړي او له ځان سره يې ملګري کړي وو.
مسعود د کمونست ډاکټر نجیب په ضد پرچمیان له ځان سره ملګري کړل ، کابل يې په اسانۍ ونيو او خپل حریفان يې په اسانۍ د کابل څنډو ته وشړل .
مسعود په دې وتوانېد چې په یو وخت کې يې له روسانو، امريکایانو ، ايرانيانو ، د منځنۍ اسيا له هيوادونو او اروپايانو سره اړيکې وساتي او د طالبانو په مقابل کې ترې سياسي ، اقتصادي ،استخباراتي او نظامي مرستې ترلاسه کړي .
مسعود سره له دې چې د کابل په شمول يې تر خپل وا ک لاندې زیاتې سيمې طالبانو ته وبايللې خو د ژب پالنې او سمت پالنې له تکيتک نه يې خپلو جنګیالیو ته د جګړې دانګېزې د ورکولو په مورد کې ښه اغيزمنه استفاده وکړه او د بهرنيو مرستو په مټ يې د طالبانو په مقابل کې د خپل ژوند ترپایه وجنګيد.
خو د مسعود مخالفین بیا د معسود په اړه بل نظر لري دوی د مسعود ماهر او تکیتکي تشخص مسعود ته د هغو قوتونو له لوري کاذب عطا شوی تشخص محسوبوي کومو قوتونو چې د جهاد په مهال له مسعود پرته نور قومندانان او تنظيمونه په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره خطر بلل او غوښتل يې مسعود ته په دغه قومندانانو او تنظيمونو برلاسی ورکړي .
په هرحال، زه دلته د يوه طالب مخکني استخباراتي چارواکي یوه جالبه خاطره چې ماته يې کیسه کړې وه ، کټه مټه رانقلوم بیا تاسې قضاوت کولای شئ چې مسعود ترکومه بریده یو تکتيکي شخصیت وو ؟.
له نوموړي مخکني طالب استخباراتي چارواکي نه یوه ورځ ما پوښتنه وکړه :
ما پوښتنه ځينې وکړه: «تا د طالبانو د حکومت په مهال د يوه استخباراتي مسئول په توګه کوم مهم عمليات سرته رسولي؟»
ده راته وویل:
« ډير ، ټول نه درته وایم خو یو عملیات چې د مسعود په اړه زما د ژوند يوه جالبه خاطره هم ده درته بیانوم سره له دې چې دا يو پټ سِرْ(راز) ده خو څرنګه چې اوس د دغو عملياتو زیات برخه وال په دې دنیا کې نشته او په افشاء کولو يې چاته تاوان نه رسيږي نو ځکه يې درته وایم».
«۱۹۹۹میلادي کال وو ما دکندوز په ولايت کې داستخباراتو دنده پرمخ وړله ، داسلامي امارت مجاهدینو له ډیر نظامي تیاري وروسته اول د کاپیسا په ولایت او دپروان ولايت په مرکز چاريکارو حمله وکړه او د دغو دواړو ولايتونو د مرکزونو په شمول يې زیاتې سيمې لاندې کړې ، بیا يې د کندوز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ له لارې د خواجه غار په خط برید وکړ ، دلته يې هم يو څه پرمختګ وکړ . خو الله ته خوښه نه وه طالبانه هم په کاپيسا او پروان کې بیرته شاته شول او هم په خواجه غار کې بیرته شاته راغلل ، تعرضونه ناکام شول ، دغې ناکامۍ په کندوز کې د جنګيدونکو مجاهدينو په مورال ډیر بد اثر وکړ او احمدشاه مسعود په کندوز باندې د یوه لوی تعرض لپاره تیاری پیل کړ.
دکندوز او تخار هغه محلي قومندانان چې د طالبانو په لیکو کې جنګيدل د هغوی مورال هم ډیر کمزوری شوی وو او ځينو يې له مسعود سره ارتباطات نيولي وو، يوه سخته مرحله وه ، مسعود او په خپله رباني هم ډیره هڅه کوله چې همدغه محلي قومندانان خپل کړي او د پيسو په مقابل کې يې واخلي ، د الله مرسته وه د احمدشاه مسعود د پلان په اړه مونږ ته معلومات لاسته راغلل .
مسعود داسي پلان لاره چې د کندوز او تخار ترمنځ د بنګي په سيمه کې د طالبانو د لومړۍ کرښې له پنځو قومندانانو سره چې يو يې پکې شهيد ضابط امان الله وو ـ چې په ضابط مرچک مشهور ووـ وپيري او ارتباط ورسره ونيسي ، خو مسعود مونږ ته دغو معلوماتو د رارسيدو تردمه په دې نه وو توانېدلی چې له نوموړو قومندانانو سره ارتباط ټينګ کړي، هغه وو چې مونږ د شهيد قومندان عبدالباقي په مرسته د تخار د دشت قلا یو قومندان ـ چې هغه هم اوس په شهادت رسيدلی ـ دې ته اماده کړ چې احمدشاه مسعود ته د دغو پنځو قومندانانو په نماينده ګي ورشي او داسې معامله ورسره وکړي چې مونږ د پيسوپه مقابل کې لومړۍ کرښه درباندې خرڅوو ، لار درکوو ترڅو تاسې خان اباد ته له کوم خنډ پرته پرمختګ وکړئ .
مونږ قومندان ته وویل چې اول به له جنرال داود سره وګورې ـ د هغه له یوه اعتمادي کس سره مو رابطه ورته برابره کړه ـ او بیا به له جنرال فهیم او مسعود سره د ملاقات او د خبرو کولو کوښښ وکړې ، کله چې نوموړی قومندان تخارته ولاړ ، جنرال داود په ډیره بیړه ورسره لیدلي وو ، بیا يې څو ورځې معطل کړی وو او مسعود ته يې د فرخار سيمې ته په هليکپټر کې وراستولی وو، مسعود يې هم ډیر ګرم استقبال کړی وو ، مسعود ورته ویلي وو چې قومندانانو ته ووایه چې مونږ ديوه قوي تعرض پلان لرو ، که بخت راسره مل وو قندوز به نيسو ، خو که تاسې لار راکړه زمونږ کار به يو څه اسانه شي ، تاسې ته به هم پيسې درکړو ، هم به ستاسې اينده خوندي وي او هم به لوړې څوکۍ درکړو . او پيسې به پنځوس زره لکه افغانۍ وي چې هغه مهال ترې اوسنۍ کم او زیات پنځه ويشت لکه افغانۍ جوړېدلای شوې ، او قومندان ته يې (۵۰۰) ډالر سفر خرچ هم ورکړی وه او ورته ویلي يې وو چې که جواب دې مثبت راووړ نو ښه به دې ونازوم .
له څو ورځو تيريدو وروسته مونږ قومندان بیا ور واستاوو ، داځلې يې له مسعود سره د تخار په دارالمعلمين کې ـ چې هغه مهال ترې مسعود د يوې پوځي قرارګاه په توګه کار اخیست ـ لیدلي وو، زموږ له ویناسره سم يې مسعود ته ویلي وو چې قومندانان موافق دي خو قومندانان ټنګار کوي چې زموږ راز دې ډیر پټ وساتل شي او که امیر صیب قندوز ونیسي نو بیا چې له مونږ سره په کړې وعده وفا وکړي .
مسعود زمونږ له لوري د ورلیږل شوي قومندان بیاهم ښه استقبال کړی وو، ډیر تشکر او خوښي يې ترې څرګنده کړې وه ، دوه زره ډالر يې خرچه ورکړې وه او خپل يوه قومندان ته يې دنده ورکړې وه چې د ارتباط لپاره د مخابرې لمبر او شفرونه ورکړه ، د تعرض نیټه هم ورته وښيه او د وسايطو ضد ځمکني ماینونه هم د ارجال تر سيمې پورې ورسره انتقال کړه ، زمونږ ملګری قومندان چې د طالبانو سيمې (اقتاش) ته راورسيد له هماغه ځايه يې له مونږ سره رابطه وکړه مونږ ورغلو او دوه مرکبونه مو په لاس ورکړل او ده مرکبونه له ځان سره بوتلل او دغه ماینونه يې پرې رانقل کړل ، ماینونه يې د دې مقصد لپاره ورکړي وو چې په لومړۍ کرښه باندې د تعرض له شروع کيدو مخکې باید دغه ماينونه د طالبانو هغې مرکزي قرارګاه ته له کندوز څخه په ورغلې لاره کې خښ شي کومې قرارګاه چې د خان اباد د ولسوالۍ له بازاره بهر موقعيت درلود .
مونږ په قندوز کې د طالبانو له عمومي نظامي مسئول شهيد ملا عبدالرزاق نافذ سره په لومړۍ کرښه باندې د مسعود د تعرض د پلان معلومات شريک کړل ، نیټه مو ورته په ګوته کړه او ورته ومو ویل چې تعرض به د بنګي په سيمه کې د ضابط امان الله او څلورو تنو نورو قومندانانو له پوستو نه پيل کیږي .
هغه وو چې طالبانو د مسعود دتعرض د دفعې لپاره بشپړ تیاری ونيو او په هغه معهوده نقطه کې يې سنګرونه ښه پياوړي کړل ، احمد شاه مسعود چې قومندانانو ته يې ایراني جنرالانو تازه پوځي روزنه د یاد شوي تعرض د سرته رسولو لپاره هم ورکړې وه ، د تعرض له پيل سره ، له یوه غیر متوقع مقاومت سره مخ شو ، اول طالبانو ښه مخ ته راپریښودل او بیا يې جنګ پرې شروع کړ چې ډیر زیات تلفات يې ولیدل او تعرض يې له شکست سره مخ شو .
له مسعود سره زمونږ ددغه چل هدف داوو چې یو خو دی له دغو قومندانانو سره د ارتباط له ټنګولو څخه منع کړو او د دغو قومندانانو په نماينده ګي يې چې ده د مرستې تمه ترې لرله له یوه جعلي نماينده سره چې زمونږ (دطالبانو داستخباراتو) له لوري ورته لیږل شوی وو مصروف وساتو ، د تعرض کیفيت او وخت په هکله يې معلومات لاسته راوړو ،میاشتې میاشتې زیار يې او د تعرض لپاره پوځي تیاری يي عبث کړو او دتل لپاره يې له دغو قومندانانو سره چې ده ترې دمرستې تمه لرله بې باوري او بې اعتمادي پیداکړو ، دغه قومندانان بیخی په ځان هم خبر نه شول . د الله جل جلاله فضل وو زمونږ پلان په بشپړ ډول کامیاب شو .
نو دغه زما د استخباراتي دورې یو مهم عملیات وو او د ژوند يوه ډیره په زړه پورې خاطره چې زه يې په خپل وخت کې ډیر خوښ کړی وم ځکه مونږ د الله جل جلاله په مرسته د يوه لوی مصیبت مخه په ډیره اسانۍ ونيوله .»

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

مخکینې مطلب

د بدخشان راغستان ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

بل مطلب

فتنه اچوونکو په پچيراګام کې ۸ ولسي وګړي وژلي

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com