کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ وږی، ۱۴۰۳ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که د فلسطين قضيه حل نشي اسراييل به په اوږدمهاله جګړه کې ښکيل شي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام خبرداری ورکړی، که د فلسطین قضیه حل نه شي، ښایي ټوله اسلامي نړۍ په جګړه کې ښکېله شي.
د ولسمشر اردغان په خبره د فلسطین قضیه ورو ورو پیچلې او سختېږي او ټولې نړۍ ته به منفي پایلې ولري.


















