بې وسه دولت او د افغان کډوالو ناڅرګند برخليک

« سرليکنه »

نړيوالې رسنۍ راپورونه ورکوي، چې اروپا ته تلونکي افغان کډوال د سختو ستونزو سره مخ دي ؛ لومړی خو کډوال د يونان او ترکيې له خونړيو سمندرونو ژوندي نشي وتلای  او که په قسمت سره څوک له دې سمندرونو ووځي په نورو هېوادونو کې د امنيتي مسؤلينو لخوا ورسره غير اخلاقي او غير انساني  سلوک کېږي .

 په دې اړه اروپايي ټولنې د څو غربي هېوادونو له چارواکو سره مشورې وکړي ، چې د سوريې او افغان کډوالو ورځ په ورځ مخ په زياتېدو بهير لپاره په خپلو هېوادونو کې د مهاجرت په منلو زياتوالی راولي ، چې جرمني په لومړي سر کې زيات کډوال ومنل ؛ خو د ورتلونکو زياتو کډوالو له امله د جرمني هېواد هم د نورو کډوالو په څېر د افغان کډوالو د نه منلو خبر هم افغان دولت ته ورکړ.

دولتي چارواکي چې د اروپايي هېوادونو سره يې د افغاني کډوالو په اړه تفاهم کړی دی ، چې په جدي توګه به هېڅ يو افغان هېواد ته په راستنيدا نه مجبورېږي ؛ اما بيا هم د جرمني د کورنيو چارو وزارت په خپله يوه خبرپاڼه کې ويلي ، چې په جرمني کې د يونيم لک افغانانو په موجوديت کې د زيات شمېر افغانانو منلو ته د قانون له مخې تيار نه دي ، چې د دې نه خبريدونکو افغان کډوالو برخليک نه دی څرګند ، چې کله به يې د لکونو افغانيو په لګښت سفر کول بيا افغانستان ته په راستنيدا تمامېږي.

دبلې خوا دهېواد په ګاونډيو هېوادونو ؛ پاکستان او يران کې ترپنځو ميليونو زيات افغان کډوال ژوند کوي ، چې د افغانستان سره د ګاونډيو هېوادونو د سياسي اړيکو پورې يې ژوند تړلی دی ، څو څو ځلې د افغانستان سياسي اړيکې د ګاونډيو هېوادونو سره خرابې شوي چې د افغان کډوالو په ژوند يې اغيز کړی او د هېواد څخه د وتلو خبرداری يې ورته ورکړی دی.

دولتي چارواکي خو له اروپايي هېوادونو سره د کډوالو په اړه د تفاهم خبره کوي ؛ خو د ګاونډيانو سره يې کوم تړون او تفاهم سرته نه دی رسيدلی ، چې کډوال پرې ډاډه ووسي .

هروخت چې ګاونډيو هېوادونو په درې اړخيزه غونډه کې ، چې منځګړتوب اومشري يې  ، اين،  سي ، ايچ آر کوي.

د افغان کډوالو د منلو ژمنې کړي د منل شوي وخت پوره کيدا د مخه بيا د سياسي اړيکو په  خرابيدو سره يې د کډولو ژوند د ناڅرګند برخليک سره مخ کړی .

زمونږ دولت چې په نړيواله کچه يې په فساد کې ککړاو وروسته پاتې ځای خپل کړی دی ، دهېوادوالو د روغتيا توان يې په دومره اندازه له لاسه ورکړی ، چې په کال کې تر ۱۵۰۰۰ زرو پورې افغانان د سرطان د ناروغۍ له امله ژوند دلاسه ورکوي .

د اروپايي اتحاديي د ډالرو په بې سارې مرستو سره د ټول هېواد په سطحه يوازې د مرکز په جمهوريت روغتون کې د سرطان د تشخيص څانګه لري ؛ خو د درملنې لپاره يې د هېوادوال بهرنيو هېوادونو ته په تلو اړ کېږي ، چې دهېواد په داخل کې ميشت او په بهر کې کډوال دواړه د ناڅرګند برخليک سره مخ دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button