امت، جغرافيه او هويت!

ليکنه : دادمحمد ناوک

د نړیوال توب په نوم د اروپا په غېږه، ادب، کلتور او ژبه کې د ځان ورکاوی ځینو ته د انسانانو د نږدې کېدو وسیله ښکاري او افتخار پرې کوي، خو په داسې حال کې چې پر دې نړیوال توب کې خپل هویت بشپړ له لاسه ورکوي او یو مزدور ریبوټ ترې جوړېږي.

اروپا چې هم د جغرافيې، هم پیسې او هم قانون او بهرني سیاست له مخې د یو کېدو په وړاندې روانه ده، ورسره يې جوخته دا دعوه هم راپورته کړه چې د دوی د ټکنالوژۍ په برکت نړۍ پر کلي بدلېږي او په کلي باید دومره واړه هويتونه نه وي، د هویت د لوی او واړه لپاره دوی معیار هم دا ټاکلی چې دوی به ځکه پر نړۍ واکمن  او همدې نړیوال توب کې نور ځکه دې ته اړ وي چې د دوی تقلید او پېښې وکړي، چې دوی زور لري، پیسه لري او دا غږ اول دوی را پورته کړی، نو په دې سیالۍ کې که کوم مسلمان هېواد ور ننوځي او دا دوی دا غږ ورسره بدرګه کوي، نو ښکاره خبره ده چې خپل هویت، حیثیت او د مسلمانۍ  غوښتنې به شاته اچوي، ځکه د نړیوال توب اصول  د دوی دا ارزښتونه ورسره نه مني.

ځينې د اسلامي امت له داعيې هم ورته انګېري، دوی ډارېږي چې څوک د ملت پر ځای د امت غږ پورته کوي، ګواکې د اروپايي استبدادیانو غوندې به دا هم د دین په جامه کې د دوی په اصطلاح د عربانو له خوا داسې یو څه وي چې خپل هویت به پکې ورک کړي، خو د نړیوال توب پورته ډول ته بیا دا فکر نه کوي.

نو د اسلامي امت د داعيې ارمان، لوړوالی او بیا راژوندي کول پر دې مانا نه دي چې خپل هویت پکې ورک کړو، د اسلام امت داعیه د همدې لپاره غواړو چې پر نړۍ د انسان واک نه؛ بلکې د الله جل جلاله واک وي، د دې داعیې د عملي کېدو پر ډګر د هر قوم، نژاد، ژبې خو څه چې د هر فرد ټول حقوق خوندي وي. خو دا مو باید په یاد وي چې په نړۍ کې زموږ هویت مسلمان دی، په مسلمانانو کې بیا د پېژندې په ډول د هویت وړې نښې لرو، چې هغه هم باید وساتل شي، خو دا نښې باید د تعبد تر کچې لوړې نه شي او نه هم پر دې وارزي چې د اسلامي امت داعیې ته پرې تاوان ورسېږي.

خو دا مو بايد په ياد وي چې په اسلام کې له تقوا پرته پر خپل قوم افتخار یا نور مسلمانان پر دې ټیټ ګڼل چې ګواکې زموږ له قوم څخه نه دي، یا له خپل قوم سره مینه خامخا له نورو مسلمانو قومنو سره پر کرکې ودروو، دا نشته؛ اسلام واضح وایي چې تاسې مو ځکه ډلې ډلې پیدا کړئ چې سره وپېژنئ، نو د پېژندنې دا وسیله ـ قوميت، ژبه، نژدا… باید د دې وسیلې نه شي چې پر یو بل د فوقیت دعوه له همدې وسیلو وشي او نه هم د دې وسیلو په اړه بې غوري پکار ده، ځکه چې اسلام خو موږ ځکه پر قومونو ویشلي يوو، چې سره وپېژنو، د نو پېژندلو لپاره باید خپلې د پېژندنې وسیلې ژوندۍ وساتو.

نو باید په یاد مو وي، چې زه یو پښتون مسلمان یم، پښتونواله مې هیڅ د افتخار خبره نه ده، صرف د پېژندلو وسیله ده، چې هغه مې هم انتخابي نه؛ بلکې فطري ده. ځکه خو د خدای پر وړاندې هم قومونه نه؛ بلکې تقوا مهمه ده.

دویمه چې باید له دې داعیې سره جوخته ياده شي داده، چې هغه څوک چې د اسلامي امت د پلوۍ غږ کوي، دوی که بیا د خپل هېواد پر جغرافيه یا تاريخ بحث کوي، نو پر وړاندې يې هغوی چې د اسلام امت داعیه خپل تاوان ګڼي درېږي او د استدلال پر ډول هغوی ته وايي چې د امت له داعیې سره د دومره وړې جغرافيې پلویتوب او تشریح ته څه اړتیا ده؟ ښه پوښتنه ده، خو بې وخته ده، ځکه چې په نړۍ کې خو اوس د امت حاکمیت نه دی، بلکې امت پر ملتونو وېشل شوی او په موجوده وخت کې د دې لپاره چې د امت کېدو لپاره فکري کار وشي یا ذهنیتونه جوړ شي، باید موجوده جغرافيه هم وساتل شي، ځکه بې له هغه هم پر نورو جغرافيو چې موږ يې مثلاً زموږ د وړې جغرافيې پر وړاندې خنډ ګڼو او پر خاوره مو خېټه اچوي اسلامي نظام نشته، که هغوی د اسلامي امت داعيه راپورته کړې وای او پر هم دې تمه يې زموږ خاور تر لاس لاندې کولی بیا که يې پر موږ وړاندې خنډ جوړاوه غلطه به وه، اوس خو موږ وینو چې په ټوله نړۍ کې داسې څه نشته، ځکه خو په اوس وخت کې د خپل وړې جغرافيې ساتنه له نورو فکرونو ساتل هم یوه فریضه ده، او په همدې توګه مسوولیتونه وختونو په کتو فعالیت کوي، که مثلاً خدای مه کړه داسې وخت راغی چې زموږ پر دې وړه جغرافیه هم په بشپړ ډول هر ځای کفر حاکم شو، نو بیا باید د خپل کور په دېوالو کې اسلامي فکر وځلوو، یعنې له بې وسۍ دومره راوړېږو چې ان د اسلامي امت نړیواله ادعا یوازې د خپل کور په دېوالو کې ژوندۍ ساتلی شو، نو د اسلامي امت داعیه اوس یوازې داعیه ده، نه موجود واقعیت، خو که عملي شي او واقعیت شي نو بیا که لا هم څوک په وړه جغرافيه پسې نښتي و، د اسلامي امت د یووالي پر وړاندې به بې له شکه خنډ وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button