کابل ټکی کام (جمعه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۳ل)
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وړمه ورځ له فلسطيني مشر محمود عباس سره په کتنه کې ويلي، چې انقره له فلسطينيانو او د هغو له ارمانونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او دغه راز به نړۍ دې ته اړه کړي، ترڅو پر اسرائيلو لا ډېر فشار راوړي.اردوغان دغه راز ځينې لوېديځ هېوادونه له اسرائيلو پر ملاتړ ملامت کړي او پر اسلامي هېوادونو يې غږ کړی، چې غزه کې د يو دايمي اوربند د ټينګښت لپاره کار وکړي.دواړو مشرانو د اوربند د روانو خبرو او غزه او سيمه کې پر يو شمېر نورو مسايلو هم خبرې او د نظرونو تبادلې کړي.ترکيې له دې وړاندې له اسرائيلو سره سوداګري درولې او دغه راز په نړيواله محکمه کې يې د سويلي افريقا له دريځ څخه هم ملاتړ کړی.


















