کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
د امريکا په لاس انجلس کې له کنټروله د وتلې ځنګلي اور لګېدنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي او د شاوخوا ۳۵ زره کورونو او سوداګريزو ودانيو برښنا پرې شوې ده .سربېره پر دې له ۱۲ زره ډېر کورونه او ودانۍ ويجاړ شوي او له ۱۵ زره هکټاره ډېره ځمکه سوځېدلې ده.د راپورونو له مخې: د امريکا د کاليفورنيا ايالت په لاس انجلس ښار کې لګېدلي ځنګلي اور لا هم نه دی مهار شوی او د اور وژنې هڅې روانې دي.سي بي اس نيوز ويلي، چې د لاس انجلس ټولې شاوخوا سيمې د اور لګېدنې له امله تخريب او سوځېدلي او لسګونه زره کسان د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوي دي.ځايي چارواکو ويلي، چې له ۱۵۰ زره ډېرو کسانو ته د وتلو او د خپلو سيمو د پرېښودو خبرداری ورکړ شوی او له ۷۰۰ ډېرو کسانو په خوندي سيمو کې پناه اخيستې ده. دشپې له لوري ګرځبنديز هم پلی شوي دي.رسنۍ وايي، چې اوسمهال د لاس انجلس ښار په څلورو ځايونو کې اور لګېدلی او د مهارولو هڅې يې روانې دي.دا اور لګېدنه د دې ښار په تاريخ کې له ټولو ويجاړوونکې او زيان رسوونکې پېښه ګڼل شوې ده.دا اور تېره سهشنبه لومړي ماليبو غونډيو ته څېرمه په يوه غرنۍ ځنګلي سيمه کې لګېدلي و، خو وروسته د سختو بادونو او سيليو له امله نورو سيمو ته هم پراخ شو.
















