ليکوال: استاد فضل ولي «ناګار»
په نارو مې ستونی وچ شو څوک یې ناوري
د کاڼه بادار دهقان به یم تر کومه
چا رېښتیا ویلي ، چې په اسمان کې له خبرو (الفاظو ) نه بل لوړ او ارزښتمن توکی نه و ، چې ځمکې ته ډالۍ شوی وي ، د اسلام پر ستر پیغمبر (صلی الله عليه وسلم ) هم لومړی غږ د (( اقرأ)) (ولوله ) وشو ، شک یې مه ګنئ ، چې که د افهام او تفهیم له پاره ټکی او توري نه وي ؛ نو نړۍ به د پرمختیا د معراج مخ هم نه ؤ لیدلی . له همدې کبله یو لودیز وال عالم ((ماروین )) ټینګار کوي ، چې که څه هم د تمدن په ارتقا کې به د نورو وسایلو ارزښت وي ، خو د الفاظو حیثیت پکې ډیر لوړ دی ، دغه د غڼې د تارونو نه ډیر نازک توري دي ، چې د ځمکې او اسمان ډیر درانه او ځواکمن موجودات په قابو کې ساتي .
د ټکیو له مناسب ترتیب نه ادب زیږي ، او نن موږ د همدغو تورو ټکو او الفاظو د یوه هنرمن او داسې فنکار په باب خبرې لرو ، چې نه یې کومه مرسه او ښوونځۍ لوستی او نه یې له کومه استاذه څه اوریدلي ، خو په پښتو ادب کې یې تلپاتې مقام کټلی دی .
دادب د کره کتونکو په اند د یوې تخلیقي چارې د سرته رسولو له پاره د مشاهدې ، مطالعې او مراقبې اړتیا وي ، دارواښاد ملنګ جان مطالعه کتابي اومکتبي نه بلکې فظري وه ، هغه دفطرت شاګرد ؤ ،خو له شعره یې ښکاري ، چې مشاهده یې ډیره تیزه او مراقبه یې ډېره ژوره وه ، د ارواښاد ملنګ جان د شعر له مطالعې دا هم جوتیږي ، چې شعر الهام دی ، او که دلته لږ تم شو ، او د (امد ) او (اورد ) تغیرونه ومنو ،نو که په اورد کې هرڅومره شوروي ،خو د لږې شېبې له پاره وي ، په اصل کې ((امد )) د الهام رېښتینی تعبیر وي ، او همدغه الهام دی ، چې شعر ته ابدیت وربخښي ، داسمه ده ، چې ملنګ جان ړومبی سواد نه لاره ؛خو ارواښاد د شاعرانه ذوق لاره ، او دافطري او الهي بښنه وه چې ارواپالې شاعري یې پرې ولوروله .
ذوق که د فلسفې له مخې د تعقل ، ارداک او احساس نوم دی ، خو اسلامي عرفان یې ډیر لوړ تعبیروي ، پدې ډول چې ذوق له حواسو او عقل پرته د علم یو بل ماخذ دی ، دا یو باطني ادراک دی ، چې د هستۍ غیرزماني او غیرمکاني عالمونه منکشف کوي ،ملنګ جان ته خدای (ج) د ظاهري علم پر ځای دغه باطني ادراک او شاعرانه ذوق ورکړی ؤ ، او دایې د شعر د ابدیت رېښتینی تفسیر ګنلی شو .
شاعر ، عارف او فیلسوف د مشاهدې او مراقبې د اوږدې لارې ملګری ښکاري د درې واړو کار له ((غیب )) او ((خیال)) سره دی ، خو دلته د فلسفې ستونزه د ذوق نشتوالی وي ، عارف او شاعر د ذوق تر حده هم ملګري پاتې کېدلی شي او دا ځکه زموږ ستر شاعران رحمن بابا ، عبدالقادر خان خټک ، حمزه او الفت ستر عارفان وو، د هند ستر عالم او عارف حاجي امدادالله مهاجرمکي فرمایي : (( زړه هېنداره ده ، هغه د ګلابو په اوبو هم معنا کیږي ، او په پلیتي هم ، چې دلته د رحماني او شیطاني کشف مساله رامنځ ته کیږي ، د هندي جوګیانو ناشنا خبرې د زړه د دوهم ډول د ترتیب زېږنده وي .))
داسمه ده ، چې ارواښاد ملنګ جان دې ته پرېنښودل شو :
وختې چې محروم له علمه زه ملنګ جان پاتې شوم بند په قیامت وي زما لاس د چا ګرېوان سره
خو کوم ژور باطني ادراک چې د غې دردمند او نابغه شاعر لاره ، کلونه کلونه بویه ، چې پښتونخوایې حیران کړي .
شاعري ګوښه نیونه او له ټولنې لرېوالی نه دی ، بلکې یو ډول فکري او عاطفي ریاضت ګرایي ده ، ارواښاد ملنګ جان د زړه په معبد کې معتکف شوی ، او د دې اعتکاف پایله یې ځانګړې اصطلاحات ، کنایې او استعارې دي چې د ده انځورونه یې ګڼلی شو ، پښتو ، پښتون ، پښتونستان ، هېواد ، وحدت او دپښتنو د پرمختګ ستره او لوړه هېله یې چې څه ډول سندریزه کړې ، یواځې دغه نمونې نه بلکې پښتو موسیقۍ ته یې هم یو نوی او تلپاتې رنګ ورکړیدی ، ملنګ جان د خپلو انځورونو او ځانګړواصطلاحاتو دومره مرغوب ګرځېدلی ، چې د یوې شېبې له پاره یې په پرېښودلو هم احتجاج کوي :
چا غوږ کې راته وویل جانان مه یادوه د سرو شونډو دپاسه سور پېزوان مه یادوه
په همدې اړوند د غزل بابا او نومیالی اوراپوه ستر حمزه وایي : (( حقیقت دادی ، چې کوم وخت انساني شعور یا ذهن یو څیزډیر محسوس کړي ، نو هغه کې نقش شي ، او بیا د هغه اثر په انساني اراده مرتب کیږي.)) د ارواښاد شاعر له زړه نه هر راپورته شوی احساس د پښتون ولس د وېښتابه د غورځنګ ارمان دی ،چې بل هر ډول خیال او فکر یې تر خپلو وړانګو لاندې راوستی دی :
خوځوه تورې کیږدۍ ترې لاندې ځوانان وېښ کړه نا اشنا خلک ښکاریږي د خوشال بابا دیروکې
زموږ د ملي شاعر اسمانڅکي پیغام راښکون ،جامعیت او ټولمننه د هند د نومیالي عالم او انقلابي سیاستوال مولانا ابوالکلام ازاد د یوه اقتباس په هېنداره کې ښه ترې ر اځېلدلی شي :
(( په نړۍ کې چې کوم شی څومره حقیقت ته نږدي وي ،هماغومره اسان او زړه راښکونکی هم وي ، ستونزه او کړکیچ تل له تکلف او ګډوله پیداکیږي ، نو کومه خبره چې رېښتینی او حقیقي وي ، ضروري ده ، چې سیده ، ساده او زړه مېشتې هم وي ))
ارواښاد ملنګ جان چې پښتو موسیقۍ ته کوم تحرک اونوښت ورکړی ، او د عشق له نهیلي کوونکو داستانونو نه یې د ملي ارمانونو په انځور اړولی ، له شک پرته یې دایوه ابتکاري کارنامه ده ، پخواني او زاړه نوښتونه یې کارول ، دیوه ادیب سقوط په نښه کوي ، خو د ملنګ جان شاعري پر خپل ځای د جدت او جدیت هېنداره ده .
ارواښاد ملنګ جان هغه فنکار دی ،چې د خپل تخیل انځور ته یې د الفاظو داسې لباس جوړ کړی ، چې ورسره برابر او ډیر ښه ښکاري ، دغه ډول د وجدان ادراک ته دعقل او پوهې رنګ ورکول او بیا یې په ملي او ولسي سلیقه او ذوق برابرول د هر چا د وس کار نه دی ، ښایي ، دا دفصاحت او بلاغت وراخوا د (( امد)) کوم ځانګړی کیفیت وي ، همدلته ده ،چې ملنګ جان الهامي شاعرؤ ، او داپوښتنه دلته څرګند غبرګون لري ، چې شعر الهام دی ،
دختیځ د نومیالي فیلسوف علامه اقبال د ارواپالې شاعرۍ کره کتونکي هم ګروهمن دي ، چې شاعر ته کوم کلمات الهامیږي ،ړومبی پرې نه پوهیږي ،همدغه حالت د علامه اقبال هم ؤ ، چې تل به خپلې نه پېش بیني شوې ابداع ته حیرن ؤ .
د ملنګ جان د روح تصویرونه و قلبي واردات او ذهني کیفیت د ده د شعر په هر سندریز تال کې د الفاظو پردې څېرې کړیي، او بې نقابه ښکاري او دې ته هوډمن دی چې د شېرشاه سوري او احمدشاه ابدالي له پیغامه د زمانې ګردونه وڅنډي او دغه پیغام د خپل شعر په شبیلۍ کې زمزمه کړي :
خدایه (ج) څه شو پښتنو کې هغه ګڼ ګڼ کمېسونه چې به تله د ننګ ډګر له په ګډا په اتڼو کې
دملنګ جان په شاعرۍ کې چې کوم پیغام په زمزمو دی، هغه د نه اېلېدونکي اولس په زړه کې هغه خوبولې هېله ده ، چې راوېښول غواړي ، ملنګ جان د پیغام شاعردی او بې پیغامه شعر خو هغه لیک ته ورته دی ، چې مرسل الیه معلوم نه وي ، د ارواښاد د شعر او خیال شور او عاطفه هنګامي او انعکاسي نه ده ،چې د سېلاب غوندې لوړ زوږ لري ، خو لږه شېبه وروسته بې ابه شي ، ملنګ جان د زمانو شاعر دی ، ترڅو چې داجهان ودان وي ، دملنګ شعر به په پښتني جذبې تاندې او روحونه خوشبویه ساتي :
باد به مې یونسي ستاله دروازو
روح د ملنګ جان دی تاته په زارو

















