د بغاوت په موخه د دوستم نظامي هڅې!

« تبصره »
د ملي يوالې حکومت لومړی مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم جوزجان ته تللی ، چې په څو ولايتونو کې به د طالب وسله والو سره د اوږدې جګړې وروسته د طالبانو په ولکه کې سيمې د خپل کنترول لاندې راولي او دهغو پوليسو غچ به له طالبانو اخلي چې په شمالي ولايتونو کې وژل شوي .
راپورونه څرګندوي ، چې په جوزجان کې د ازبک مليشو پخوانی قوماندان د زرګونو پوځونو په ملتيا د درزاب او قوش تپه ولسوالیو په لور روان شوی دی.
د دې ولسواليو د روانيدو پرمهال دوستم وويل: چې طالبان بيا په افغانستان کې نظام نشي جوړولی او نه به د امارت تر نامې لاندې بيا حکومت جوړکړي.
دوستم دا وينا په داسې حال کې کوي، چې د ملي يوالي حکومت په کورنيو اختلافاتو کې راګير دی ، د دفاع وزارت ته تراوسه پورې د اختلافاتو له امله څوک وزير نه دی ټاکل شوی او د کورنيو چارو وزارت ستونزه کې د کورنيو چارو د وزير علومي پرځای تاج احمد جاهد وټاکل شو او علومي هالنډ ته د سفير په توګه ولېږل شو .
څو ورځې وړاندې د ملي يوالي حکومت سره د جنرال دوستم له اختلافاتو رسنيو پرده پورته کړه ؛ خو دوستم د خپل بغاوت لپاره حالات ساز ونه بلل ، ویې ويل: سره له دې، چې له ملي يوالي حکومته سره يوڅه ستونزې لرم؛ خو له حکومته تللی نه يم.
جنرال دوستم، چې د ملي يوالي حکومت ورته نظامي اړتيا لري او هم دا انديښنه لري که بغاوت وکړي د ډاکټرنجيب الله د حکومت او نظام په څېر به د ملي يوالي حکومت هم نسکورشي .
د دوستم وينا، چې بيا طالبان په افغانستان کې خپل نظام نشي جوړولی او ورسره يې په څرګند ډول مخالفت وکړ د هغه لپاره د بغاوت لاره پيداشوه، چې که د سولې خبرو د پرلپسې غونډو سر و اخست نو دوستم خو يې د مخه مخالفت کړی دی.
د ملي يوالي د حکومت پر خلاف به د مخالفت بيرغ پورته او د ملي یوالي حکومت د اقتدار څوکۍ به په درې پښو شي، چې د سياسي سقوط هڅه کونکي ورسره بیا خپله ملګرتيا کوي او نظام به نظام پاتې نشي.
که د سولې خبرو کلونه وخت واخست نو جنرال دوستم ځان خپل هدف ته، چې د ګډ حکومت نقشه ورته ورکړل شوې په ده ځان رسوي بيا نو د ملي يوالي په حکومت کي بل ځوان نشته، چې د دوستم د بغاوت مخه ونيسي او يا د ملي يوالي نظام مخالفت وکړي.
که طالبانو سره خبره جوړه شوه دوستم خو ترکيې ته د تيښتې لاره ليدلې ده او که پاتې شوه خپله مليشه يې بيا په لار اچولي او پوځي ټولګي يې منظم کړي دي ، که څه هم دوستم له فاريابه زړه ماتی کابل ته راستون شو او د۵۰۰۰ پوځ په ملتيا يې د طالبانو سره د جګړې توان د لاسه ورکړ په جوزجان کې يې هم همدا حال دی ؛ خو انديښنه داده چې د لمروهلو خټو لږې اوبه هم بس دي. د دوستم نظامي هڅې د بغاوت په موخه دي او يوازې د دوسم بغاوت موجوده حکومت د نجيب په برخليک اخته کولی شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button