د روسيې اوترکيې ترمنځ اړيکې

کابل غږ
په ۲۰۱۵کال کې د روسيې او ترکيې ترمنځ اړيکې يوڅه خړې شوې په دې کال کې د امريکې او روسيې ترمنځ که څه هم د اسلامي هېوادونو په خلاف دواړه هېوادونه ؛ روسيه او امريکا يوه پاليسي لري ؛خو د خپلو خپلو ګټو په خاطر يې اړيکې په سوريه کې يو څه خرابې شوې. په سوريه کې امريکا او سعودي عرب د بشارالاسد د نظام د ړنګولو لپاره هڅې کوي ، غواړي د النصر جبهې او داعش په وسيله بشارالاسد د تل لپاره له واکه بې واکه کړي ؛ خو روسانو د سوريې د نظام ساتلو لپاره هرډول نظامي مرستې پېل کړې ، چې جنګي الوتکه د ترکيې او سوريې په پوله يا د ترکيې هوايي ځواک په ادعا د ترکيې په خاوره کې د ترکيې د جيټ الوتکې لخوا راوغوځول شوه . په دې پېښه د ترکيې او روسيي اړيکې يو څه خړې شوې . د روسیې جمهور رئيس
ولاديميرپوتنين پر ترکيه نيوکه وکړه ، چې دوی الوتکه يې د سوريې په خاوره کې راغورځولې ده ؛ اما د ترکيې هوايي ځواک ورته په ځواب کې په ترکيه کې د روسي الوتکي ، چې د ترکيې په خاوره کې داخله شوې وه اسناد ورکړل. روسي چارواکو په بيابيا ترکيې ته ويل ، چې ترکي مقامات بايد له روسيې نه د الوتکي د راغورځولو بښنه وغواړي ؛ خو د ترکيې هوايي پوځ تر اوسه بښنه نه ده ، وايي مونږ د خپلې خاورې دفاع کړې ده. مونږ هغه وخت په دې اراده د روسيې په الوتکه ګوزار نه دی کړی مونږ يوازي د خپلی خاورې د فاع کړيده.
تراوسه پوري د روسيې اوترکيې ترمنځ اختلافات په ځای پاتي دي ؛ خو روسيه د ترکيې پرخلاف ، چې د امريکا سره د ناټو په اتحاد کې شامله ده او په اوس وخت کې په سوريه کې د داعش په خلاف ښکاره مخالفت نه کوي ، روسيه د داعش په خلاف دهغوی پر مرکزونو خپلو بمباريو ته دوام ورکوي . دا چې روسيې ترکيې ته د خپلې الوتکې د راغورځولو په مهال ويلي وو، د ترکيې دا عمل به ترخه نتايج ولري ؛ خو تر نن ورځې پورې روسيې د ترکيې په خلاف ، چې بدل ترې واخلي کوم اقدام نه دی کړی او نه ترکيې له روسيې بښنه غوښتې ده



