شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د نړیوال لاپوک “ډونالډ ټرمپ” لومړۍ لاپه

ح جلال نشرونکی: ح جلال
جولای 23, 2019
کټګوریانې: تبصرې
0
22
ځلې شریک شوی
276
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

څارنوال حشمت عبیدي

مونږ له کورنیو لاپوکانو یا ډوزمارانو تنګ و چې اوس ورپسې نړیوال ډوزمارانو هم سرونه راپورته کړل، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون له عمران خان سره په کتنه کې لومړۍ انټرنشنل ډوزه وویشته، او هغه دا چې ویې ویل: زه کولای شم افغانستان په لسو ورځو کې د نړۍ له نقشې محوه کړم!!!

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

په داسې حال کې چې هیوادوالو به د دغه انټرنشنل ډوزمار د  سرتیرو تازه انځورونه لیدلي وي چې ان د قضای حاجت لپاره له خپل ټانک څخه له دیرې ویرې ښکته کیدای نشي بلکې له کړکۍ څخه خپل حاجت رفعه کوي، چې انځورونه یې همدا اوس هم په ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کیږي.

بله خبره داده چې انټرنیشنل ډوزمار ته د افغانستان تاریخ هم معلوم دی او د هغو یرغلګرو تاریخ هم چې ورته وړاندوینې یې کړې وي او پر افغانستان یې د همدې لپاره یرغلونه کړي وو چې ګوندې افغانستان به ایل کړي او د تل لپاره  یې د نړۍ له نقشې ورک کړي، خو برعکس یرغلګر د افغانانو د کلکو سوکانو له کبله ورک او افغانستان لا هم پر خپل ځای په خپل برم او عزت کې ولاړ دی:

لکه ونه مستقیم په خپل مقام یم

که خزان راباندې راشي که بهار

نن نه چنګیزخان شته او نه یې لښکرې یواځې نوم یې شته دا هغه چنګیز خان و چې پر افغانستان یې د افغانستان د ختمولو لپاره یرغل کړی وی.

نن انګریز شته خو د لندن تر پولو پورې محدود دی، او یواځې د شیطانت او رزالت ورته پاتې دی، نه یې هغه لښکرې شته او نه هغه برم چې د خیبرو په درو کې یې پر خلکو د  کبر او غرور حکومت کاوه، خو افغانستان همغه افغانستان دی نه یې ایل کړای شو او نه یی ختم کړای شو، خو بر عکس دوی پخپله ختم او تر خاورو لاندې شول.

د  شوري اتحاد نوم شته خو نه یې هغه برم شته او نه یې هغه لښکرې چې د افغانستان لویشت لویشت خاروه یې د  افغانانو په وینو سره کړه. دا هغه شوروي و چې افغانستان وره یو وار نسوار هم نه ښکارید، خو دادی افغانستان شته او شوروي اتحاد په  قبر  کې ښخ دی او د افغانستان د ختمیدا ارمان هم ورسره یو ځای  ښځ دی.

د امریکایی ښکیلاک دغه ورځې هم رالنډې ښکاري، ځکه چې پر افغانستان یې خپل ټول زور وازمایه، ورپسې یې د سولې او مذاکراتو لړۍ پیل کړه او بالآخره یې په ډوزو پیل وکړ او هغه هم بین المللي ډوزي، ډاډه یو چې ورپسې به یې د  ځمکې له مخه د  ورکیدا مرحله پیل شي.

دغه انټرنیشنل ډوزمار ته وایو چې که تاسې رښتیا  هم دومره نران ویاست نو خپل هغه بندیان چې له طالبانو سره پراته دي خلاص کړئ بیا له هغې  وروسته د افغانستان د ورکولو ډوزې وولئ

که ستاسې ډوزې په رښتیاو بنا وي نو ولې مو د طالبانو دروازې وټکولې او په خورا ذلت  سره ورسره د سولې او د افغانستان څخه د خپلو فوځونو د ویستلو په خبرو مو میاشتې  تیرې کړې؟

که تاسې ډوزماران رښتیا هم دومره اتلان ویاست نو بیا ولې کله یوه او کله بل ته عذر او زارۍ کوئ چې د افغانستان د جګړې په ختمولو کې درسره مرسته وکړي، چې له عمران نه مو تازه همدا غوښتنه یې غوره بیلګه ده.

په هر ترتیب

درنو هیوادوالو!

د انټرنیشنل لومړۍ ډوزه خو مو واوریده، منتظر اوسئ چې دوهمه ډوزه به یې کله او څه ډول وي.

او د ډوزو لړۍ یې ځکه پیل کړه چې لکه د سیلاب اخیستي هر ځګ ته یې لاسونه واچول خو له  افغانستان نه د تیښتې لاره یې ونه موندله، اوس هڅه کوي چې که وکولای شي د ډوزو له لارې له افغانستان نه پښې سپکې کړي او په خوندي  توګه ووتلای شي.

خو د انټرنیشنل ډوزمار دا ډوزه ډیری هغو چارواکو ته د سرټیټۍ ځای دی چې بالآخره یې بادار د افغانستان د ختمولو او له مینځه وړلو او د لس ملیونه وګړو د وژلو ډوزګواښونه کوي خو دوی د  غلامانو په څیر تر اوسه پورې چُپه خوله دي.

شرم شرم شرم

مخکینې مطلب

بادغيس ولايتي شورا: تر څلور سوه زيات د ملي اردو سرتيري طالبانو کلابند کړي

بل مطلب

ټرمپ په ايران کې د سي آی ای مامورينو د نيولو ادعا رد کړې

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com