رئیس صیب! کاراهل ته وسپارل شو؟!!!

کابل ټکی کام ۰۸کب/۱۳۹۴، لیکنه: شبیر احمد عثماني
د۱۳۷۱ هـ ش دمخه او وروسته زمونږ پر هیواد ډیر وختونه داسې حاکمان راغلل، چې ملت یې ترستوني ونیو او تر آخري حده یې د ملت وینې وزبېښلې. د کمونستانو حکومتونو پر وخت هم بې سوادان خو د کاجي بي جاسوان وزیران قوماندانان والیان مقرر شوي وو، او بیا د مجاهدینو د بریالیتوب پر وخت هم.
پدې لړ کې تر ټولو زیات ریشخند د شمالي ټلوالې لخوا رامنځته شو، چې هم یې مجاهدین وشرمول او هم پوځې رتبې.
طالبانو هم یوه دوره مضبوط حکومت کړی دی، له رئیس نه نیولې تر وزیر پورې یې ټول دیني علماء مقرر کړي وو، او په هر وزارت کې یې مقرر کړي خو هیڅ یو یې نه د جنرالۍ رتبه واخیسته، او نه یې کوم یو خپله رتبه ثبت کړه. بلکې د خادمانو په څیر یې کار وکړ، په ښه ډول یې ټول اصول او قوانین مراعات کول او نه یې نور څوک له قانون څخه سرغړونې ته پرېښودل. ښه حکومتولي یې درلوده، نو ځکه خو یې هېڅ یو تن د بېلګې په توګه هم نلرو، چې ووایو فلان مولانا صیب جنرال شو، یا انجینر او ډاکتر شو. دا هم باید ووایو چې هر وزارت ته یې چې کوم کسان ټاکلي وو، ډېر پرځای او وړ خلک وو، که دوی کوم داسې نامناسبه کار کړی وای، نن به د دښمنانو خولې په چیغو او پرپاګنډونو شکېدلې وای.
شیرمحمد عباس ستانکزی، مولوي وکیل احمد متوکل، عبدالسلام ضعیف او سیدمحمدحقاني یې ددیپلوماتانو له جملې څخه وو، چې نن یې هرڅوک د بهترینو دیپلوماتانو په توګه پېژني. مولوي جلال الدین حقاني، شهید ملاعبیدالله اخند، ملافاضل اخند اوشهید ملادادالله یې پوځي سرلښکران وو. نن هم ټوله نړۍ د دوی پوځي مهارتونو اوپوځي رهبري ته ګوته په غاښ دي. ملا امیرخان متقي، مولوي حمدالله نعماني، عبدالسلام خادم نورالدین ترابي او داسې نور ټول هغه وزیران وو چې د چارو په مدیریت کې یې ساری نه لیدل کیږي، په لږو امکاناتو یې خپل ټول کارونه داسې تنظیم او پرمخ بیول چې هیڅ کار یې دخنډ او ځنډ سره ندی مخامخ شوی، د چارو په اداره کې د اقتصادي او پرمختیایي چارو مسئول مولانا شجاع الملک وو، د کرزي د رژیم پر وخت مې د ده له یو مامور نه وپوښتل چې د مولانا صیب پر وخت کومې اقتصادي او پرمختیایي پروژې چې تصویب او ترتیب شوې وې، له ارزښته ولویدې که څنګه؟ راته ویې ویل، چې هئڅ یوه پروژه یې هم بې ارزښته شوې نده، یوازې دومره توپیر لري، چې موجوده رژیم ورته بودیجه سل برابره زیاته کړه، ځکه چې ټولې پیسې شخصي جیبونو ته روانې دي.
د اوسني حکومت او رژیم زیاتره مسئول چارواکي جعلي مفسدین او غله دي، اکثرو یې جعلي اسناد جوړ کړي، او د پوهنې او عالي تحصیلاتو په وزارتونو کې یې د تش په نوم ارزیابي وروسته له خپلو سوانحو سره ضمیمه کړیدي، پرون مې په فیس بوک کې د رمضان بشردوست یوپوسټ ولید، چې د کورنیو چارو وزارت لپاره د نومول شوي وزیرتاج محمد جاهد پربیوګرافي یې په لاندې ډول کښلی وه.
تاسې د نومول شوي داخله وزیر بیوګرافي وګورئ چې دا پخپله تاج محمد جاهد نشر کړې ده، که ضمیر او وجدان لری، شاید په ده وخاندی، او د هېواد او خپلو خلکو په حال وژاړی!
د ده د سوانحو له قراره تاج محمد جاهد په ۱۳۴۴ هـ ش کال کې زېږېدلی اوپه اوولس کلنۍ کې له دولسم ټولګي نه هم فارغ شوی دی، اوبیا یې ۱۳۶۱ هـ ش کال کې جهاد پیل کړی دی.
ټول پدې پوهیږو چې یو شاګرد په اووه کلنۍ کې په مکتب کې شاملیږي، او ۱۲ کاله باید مکتب ولولي، اوپه ۱۹ کلنۍ کې فارغ شي. څنګه؟ آیا امکان لري چې جاهد په اوولس کلنۍ کې لېسه خلاصه کړې وي، او بیا یې په جهاد پیل کړی وي؟.
د جاهد سوانحو ته په کتوسره نوموړي په پاکستان کې د نرسنګ په رشته کې زدکړې کړیدي، مګر په کوم پوهنتون یا انسټیټیوټ کې؟ او یا د نرسنګ په کوم کورس کې؟ هېڅ معلومه نه ده.
دا هم ښه په غور او دقت سره وګورئ، چې په ۱۳۷۱ هـ ش کال د جهاد د بریالیتوب پر وخت جاهد چې د نرسنګ کورس یې لوستلی دی، فوراً د برید جنرال رتبې ته ارتقا کوي. څنګه؟ او څه قسم ؟ کوم قانون یو نرس ته د برید جنرالۍ رتبه ورکوي؟
– تاج محمد جاهد لیکي د طالبانو پرخلاف یې د احمدشاه مسعود تر قوماندې لاندې ډیرې لاسته راوړنې درلودې……. ) حال دا چې نوموړی د پنشېر په غارونو کې پټ وو، خو کله چې د امریکا بې ۵۲ ډوله طیارو په مټ د طالبانو حکومت سقوط وکړ، د شمالي ټلوالې لنډه غر کابل ته ننوتل، ۱۳۸۱ هـ ش کال وو، چې جاهد د حربي پوهنتون نه فارغ شو، پداسې حال کې چې نوموړي د ۵۵ فرقې قوماندان هم وو.) ډیره خندوونکې ده. ایا یو څوک چې برید جنرال هم وي، د یوې پوځې فرقې قوماندان هم وي، د حربي پوهنتون شاګرد کېدلی شي؟ یا د حربي پوهنتون یومحصل بریدجنرال او د یوې پوځي فرقې قوماندان هم کېدلی شي؟ ډیره عجیبه نده؟ حربي پوهنتون یو کال ده، او که څلورکاله؟ نوموړی د کرزي د مؤقتې ادارې پر وخت ۱۳۸۱ هـ ش کې په یوکال کې وکولی شول، په عالي درجه د حربي پوهنتون نه دیپلوم ترلاسه کړي. دا څنګه محصل وو چې د حربي پوهنتون له زده کړې تر مخه جنرال شوی وو؟
او بیا یې یوکال وروسته سمدستي د تورن جنرال رتبه هم ترلاسه کړه، ډیره جالبه نه ده؟؟؟ له برق نه هم تیز وو.
داسې جعلي جنرالان چې د دې ملت د کورنیو چارو وزیر شي، څه فکر کوئ چې ملت ته به څومره خدمت وکړي؟ څومره به د ملت په خیر وي؟ څومره به دا ملت نور وزبېښي؟ څومره به په هیواد کې پردي استخبارات نورې ریښې وځغلوي؟.
دا یقیني خبره ده چې زمونږ هېواد له سختو شېبو نه تیریږي، ولسونه مو د جاهل قیادت په دام کې پرېوتی دي. ولسونه باید نور بیدار شي، نور باید خپل واقعي مشرتابه او زعامت وپېژني.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button