یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

د بشري حقوقو د څار بنسټ راپور که د مدرسو ضد مبارزه؟

fateh1 نشرونکی: fateh1
فبروري 18, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
7
ځلې شریک شوی
93
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

ليکنه : عبدالله مسافر

د چهارشنبې په ورځ د بشري حقوقو د څار بنسټ «طالبانو کې د ماشومانو استخدامول زیات شوي» تر عنوان لاندې راپور نشر کړ، په راپور کې ادعا شوې چې د ۲۰۱۵ له نیمایي نه وروسته د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف طالبانو په خپلو صفوفو کې د ماشومانو استخدامول زیات او ګړندي کړي.

دغه بي بنسټه راپور کاږي چې د دې سازمان تحقیقات څرکندوي چې طالبان ماشومانو ته په مدرسو کې نظامي روزنه ورکوي او بیا ترې په عملیاتو کې او هم ماینونو جوړولو او ځای پر ځای کولو کې کار اخلي، او دې ادعاوو ته یو نوعه سند پیداکولو لپاره دا راپور په ډاګه کوي چې ګواکې دوی د هغو ۱۳ ماشومانو کورنیو سره مرکې کړې چې د طالبانو په لیکو کې جذب شوي او دا مرکي یې د مدني فعالانو، سیاسي پوهانو او د ملل متحد له لوري تصديق کړي.

راپور بیا وايي چې د ماشومانو د استخدام لړۍ هغه وخت زیاته شوه کله چې طالبانو د هيواد په شمال کې د ۲۰۱۵ کال د اپریل په میاشت کې په ګړنديو عملیاتو پیل وکړ، او دې کار طالبانو ته دا زمینه په لاس ورکړه چې تعلیمي ادارې تر خپل اثر لاندې راولي، له دې لارې په دې مدرسو کې د ماشومانو تلقین له ۶ کلنۍ شروع کیږي او تر ۷ کاله دوام لري، چې په لړ کې يې ماشومانو ته نظامي روزنه ورکول کیږي، په دې کې د توپک او ماینونو کارول شامل دي، له دې مرحلې نه وروسته طالب استاذان دا ماشومان جنګیالي طالب ګروپونو ته په لاس ورکوي.
د دې راپور له ټولو بې باکه ادعاوې لاندې دوه دي.

د طالبانو مدرسې بې وزله خلک جلبوي او د دوی مصرفونه په غاړه اخلي او هم د دوی کورنیو ته نغدي پیسې ورکوې، هغه ماشومان چې طالبانو خپلو لیکو ته جذب کړي وو، هغوی د مدرسې دائمي شاګردان وو او هغه ماشومان چې دوی سره نه وو یوځاي شوي هغوی بیا په څنګ کې حکومتي مکتبونو ته هم تلل.

راپور بیا د مدرسو او دیني زدکړو مکاتب د بندولو لپاره هغه «د أپشنل پروټوکول» (The Optional Protocol) مادې ته اشاره کړې چې د «نړیوال بشرې حوقوق قانون» (International Humanitarian Law) په « جنګ کې د ماشومانو استخدام» (Involvement of Children in Armed Conflict) په باب ذکر شوي، «د آپشنل پروټوکول» ماده بیا په حکومتونو غږ کوي چې «هر هغه اقدام وکړي چې د داسي استخدام او استعمال مخه ونيسي، آن قانوني حکم، چې په مرسته يې وکولای شي داسې عمل ممنوع او جرم وګرځوي».

راپور بیا په داسي شکل پای ته رسیږي چې هغه مرکې ذکر کوي چې د راپور په شروع کې ورته اشاره شوې؛ خو په دې شرط چې د امنیت له وجې نه د ماشومانو اصلي نومونه ذکر شوي او نه یې د خپلوانو، او نه هم د مدرسو نوم ذکر شوی او نه هم د هغه طالب قومندانانو نومونه ذکر شوي چې دا کار يې انجام کړی؛ ولي چې طالبانو سره رابطه ممکنه نه وه!!!

دې نړیوال بنسټ ته بايد د زړه له کومې شاباسی ورکړل شي؛ ولي چې په ډیر مهارت سره یې کوشش کړی ترڅو په داسې شواهدو راپور تهيه کړي کوم چې په یوو نړیوال قانون کې هم وزن نه لري او بیا د دې بې بنسټه راپور له مخې د اسلام مقدس دین په ضد د خپل نفرت اظهار کول یقیني د دوی غیر مسؤولانه چلند او بې کفايتي ډیره ښه څرګندوي.

نه پوهیږو چې د کندوز مبارکې فتحې، اشرف غني، خارجيان او د دوی مزدوران ولي دومره په قهر کړي؟ که تاسو پام کړی وي نو د کندز فتحې په اوایلو کې هم یو داسي بي بنیاده راپور «د نړیوال بښني سازمان» نشر کړ چې پکې په طالبانو د جنسي تیري او غیر قانوني وژنې تورونه پوري شوي وو خو سمدستي د کندوز غیور ولس له خوا او هم د کندوز حکومتي چارواکو له خوا رد شو، له دې وروسته «الجزیره انګلش» ټلویزون داسې یو راپور نشر ته وسپاره او په هغه کې يې داسې بې مسؤلانه خبرې کړې وې چې ګواکې په کندوز ښار کې د انجونو مدرسې، دوی منحرف فکر ته اړباسي او پکې د ښځود حقوقو سازمان اندیښنې هم ځای شوې وې، چې په هغو کې يې بيا په حکومت غږ کړی و چې د دې دیني مدرسو مخه دي ونيسي، او د اوسني راپور نه یو څو ورځي مخکې هم اشرف غنی او عبدالله په طالبانو غږ کړی وو چې په جنګ کې د ماشومانو استخدامولو نه دې ډډه وکړي او په عین وخت کې یې ورته د صلح یا په بل تعبیر د تسلیمیدلو او شرم وړانديز هم وکړ.

د دې ټولو اظهار نظرونو نه معلومیږي چې د دښمن سر اوس هم د کندوز د فتحې له امله ډیر سخت درد کوي او په دې فتحه کې د خپل زوال نښي ورته له ورایه ښکاري؛ نو اوس چې یې طالبانو سره د جنګ توان له لاسه ورکړی، غواړې چې غچ له مدارسو واخلي؛ ولي چې دا هغه مراکز دي چی دا ۱۴۰۰ کاله دمسلمانانو روزنه کوي او دین یې په خپل اصلي شکل نسلونو ته انتقال کړی.

مخکینې مطلب

نماز پیامبر(صلی الله عليه وسلم ) از تکبیر تا تسلیم / جز چهارم

بل مطلب

پګواش مؤسسې په کابل کې دفتر پرانیست

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com