جمع و ترتيب : عبد الله صديقي
د(نوراستانه) جامع مسجد ، د قزاقستان په پلازمينه استانه کې موقعیت لري ، چې په منځنۍ آسیا کې تر ټولو ستر جامع جومات ګڼلی کیږي.
د دې مسجد منځنی کنبد ۴۰ متره لوړ والی لري، د کنبد ( ۴۰ متره ) لوړوالي سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم بعث (پېغمبرکېدو) ته اشاره شوې، چې په ۴۰ کلنۍ کې د الله تعالی له لورې پېغمبر شو.
د مسجد تعميراتي اوجوړونې چارې په 2008ز کال کې سرته رسیدلي.
نوموړی مسجد څلور منارې لري ، چې ۶۳ متره اوچتوالی لري او د منارو اوچت والی ؛ ځکه ۶۳ متره غوره شوی ، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعمرپای (رحلت) ته اشاره وشي.
ديادونې ده ، چې د ګنبد او د څلورو، واړو منارو سرونه په سرو زرو پوښل شویدي.
په مسجد کې په یو وخت ۴۰۰۰ کسان لمونځ ادا کولی شي.
دمسجد ددروازې سره داوبو یوه لويه فواره ده ، چې د جومات منظره يې لاپسې زړه راښکونکې کړې ده .


![mas5[1]](https://kabull.com/wp-content/uploads/2016/01/mas51-300x189.jpg)

![d985d8b3d8acd8af-d986d988d8b1-d8a7d984d8a7d8b3d8aad8a7d986d8a9-d983d8a7d8b2d8a7d8aed8b3d8aad8a7d986[1]](https://kabull.com/wp-content/uploads/2016/01/d985d8b3d8acd8af-d986d988d8b1-d8a7d984d8a7d8b3d8aad8a7d986d8a9-d983d8a7d8b2d8a7d8aed8b3d8aad8a7d9861-300x195.jpg)
![280px-Nur-Astana_Mosque_1[1]](https://kabull.com/wp-content/uploads/2016/01/280px-Nur-Astana_Mosque_11.jpg)
















