سپین غر لوبډله د شپږیزه لیګ اتلان شول

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان کورني کرېکټ(شپږیزه لیګ) د اتم پړاو سیالیو پایلوبه کې سپین غر لوبډلې بُست ساتونکو لوبډلې ته د ۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د شپږیزې لیګ اتلان شول.
دغه سیالۍ کې سپین غر پړانګانو لومړۍ منډې وکړې او د ۱۸۸ منډو په ترسره کولو یې بُست ساتونکو ته ۱۸۹ مڼدې هدف ټاکلی و چې د ۶ منډو په توپیر یې لوبه وګټله.
د سپین غر پړانګانو له لوري عثمان غني ۶۹ نجیب الله ځدراڼ ۴۵، عابد محمدي ۲۹ منډې وکړې.
د يادولو ده چې سپین غر پړانګانو تر دې مخکې دوه ځلې د شپږيزې کرېکټ ليګ اتلولي ګټلې وه.
د پايلوبې د غوره لوبغاړي جايزه عثمان غني ترلاسه کړه چې نیمه سلیزه یې وهلې وه.



