د ځمکې په څېر سیاره ومندل شوه

ستور پوهان کوشش کوي داسې سیارې پیدا کړي چې هغه سیاره زموږ د ځمکې سیاره په شان د ژوند کولو وړ وي خو اوس په برېټانیا کې د لندن کالج پوهنتون ستورپوهان وايي، داسې نوې سیاره یې پیدا کړې چې د اوبو بخار پکې پیدا شوی او د اوسېدو لپاره هم وړ بلل شوې ده.

دلته سوال پیدا کیږي چې موږ دلته تللی شو یا په دې سیاره کې ژوند کولائ شو ؟

د لوېدیځو رسنیو د مالوماتو له مخې، په څېړنو کې مالومه شوې چې په دغه سیاره کې د فضا ۵۰ سلنه د اوبو بخارات ليدل شوي او ښايي پر سطحه یې کنګل شوې اوبه هم وي، خو ستور پېژوندونکی سیاریاس وايي، په لومړي ځل د داسې سیاري موندل د دې امکانات زیات کړل چې انسانان له ځمکې پرته په یوه بله سیاره کې هم په عادي ډول ژوند کولای شي، بل دغه سیاره کې یو ستونزه ده هغه ستونزه دا ده چې دا سیاره زموږ څخه ډیره لرې ده مطلب دا سیاره له لمریز نظامه په ډېر لوی واټن یانې شا او خوا زر ټریلیونه کیلومټره لرې پرته ده، د ستوربېړۍ ور استول اوس مهال ناشوني دي.

د دې سیارې په اړه ډېر مالوماتو نه ‌دې په ډاګه شوي، خو څېړونکي وايي، په راتلونکيو کلونو کې د نویو پر مختللو دوربینونو یا ټلسکوپونو په جوړېدو سره به د دې سیارې څرنګوالی لا زیات مالوم کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button