په يمن کې د سعودي د هوايي بماريو له امله د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوه

تبصره : مبصر
د تېريوه کال راهسې په يمن کې ، چې د سعودي عربستان هوايي ځواکونو بمباري پېل کړې، پکې ولسي وګړو ته زياته مرګ ژوبله اوړي ؛خو د درې مياشتو په د وران کې ، چې د ۲۰۱۵ کال وروستۍ مياشتې وې د سعودي عربستان هوايي ځواکونو د يمن د حکومت په خلاف راپورته شوو، حوثي ياغيانو پر خلاف هوايي بمبارۍ کړي او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه پکې لوړه شوې ده .
د ملګرو ملتونو د څار اداري کار پوهانو په خپل کالني راپور کې ويلي چې د سعودي ځواکونو هوايي بمباريو کې سعودي هوايي ځواک د حوثيانو د مرکزونو پر ځای روسي وکړو کورونه په نښه کوي ، چې ملکي وګړو په شمير کې زيات شمېر ښځي او ماشومان وژل شوي دي . د ملګرو ملتونو د سازمان نړیوالې اداري د بشر د حقوقو په اړه په خپل راپور کې پرسعودي غږکړی دی ، چې په يمن کې يې د حوثي ياغيانو سره د مقابلې په دوران کې روسي وګړي وژني ، چې دا د سعودي حکومت لخوا د بشر د حقوقو څخه سرغړونه ده او سعودي ځواکونه بايد په جنګي مجرمينو کې وشمیرل شي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د تيرکال مارچ د مياشتې راپه ديخوا په يمن کې د يمن د حکومت حوثي ياغيانو پر خلاف بمباريو او جګړو کې تر ۵۸۰۰ پورې خلک وژل شوي دي.
يمن ، چې يو مسلمان هېواد او په خپلو کې د حوثي ياغيانو سره په مخالفت اخته دی ، سعودي عربستان په يمني ولسي وګړ د ياغيانو د مقابلې په نامه بمبارۍ پېل کړي دي ، چې د اسلامي نړۍ په وړاندې سعودي واکمن د نيوکو سره مخ شوي دي د اسلامي هيوادونو دا تمه کيږي، چې سعودي عربستان به د يمن حکومت او ياغيانو ترمنځ سوله او روغه جوړه وکړي ؛ خو د سعودي شاهي کورنۍ ، چې په يمن کې د حوثي ياغيانو د يمن د حکومت د را پرځولو ويره لري د ياغيانوپه خلاف يې بماري پيل کړې ده.
سعودي عربستان شاهي کورنۍ په دي عقيده وه ، چې که په يمن کې ايران پلوه حوثي ياغيان د يمن حکومت وپرځوي ، کیدی شي سعودي عربستان هم په دې برخليک اخسته شي . دايران او سعودي عربستان ترمنځ داختلافاتو يو لامل په يمن کې دسعودي بمبارۍ او د سعودي په وينا حوثيانوسره دايران همکارۍ په يمن کې ناامني زياته کړيده . د يمن د حالاتو په اړه د ملګرو ملتونو کارپوهانو دا هم ويلي دي ، چې د بمباريو پرمهال کوم کسان له خپلو کورونو دمرګ ژوبلې له وېرې تښتي دسعودي دهليکوپترو لخوا په ګوليو وژل کيږي . له دې امله يې د سعودي هوايي پوځ د جنګي مجرمينو په نامه ياد کړی دی.
د تېر کال مارچ د مياشتې را په دېخوا سعودي هوايي ځواکونو په يمن کې په حوثي ياغيانو ۱۱۹ هوايي بريدونه کړي دي. د يوې خوا يې ولسي بې ګنا وګړي وژلي او د بلې خوا سعودي حوثيانو د مخنيوي لپاره ، چې سعودي ته يې پښې را اوږدې نشي يمن ولسي وګړوته وسلې ورکوي ، چې سعودي ددې راپورونو ترديد نه دی کړی.



