حامد افغان
د قاضي صاحبانو مخته دې دېوالونه یي، کیسه_کا چرته یوه قاضي صاحب ته یوه سړي ډک قفص چرګان ورکړل او مقابل لوري یې پینځه شپږ هیندواڼې ورکړې! ښکاره خبره وه، چرګان ګران بیه وو، قاضي ځان سره پرېکړه وکړه چې د چرګانو وال په ګټه به فیصله کوي، ماخوستن یې چې چرګ وخوړ مېرمني ته یې وویل ته راواخله یوه هیندواڼه! هغې ورته راوړه، چې هیندواڼه یې وڅیرله له منځه یې د سرو زرو دینار راولوېد! بله او بله یې وڅیرله، المهم د هرې هیندواڼې له تک سره لړمانه څخه یو یو دینار رالوېده! چې په یوه دینار څو قفصونه چرګان اخیستل کیدلی شوی.
بناءً قاضي صاحب پرېکړه بدله کړه او د هیندواڼو وال ته یې واړوله. سبا چې محکمه کې قاضي فیصله واوروله د چرګانو وال پرې چیغه کړه او په شِفر کې یې ورته وویل: د سهار د مؤذن څه ګناه وه؟! قاضي ورته وویل: موږ ته معلومه شوه چې هغه منافق دی، خلک لمانځه ته پاڅوي او پخپله لمونځ نه کوي! او د هغه بل په زړه کې ایمان پروت و، هر ځل به مو چې د هغه زړه څیري کړ، له زړه به یې د ایمان ځلانده سپرغۍ راووتلې.


















