« تبصره »
په سوريه کې اوربند وشو ، د ملګرو ملتونو د شوې موافقې له مخې يوڅه په جګړه کې راګېر ولسي وګړو ته بشري مرستې ورسيدلې؛ خو په هغه سيمو کې ، چې د بشارالاسد مخالفينو په لاس کې دي اوس هم د بشري ناورين د زياتوالي امکانات شته .
د ملګرو ملتونو لخوا د را بلل شوې غونډې موافقه که څه هم د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د يمستورا يې کامياب اور بند بللی ؛ خو دا نيمګړتيا پکې ليدلی شي ، چې د اسد ځواکونو پر مخالفې لويې ډلې داعش باندې د اور بند زور نه دی راوړل شوی .
هغه وخت ، چې په ملګرو ملتونو کې ،د فبروري په لومړيو کې د سوريې په اړه د اوربند موافقه کيده د امريکا استازي په غونډه کې ، ويلي وو: که دولتي سوريايي پوځونه اور بند مراعت کړي بله مخالفه ډله به پر جګړه لاس پورې نه کړي ، چې همدې وينا په سوريه کې د خانه جنګۍ ( کورنۍ ) جګړې زياتوالي ته لاره هواره کړه .
دا دی اونۍ پوره کېږي ، چې په سوريه کې اور بند شوی دی ؛ خو دا اند ېښنه هم شته ، چې تر اوسه پورې د اور بند په تېره شوې موده کې د بشارالاسد د حکومت او مخالفو بېلابېلوډلو د مشرانو ترمنځ د سولې په اړه نه مذاکرات شوي دي او نه د ملګرو ملتونو په سطحه څه وينا شوې ده .
څه وخت ، چې په ملګرو ملتونو کې د سوريې په اړه موافقه کيده نو پکې دا هم ويلی شوي وو ، چې د اوربند په مهال به په سوريه کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه مذاکرات پيل شي ، چې که مذاکرات د اوام هم وکړي په څو اونيو کې به په سوريه کې سوله رامنځ ته شي په ملګرو ملتونو کې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله زياته اندېښنه ښودل شوې ده ، چې سوريايي وګړي په جګړو او څه له سوريې څخه د اورپايي هېوادونو په لور د تګ پرمهال په سختو لارو د مرګ ژوبلې ښکار شول .
دا منيت شورا په ځای د دې ، چې په سوريه کې د جګړې اور مړکړل شي د سوريې په اړه يې ويلي، که مذاکرات کېږي د سوريې ښځوته دې هم پکې برخه ورکړل شي .
د ملګرو ملتونو د امنيت په نامه شورا تل دامن او د ښځو د حقوقو په نامه په هرهغه هېواد کې ، چې جګړې پکې روانې دي د جګړې دوام او د ښځو حقوق ترپښو لاندې کولو ته يې زمينه برابره کړې ده .
په سوريه کې روسيي ځکه د بشارالاسد پرمخالينو بمباري پيل کړې ده ، چې امريکا او ورسره ملګري هېوادونه يې د بشارالاسد د نظام د ختمولو لپاره هلې ځلې کوي او غواړي د خپلې خوښې حکومت په سوريه کې د عراق او افغانستان په څېر جوړ کړي ، چې روسي او ايران د ملګرو ملتونو د سوريې په اړه پر شوي نيمګړي اور بند نيوکي هم کړي دي .

















