کابل تکی کام ۲۳وږی/۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، چې داعش ډلې د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې ۲۱ ښوونځي تړلي دي او زده کوونکي يې له ورتلو منع کړي دي.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمد آصف شينواري رسنيو ته ويلي دي، چې دغه ښوونځي د داعش ډلې له لوري تازه تړل شوي دي.
نوموړي زياته کړې ده، چې د يادو ښوونځيو په تړلو سره نږدې ۱۳ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي او ۲۲۶ ښوونکو خپله دنده له لاسه ورکړې.
شينواری وایي، چې داعش ډلې له دې وړاندې په هسکه مېنه کې هم ۲۵ ښوونځي تړلي وو، چې له امله يې۱۴ زره زده کوونکي او ۴۰۰ ښوونکي بې برخليکه شوي دي.
هېره دې نه وي، چې داعش له دې پرته په نورو هغو سيمو کې هم کوچنيان مکتبونو ته له ورتګه منع کړي، چېرې چې د دوی ولکه شته، خو د سيمې خلک وايي، چې کله مو چې داعش په وژلو او کورونو سوزولو صرفه نه کوي، نو مکتب ته نه پرېښودل خو وړه خبره ده.
سره له دې چې د ننګرهار خلکو په وار وار له حکومته د دغې ډلې پر ضد د عملياتو غوښتنه کړې، خو حکومت تر اوسه د خلکو په غوښتنه غوږ نه دی ګرولی.


















