ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د حج فضيلت
په احاديثو کې د حج دومره فضيلتونه راغلي کوم چې يو مسلمان واوري نو د حج په ځنډولو کې بيا همت نشي کولای، د حج له امله د الله تعالی جل جلاله له لوري مغفرت، له دوزخ څخه آزادي، د الهي رضا ترلاسه کول، د درجو بلندي او نور بې شميره اجرونه او ثوابونه ترلاسه کيږي .
له ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه کوم عمل تر ټولو بهتر دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : په الله او د هغه په رسول باندې ايمان راوړل، پوښتنه وشوه بيا کوم دی؟ ورته وې فرمايل : د خدای جل جلاله په لار کې جهاد کول، پوښتنه وشوه بيا کوم دی؟ ورته وې فرمايل : حج مقبول ([1]).
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : څوک چې د الله تعالی لپاره حج وکړي او د حج پر مهال له خپلې ښځې سره همبستري ونکړي او نه په فسق کې مبتلاء شي نو دا کس به له ګناهونو څخه داسې پاک صاف بيرته راځي لکه په کومه ورځ چې له مور څخه د پيدا کيدو په ورځ پاک صاف وو ([2]) د دې مطلب دا دی چې هغه محض د الله تعالی د رضا او خوشنودي لپاره او يوازې د هغه جل جلاله د حکم په ځای کولو لپاره حج وکړي، او د حج په وخت کې کوروالی ونکړي، په فحش خبرو کې اخته نشي او په داسې خبرو کې اخته نشي کومې چې جماع کولو ته بلنه کوي، او د حج په وخت کې د کبيره ګناهونو ارتکاب ونکړي او په صغيره ګناهونو باندې ټينګار ونکړي ([3]).
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : يوه عمره تر بلې عمرې کفاره ده د هغو وړو ګناهونو لپاره کوم چې د همدغو دواړو عمرو په مينځ کې شوي وي، او د حج مقبول بدله (عوض) له جنت پرته بل هيڅ شی نه ده ([4]).
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : حج او عمره کونکي د الله تعالی ميلمانه دي، که چيرته هغوی له الله تعالی دعا وغواړي نو الله تعالی د هغوی دعا قبلوي، او که چيرته مغفرت وغواړي نو هغوی ته مغفرت کوي ([5]).
او د هغو خلکو لپاره کوم چې د حج نکولو (ځنډولو) لپاره ډول ډول بهانې کوي دا حديث کفايت کوي :
له حضرت علي رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : له چا سره چې د حج ضروري سامان وي (يعنې د حج کولو وس او طاقت لري) او بيا هم حج نکوي نو په دې سره هيڅ فرق نه پريوځي که هغه يهودي مړ کيږي او که نصراني مړ کيږي، يعنې خوښه يې چې له حج نکولو وروسته يهودي مړ کيږي او که نصراني مړ کيږي ([6]).
در جوانی توبه کردن شيوه پيغمبری است
وقت پيری ګرګ ظالم می شود پرهيز ګار
په ځواني کې له ظلم او ګناه څخه توبه کول د پيغمبرانو خوی دی
په زوړوالي کې خو ظالم ليوه هم پرهيز ګار جوړ شي
([1]) رواه البخاري ومسلم، مشکوة المصابيح، کتاب المناسک، حديث نمبر : ۲.
([2]) رواه البخاري ومسلم، مشکوة المصابيح، کتاب المناسک، حديث نمبر : ۳.
([3]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۶۱۹.
([4]) رواه البخاري ومسلم، مشکوة المصابيح، کتاب المناسک، حديث نمبر : ۴.

















