شعر/ انس حقاني

د زخمونو په بستر څړیکې ویدې شوې

چې د یار طبيبې سترگې را کږې شوې

 

بخت مې بیا راغی په غیږه کې یې ټینګ کړم

مړوندونو کې مې ماتې زولنې شوې

 

خدازده سر به  د جانان کله خلاصېږي؟

په جرګو خو ورته ستړي قافلې شوې

 

خپل صورت پکې اوس سم لیدلی نشې

مکرجنې دروغجنې ائینې شوې

 

دي هر ځای پرتې د زرو د بُت پښو کې

ککرۍ پر اوږو تېږې شوې درنې شوې

 

د همت باغ مو د اور په باران شين شو

د توپان په شور مو ويښې ارادې شوې

 

د انس د زغم کاسه نسکوره مه شه!

اداګانې دې اشنا بې اندازې

مربوطه مطالب

Back to top button