لیکنه: کامران میاخیل
څرنګه چې الله ﷻ د افغانستان جغرافیه په بیلابیلو قومونو او قبیلو باندې پوښلې ده، لله الحمد دوی مسلمانان او له یوې اسلامي عقیدې څخه برخمن دي، ټول مسلمانان سره وروڼه او د دوی ترمنځ خپلولۍ او دوستانه اړیکې شتون لري، په اسلام سره راټول او د یو جسد حیثیت لري، د دوی یو پر بل بهتري او فضیلت په تقوی سره ده؛ لکه څرنګه چې الله ﷻفرمایي:
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (الحجرات 13)
ژباړه: ای خلکو! بېشکه مونږ تاسې (ټول اصلاً) له یوسړي ( ادم ) اوله یوې ښځې (حوا ) څخه پیداکړئ او بیا موږ تاسو قومونه او قبیلې وګرځولئ، ترڅو یو له بل سره وپېژ نئ؛ په حقیقت کې د الله تعالی پر وړاندې ترټولو زیات عزتمند هغه څوک دی چې په تاسو کې تر ټولو زیات پرهېزګاره او متقي وي؛ بېشکه الله ﷻ په هرڅه پوهېدونکی او خبرداردی.
همدارنګه په یو بل آیت کریمه کې الله ﷻ داسې فرمایي:
وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا(آل عمران: 103)
ژباړه: او منګولې ولګوئ (اې مؤمنانو!) په رسۍ د الله (چې قرآن دی) ټول او مه سره مختلف کیږئ (وروسته له اسلامه څخه).
په دې آیت کریمه کې الله ﷻله ټول امت مسلمه څخه د یوالي او اتفاق غوښتنه کړې، نو باید موږ مسلمانان ټول سره یو او دالله ﷻ د مبارک کتاب (قرآن) احکام ټینګ ونیسو.
همداراز نعمان بن بشیر (رضی الله عنه) فرمايي چې رسول الله ﷺوفرمایل:
«تَرَى المُؤْمِنِينَ فِي تَرَاحُمِهِمْ وَتَوَادِّهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ، كَمَثَلِ الجَسَدِ، إِذَا اشْتَكَى عُضْوًا تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ جَسَدِهِ بِالسَّهَرِ وَالحُمَّى» (صحیح البخاری: ۸ ــــ ۱۰ رقم ۶۰۱۱ )
ژباړه: ته به وینې مؤمنان په رحم، دوستۍ او په مرسته کې یو له بل سره، په شان د یوجسد دي، هرکله چې بدن له درد د یو اندام څخه فریاد کوي؛ نو د جسد نورې برخې یو بل ته په بې خوبۍ او تبې سره بلنه ورکوي.
خو د غرب لاس پوڅي، ګوډاګیان او تش په نوم مسلمانان د خپلو ګټو او غرب ته د وفادارۍ لپاره هڅه او کوښښ کوي چې مسلمانان په قومونو، ژبو او قبیلو سره وویشي؛ د تل لپاره یې تر منځ د نفاق اور بل او مسلمانان یې خس او خاشاک کړي، همدا ډول د شته اسلامي نظام پر وړاندې يې خنډونه جوړکړي زموږ خویندې او وروڼه په یو او بل نوم باندې وکاروي، له دوی څخه د ډال او سپر په شان ګټه پورته کړي؛ ترڅو دوی یو ځل بیا چور او فساد ته لار پیدا کړي؛ خو دا ډول کړنې په اسلام کې ناجائز او ناوړه عمل دي، د دې په اړه رسول الله ﷺفرمایي:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ:«مَنْ خَرَجَ مِنَ الطَّاعَةِ، وَفَارَقَ الْجَمَاعَةَ فَمَاتَ، مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً، وَمَنْ قَاتَلَ تَحْتَ رَايَةٍ عِمِّيَّةٍ يَغْضَبُ لِعَصَبَةٍ، أَوْ يَدْعُو إِلَى عَصَبَةٍ، أَوْ يَنْصُرُ عَصَبَةً، فَقُتِلَ، فَقِتْلَةٌ جَاهِلِيَّةٌ …»[صحیح مسلم: ۳ – ۱۴۷۶ رقم ۵۳- ۱۸۴۸]
ژباړه: ابي هریرة (رضی الله عنه) فرمایي: چې رسول اللهﷺ وفرمایل: څوک چې د امام له پیروۍ څخه ووځي او د مسلمانانو له جماعته جداشي(چې په یو امام راټول وي) بیاپه همدې حالت مړشي؛ نو دغه شخص د جاهلیت په مرګ مړشو او هغه څوک چې جګړه کوي د داسې یو بیرغ لاندې چې حق او باطل یې معلوم نه وي؛ غصه، بلنه، مرسته او همکاري یي هم دقومیت لپاره وي؛ بیاپه همدې حالت کې ووژل شي، نو دا شخص هم د جاهلیت په مرګ ووژل شو.
په افغانستان کې یولوی او طولاني انقلاب تېرشو، هرچا د خپلو شومو موخو اوګټو لپاره ازغن بوټي کښېنول، چې د تل لپاره سر خوږی او تل افغانان ترې وکړېږي؛ نوباید زمونږ وروڼه او خویندې ویښ، زیرک او بیدار واوسي؛ ترڅو د دښمنانو په دام او فریب کې راګیر نه شي، نه هم خپل هیواد اوملت یوځل بیا د ړنګولو او دربدرۍ لوري ته بوځي بلکې باید ټول افغانان د هېواد د پرمختګ او بیا رغونې لپاره لاس په کار او سره یوشي او د شته فرصتو څخه پوره ګټه پورته کړي او د اسلام دښمنانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.


















