محمدامین بسمل
دڅلوراړخیزې یا(څلوربول)غونډې دریم پړاو نن دپنجابیانوپه کوټکي کې یوځل بیا په مبهم ډول ترسره شو.دا له توطیو ډکې او نمایشي غونډې زموږ دسولې، پخلاینې اوهوساینې لپاره نه، بلکې په سیمه کې دنویو بحرانونو د راټوکېدو په موخه ترسره کیږي.
دغه ناکامه او بې صلاحیته غونډه تاند په لاندې ډول خپره کړې ده:
تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو د درېم پړاو څلور اړخیزو خبرو په پای کې اعلان وشو چې تمه ده له وسله والو طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې د روانې فبرورۍ په پای کې وشي.د څلور هیوادونو د څلور اړخیزې همږغۍ ډله د دسمبر په میاشت کې د دې لپاره جوړه شوه چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.
د دې ډلې څلور هیوادونو نن /شنبه/ په اسلام اباد کې موافقه وکړه چې دوی به د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د نېټې د ټاکلو لپاره هڅه وکړي چې په پام کې ده د فبرورۍ تر پایه وشي.دې ډلې د طالبانو پر ټولو ډلو ږغ وکړ چې د سولې له پروسې سره یوځای شي. دوی ټینګار کړی چې د پخلاینې د بهیر پایله باید داسي سیاسي جوړجاړی وي چې په پای کې یې په افغانستان کې تاوتریخوالی بندېږي او تلپاتې سوله ټینګېږي.غونډې د سولې د پروسې لپاره ګام په ګام د لارې نقشه تصویب کړه خو د دې نقشې جزییات یې اعلان نه کړل.
تر دې مخکې نن د څلوراړخیزې غونډې په پرانستونکې وینا کې د بهرنیو اړیکو لپاره د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي و چې د لارې دا نقشه به د پخلاینې پر بهیر تمرکز وکړي.عزیز وویل چې هیله به یې دا وي چې د طالبانو اکثریت د سولې خبرو او پخلاینې ته تیار شي.
درنولوستونکو!
څه چې په تاند کې خپاره شوي زه یې په لاندې ډول بند په بندماتوم او ردوم:
۱ـ له حالاتو خو داسې برېښي، چې طالبان یا افغان وسلوال مقاومت بې له امریکاله بل چاسره دسولې خبرې بې فایده بولي اوباید چې بې فایده یې هم وبولي مانا یوازې له امریکا سره باید مخامخ خبرې وکړي.
۲ـ داسې مغرضانه غونډې دسولې له پروسې سره مرسته نه، بلکې زهر پرې پاشي.
۳ـ دڅلوربول غونډې لوبغاړي دې له رښتینوطالبانو دا تمه وشکوي، چې دکابل له تش په نامه او بې واکې ادارې سره خبروته حاضر شي.
۴ـ تاندوالو په عجیب اوغریب ډول زیاته کړې، چې«دې ډلې د طالبانو پر ټولو ډلو غږ وکړ چې د سولې له پروسې سره یوځای شي».
سړی داسې فکرکوي ته وا دا تاندوال له افغانستانه هیڅ خبر نه دي آیا رښتیا هم رښتیني طالبان څو ډلې دي؟
که دا رښتیني طالبان څو ډلې وي نو بیا ولې دومره په منظم ډول په مخ روان او پوځي بریاوې ترلاسه کوي؟
بل داچې آیا تاندوال په دې باوري دي، چې امریکا اوپنجابیان واقعأ زموږ دګران افغانستان لپاره تل پاتې سوله غواړي؟
که داسې وي نوبیایې په القاعده ولې دومره رنګونه وموښل، اسامه یې په څه هنرله چاده ترجلال آباده راورساوه اوبیایې تیاتري ډرامه جوړه اوخپل برجونه یې پخپله ونړول، داعش یې هم په اووه ۷میاشتنۍ کې وغورځاوه ځکه خو یې پایښت روسانو ورټکنی کړ.
۵ـ ترټولودخندا وړخویې دالار نقشه ده چې نه یې جزیات څرګندوي اونه خوکوم مفهوم لرلای شي ته وا دااولسونه ټول نابینا دي اوس دا دڅلوربول غونډې مالوماتي لکړې په لاس ورکوي چې لارې ته سم او څوک په کنده کې ونه غورځي عجیب وخت اوعجیب یې اصطلاحات په لعنت پسې لعنت… .
دابل نیمچه سرتاج عزیز یې بیا دا رنګ هم پرې موښلی چې ګواکې د لارې دا نقشه به د پخلاینې پر بهیر تمرکز وکړي. واوا کومه او له چا سره پخلاینه له جنګي جنایتکارانو ګلمجم،غبرګ عبدالله او له دا نورو غلامانوسره پخلاینه؟
دغه نیمچه سرتاج عزیز یو بل بد دا کړي، چې وېلي یې دي«هیله به یې دا وي چې د طالبانو اکثریت د سولې خبرو او پخلاینې ته تیار شي».
نو آیا دا لېونی اوس هم په طالبانو کې اکثریت او اقلیت بېلوي؟
که سرتاج عزیز په رښتیا پورتنۍ یادونې کړې وي نو یوځل بیا وایم، چې بدیې کړي اوکه تاندوالویې خبرې تحریف کړې وي لکه دمطمئین صاحب لیکنې ته یې چې خاښونه ورکړي وونوبیا باید تاندوال خپل وطنوال خوابدي نه کړي وايي چې:
دوه به سره جوړشي د دریم به مخ کې تورشي تاندوال موبیاهم خپل هیواد وال دي دپنجابیانواوامریکایانوپه سر به یې نه خپه کوو او نه دې موږ خپه کوي ترڅو چې موږ قلموال سوله سره ونه کړو توپکوال به هیڅکله هم سوله ونه مني.
په پای کې دکابل غبرګ سرواوټیټ سروته دومره لیکم،چې که ستاسې په دابدرنګه اوګونګۍ لارنقشه کې دډېورنډ د کرغېړنې کرښې په اړوندڅه وي نوداصلاحیت نه له تاسې سره شته نه له پنجابیانوسره او نه هم له خونخوارې امریکا سره، دا دګرانې پښتونخوا صلاحیت اوحق دی چې وخت یې راشي بیا به ورور له ورور سره پخپله حساب وکړي نه له ۶۷کلن تورلینګي سره.
د ارګ سرمستانو ته داهم لیکم، چې افغان سوله د ډیورنډ په کرغېړنه کرښه پورې هیڅ اړه نه لري داسې نه چې هم کرک در مړ کړي او هم مو خوږ کړي.
امریکا جګړه راوړه سوله یې وېوړه دسولې راستنېدل په زاریو نه کیږي بې له زوره زور هم هنر ته اړه لري ځکه خو مې بار بار په افغان مقاومت غږ کړی، چې دپوځي بریاوو ترڅنګ دسیاست ډګر هم تود وساتئ.
نن یوځل بیاپیاوړواو رښتینو افغان طالبانوته یادونه کوم، چې دسولې خبرې فقط له امریکا سره اوبس هغه هم له قوي موقفه اوپاکستانه لرې لرې.
دګران اولوی افغانستان دخپلواکي په هیله!
—— پورتنی لیکنه د لیکوال خپل نظر دی د ادارې موافقت ورسره شرط ندی ——-