سه شنبه, اپریل 28, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

راځئ له زغم او صبر څخه کار واخلو او خپلو کې سره وروڼه شو؟

fateh1 نشرونکی: fateh1
جنوري 25, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
11
ځلې شریک شوی
136
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

ليکنه : نورالله خان احمدزی

 مخکې له دې چې په دې موضوع باندې خبرې وکړم غواړم د قرآن کریم یو څو آیتونه له ژباړې سره ولیکم.

قرآنکریم داسې سپارښتنه کوي:

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلا تَفَرَّقُوا الآیه…

ژباړه: د الله  په رسۍ (دین) باندې ټول ځان ټینګ ونیسئ او اختلاف مکوئ.

قرآن کې الله سبحانه و تعالی داسې فرمایي:

ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).

(( بلنه کوه (ای محمده! خلکو ته) لارې د رب (ج) خپل ته په حکمت سره او موعظه (پند) نيک سره په ښه ډول او مباحثه کوه له دوی سره په هغې (طريقې) چه هغه ډيره ښه وي)).

په اسلام دعوت کې حتی له اهل کتاب او کفارو سره د مجادلې او غلطې لارې ګنجایش نشته:

وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (العنكبوت : ۴۵)

ژباړه: او د کتاب له خاوندانو سره مجادله مه کوئ مګر په ښه رویه سره.

همداسې که کفارو سره جګړه هم کوئ نو تیرۍ به نه کوئ لکه چې فرمایي:

الله تعالی فرمايې : وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ (البقره. ۱۸۹)

ژباړه: او د الله په لار کې د هغه چا په مقابل کې وجګیږئ څوک چي له تاسې سره جنګ کوي، خو تیرۍ به نکوئ ځکه چي الله تعالی تیري کوونکي نه خوښوي.

لقوله سبحانه وتعالی: ﴿وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلاً مِّمَّن دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحاً وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ﴾ [فصلت: 33]

ژباړه: او د وينا له کبله به د هغه چا تر خبرې د بل چا خبره ښه وي؟ چې د الله لوري ته بلنه کوي او ښه عمل کوي او وايي چې زه مسلمان يم.

کوم کس چي یو مسلمان ته بد رد وايي او ښکنځل ورته کوي شرعاً دغه کس فاسق دی نو پکار داده چې یو مسلمان ته د ضرر او تکلیف رسولو څخه اجتناب او پرهېز وکړل شي لکه چې حدیث کې راغلي:

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «سِبَابُ المُسْلِمِ فُسُوقٌ».

نو د دعوت له شرطونو څخه دادي چې تقوا، اخلاص، علم، تواضع او حلم سره خلک راوبلل شي.

له یو څو ورځو راهیسې دا بحث په کار اچول شوی چې ځینې خلکو ښاغلي امان الله خان ته بې دینه ویلي او دا خبرې مولوي عبدالصبور واصلي ته منسوب کیږي.

بیا ځینې خلکو د هغه د خبرو په غبرګون کې اسلامي مقدساتو لکه ږیره او ټول علماء یې وښکنځل. په اسلام کې هیڅوک دا حق نلري چې یو کس د بل چا بې عزتي وکړي یا د هغه قوم ته کنځلو کړي یا ژبې ته یا نژاد ته یا سمت ته.

نو که مولوي صاحب دا خبرې د ښاغلي امان الله خان خلاف کړي وي بیا خو تاسو ږیرې او اسلامي مقدستانو ته ولې کنځل او بد رد لیکلي؟ آیا د خرابو او غلطو خبرو ځواب په غلطو ورکول سم کار دی؟

یوازې د اصلاح ټولنه د اسلام نماینده ډله نه ده او نه یوازې مولوي صاحب د ټولو علماؤ نمایندګي کولی شي د هر چا خپل نظر وي او هر ګوند او هره ډوله ځانته ځانته منشور او اساسات لري، نو د یو کس او یوې ډلې پخاطر ټول اسلام او علماء بدنامول او کنځل ورته کول دا هیڅ جواز نلري. زما له دواړو خواوو څځه غوښتنه ده چې یو بل پسې بد رد و نه وایي او هڅه وکړي چې اسلامي ورورګلوي او یوالي ته کار وکړي. علماء د انبیاوو وارثان دي او ملا یا عالم ته بد ویل دا انسان له اسلام څخه وباسي او د علماوو بې عزتي سخت وبال لري چې باید ورڅخه توبه واېستل شي او بیا داسې کار ونشي.

موږ چې کله د متقابل احترام خبره کوو نو دا ددې معنا ورکوي چې احترام او درنښت باید له دواړو خواوو یا اړخونو څخه وي یا داسې چې له یو لاس څخه ټک نه خیژي. که ښاغلی امان الله خان ځینو ته غازي او منلی شخص دی نو همداسې اصلاح ټولنې ته ښاغلی یا مولوي عبدالصبور غازي دی، همداسې شمالي ټلوالې ته ښاغلی مسعود غازي دی، همداسې حزب اسلامي او ډیرو مجاهدینو ته ښاغلی حکمتیار غازي دی، همداسې طالبانو او ډیرو علماوو ته ښاغلی ملا محمد عمر مجاهد غازي وو، همداسې خلقیانو او پرچمیانو ته ډاکټر نجیب الله، چاته نورمحمد ترکی چاته حفیظ الله امین او چاته استاد سیاف چاته استاذ رباني چاته حضرت صاحب مجددي، چاته پیر صاحب، چاته جنرال دوستم، چاته اسماعیل یون، اهل تشییع ته عبدالعلي مزاري، بیات یا نورو شیعه ګانو ته محسني، چاته څوک او چاته څوک. نو دا خبره متفق علیه نده چې یوازې یو کس دې ټول ملت ته د منلو وړ وي یا ټول ملت هغه منلی وي، داسې خلک شته چې احمدشاه بابا له سره نه مني، سلطان محمود غزنوي نه مني، شهاب الدین غوري نه مني، څوک یو نه مني او څوک بل، اوس داسې خلک شته چې د افغانستان پر ځای خراسان نوم کاروي او هیڅوک ورته بد یا رد پرې نه کوي….

افغان ملت چې کله بریا لاسته راوړې وه هغه د دوی د یوالي له برکته وه، مثلاً: ښاغلي امان الله خان که له انګریزانو سره جګړه کړې وه نو ټول علماء او ملت یې ترشا ولاړ وو هغه په یوازې سر جګړه نه ده کړې او نه دا نورو په یوازې سر جګړې کړي بلکه ټول ملت یې تر شا ولاړ وو، اوس که ښاغلي امان الله خان ددې وړ وي چې غازي یا اتل ورته وویل شي بیا هغه خلک چې روسان یې مات کړ ستر نړیوال طاقت ته یې ماته ورکړه هغوی ته به یا د هغوی مشرانو ته به کوم کوم نومونه کاروو؟ داسې خو نه کیږي چې یو کس دې د یو کار پر سر غازي وي او بل کس دې د هم هغه کار چې ترسره کړی یې دی هغه ترهګر او بنسټ پاله ونومول شي. آیا دغه کار ته انصاف ویلی شو؟

همدا موږ او تاسو وایو چې ښاغلي امان الله خان دا کړي او هغه کړي همداسې د کابل میشت پخواني مجاهدین هم دعوه کوي چې دوی روس مات کړی، بیا اسلامي ګوند او مشر یې وایي چې هغه ۷۰ سلنه خاوره له روسانو آزاده کړې وه او له امریکا ورسره ۵۲ نورو هیوادو سره د آزادۍ جګړه کوي هغه ته به څه وایو، آیا هغه به اتل نوموو او که ترهګر؟ همداسې د طالبانو اسلامي تحریک وایي چې دوی له ۵۳ کفري هیوادونو سره په جګړه دی د هغوی په زرګونو کسان وژل شوي او لا هم د هغوی پر خلاف مبارزه کوي، دوی ته به ترهګر نوم کارول کیږي او که د مجاهد یا اتل؟ نو دا داسې خبرې دي چې په دغو کې لاس وهل یا خبرې ورباندې کول به ډیرو اختلافاتو ته لار پرانیږي او افغانان او مسلمانان به لا هم سره بېل او لرې کړي.

که یوه ډله یا خلک یو نه مني او بله ډله دا بل نه مني نو په دې سره خو هیڅکله موږ د یوالي خواته نه ځو او نه زموږ ترمنځ یوالی پیداکیږي، هو که څوک خفه وي یا یې زده درد کړی وي باید په استدلال او منطق سره یو بل ته قناعت ورکړل شي، په کنځلو او جګړو او مناظرو یو بل ملامتول دا کومه ګټه نلري.

نن چې دا خلک له ناټو او د امریکایانو او برتانویانو خواته ناست دي او وایي موږ افغانستان آزاد کړی نو ښاغلي امان الله خو انګریزانو سره جګړه کړې او نن ته د هغوی سره خوا په خوا ناست یې، دا نو څه معنا چې ستا یا زموږ مشر دې له هغوی سره جګړه کړې وي هیواد یې آزاد کړی وي خو ته نن د هیواد په اشغال کې له هغوی سره مرسته کوې او وایي چې امریکایان او برتانویان باید له دغې خاورې بهر نشي. زه دا نه وایم چې څوک څنګه او څه وایي خو دومره وایم چې دا خلک خپلو خبرو ته هم ځېر نه دي، وایي څه او عمل یې څه ډول دی؟؟؟

او که لدې هم پورته ولاړ شو او رښتیا سره ووایو: څوک چې جهاد کوي، لمونځ کوي روژه نیسي، هر عبادت او ښه کار چې کوي نو د ځان لپاره یې کوي له مخلوق څخه څه غوښتل بیا دا په ریا کې شمېرل کیږي په دې سره نوموړي نیک عملونه لمنځه ځي. نو راځئ که هر چا هرڅه کړي وي د هغه معامله الله سبحانه و تعالی ته پرېږدو او له خپل ځانه پرې څه و نه وایو، که څنګه!!!

اوس ښاغلی امان الله خان وفات دی او په دې نړۍ کې نشته نو که هغه ښه کارونه کړي وي هم به یې اجر ورکړل شوی وي او که یې ګناه کړې وي یا یې کوم داسې کارونه کړي وي چې د شریعت خلاف ول نو هم به ورته معلومه شوې وي، موږ او تاسو علم غیب نلرو چې پر چا د جنتي یا دوزخي فتوې ولګوو، او په شریعت کې مړو پسې خبرې کول هم ښه کار نه دی، که هغه ښاغلی امان الله خان وي، او که نور وي…. د دوی معامله به یوازې الله تعالی وسپارو.

خو دا خبره سپینول غواړم چې د علماوو سپکاوی کول او علماوو پسې بد ویل دا له اسلام څخه انسان وباسي فکر کوئ چې علماوو او ملایانو پسې څه ونه لیکئ او نه ورپسې بد ووایئ ځکه چې ډیره سخته ګناه لري.

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إن الله قال (من عادى لي وليا فقد آذنته بالحرب). رواه البخاري. څوک چې زما له ولي سره دښمني کوي هغه زه هلاکوم. په حدیث کې له “ولي” نه مراد دوست او ملګری دی.

علماء کرام وایي: چې دا حدیث د علماو په ستاینه او د الله له لوري د اولیاؤ او علماؤ د ملاتړ په اړه خورا مهم او غوره حدیث دی، امام الشوکاني رحمه الله وایي: په دې حدیث کې خورا مهمې او د ګټې خبرې راغلي دي، څوک چې په دې حدیث ځان پوه کړي او غور په کې وکړي نو په پوره توګه به ددې حدیث لوړ شان ورته روښانه شي.

سپیناوی: یوه خبره چې ډیر خلک یې په غصه کړي هغه داده چې ویل کیږي د اصلاح د ټولنې مشر ویلي: چې پښتو ژبه په افغانانو یا د سیمې په خلکو تپل شوې او پښتانه د عربي پر ځای پښتو ته ډیره پاملرنه کوي او داسې نور، نو زه وایم چې که هغه دا خبرې رښتیا کړي وي نو دا یو ښکاره تعصب او یو مسلمان او عالم سره داسې خبرې له سره نه ښایي او په تعصب سره ایمان او ټول نیک اعمال بلکل لمنځه ځي. زما په فکر په ټولو ژبو کې تر ټولو محرومه ژبه همدا پښتو ده چې د انګریزانو له مخکني تیري رانیولې بیا تر روسانو او له هغوی مخکې د سیمې نورو هیوادونو ورسره ډېر خیانت  او ظلم کړیدی په لوی لاس یې دا ژبه له هر ډول حقوقو څخه محرومه ساتلې وه، که حق ووایو اوس هم دا لوبه روانه ده.

د تعصب په اړه حضور صلی الله علیه وسلم داسې فرمایي:

« لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ». (ابو داؤد).
د قوم پرستۍ ريښې لمنځه يوسئ، پر يو واحد ټغر راټول شئ، ځکه د دغه بد عمل لومړی بنسټ ایښودونکی هغه ابوجهل دی؛ ابوجهل سره له دې چې ښه پوهېده، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم حق پيغمبر دى خو په دې خاطر، چې تر بور مې دی ولي یې تصديق وکړم، ځان یې تباه او بر باد کړ.

مخکینې مطلب

 ۲۰۱۵ کال په نړيواله کچه ستونزمن او مرګونی کال

بل مطلب

سوریه: موټر بم چاودنې په لسګونه تنه وژلي

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ملا امير خان متقي او کابلوف د افغانستان او روسیې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د ایران له سفیر سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

فاریاب کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا درې پروژې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026
0

ملي دفاع وزارت: له پاکستانه راوړل شوې ۵۸ قبضې تفنګچې او مهمات ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

ولسمشر پوتین د ایراني ولس زړورتیا د ستاینې وړ ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026
0

د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته راغلی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

امو دریا نفتي حوزه کې پنځه نوې څاه‌ګانې فعالې شوې هره ورځ به ۵۰۰ متر مکعب تېل استخراجېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ملا امير خان متقي او کابلوف د افغانستان او روسیې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې کړي

کورنيو چارو وزير په کابل کې د ایران له سفیر سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي

فاریاب کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا درې پروژې پیل شوې

نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

ملي دفاع وزارت: له پاکستانه راوړل شوې ۵۸ قبضې تفنګچې او مهمات ونیول شول

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

ولسمشر پوتین د ایراني ولس زړورتیا د ستاینې وړ ده

د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته راغلی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com