« سرليکنه »
امريکا د نړۍ د پنځو زور واکو هېوادونو څخه په هر اړخېزه توګه ځان لوړ بولي او په رسنيو کې دا ښکاره کوي ، چې په تېرو څلورو لسېزو کې يې روسيي ته په سياسي او پوځي سطحه په غير مستقيم او نا اعلان شوي جنګ ډغره ورکړې ده .
له ۱۸۷۰ څخه تر ۱۸۲۵ پورې ، چې انګريزانو په افغانستان کې د سختو جګړوله امله خورا درانه زيانونه وليدل ، روسيې ځان يو خواته کړی و، که څه هم زوريې درلوده ، چې په ۱۸۸۵کې خپل زور د پنجدې په نيولو ښکاره کړ، هغه وخت د امريکې او بر تانيې ترمنځ د روسيې پرخلاف کوم يوالی نه و؛ خو چې روسانو په افغانستان يرغل وکړ د روسيې د واک پراخيدو په انديښنه پرتانيې او امريکې يوالی پيل کړ ، چې ورسره نورو اروپايي هېوادونو هم د روسيې په ماتولو کې مرسته وکړه.
تر۲۰۰۰ز کال پورې روسيې د خپلې ماتې په اړه فکرونه کول ؛خو د ۲۰۱۲راپه د يخوا يې،چې بيا د زور واکۍ سا اخستې ده . د ازربايجان په شمال کې يې د ياغيانو مرسته پيل کړې او اوس ، چې د افغانستان سره يې بيا د پوځې مرستو سينه وډبوله د امريکې او ورسره اتحادي هېوادونو اندېښنه زياته شوه ، چې که بيا په منځنۍ اسيا کې روسيه لاسونه را اوږده کړي د امريکې پلانو نه به د کاميابۍ درشل ته ونه رسېږي .
په ۱۹۶۴چې ببرک کارمل په لومړي ځل پارلمان ته لاره وکړه د افغانستان او روسيې ترمنځ اړيکې زياتې شوې، چې امريکې له هغه وخته د روسيې پرخلاف سوړ جنګ پيل کړ ؛ خو اوس چې نور په افغانستان کې له امريکې سره د ناټو غړي هېوادونه تاوان په اوږه نه وړي او د ترکيې په څېر نور هېوادونه هم ترې وروسته کېږي له امريکې سره بيا د رسيې د لاسونو د اوږدوالي اندېښنه د ومره زياته شوه ، چې په افغانستان کې يې د ایستل شوو پوځونو څخه بيا ۱۰۰۰ تنه راولېږل ، تر څو خپل حضور په افغانستان کې غښتلی وساتي .
امريکا پر روسيې تورونه لګوي ، چې په سوريه کې د کډوالوڅخه د وسلې په څېر کار اخلي يوه امريکايي پوځي جنرال بريرلف، چې دا مهال په هوايي پوځ کې دنده لري واشنګټن کې يوې غونډې ته ويلي: روسيه يوازي منځني ختيځ ته نه ؛ بلکی ټولې اروپا ته خطردی او د افغانستان په اړه که روسيې بيا له افغانانو سره خوله خوږه کړه بیا يي د راپيښيدونکو ګواښونو مخه نيول اسان کار نه دی .
امريکا او د ناټو غړي هېوادونه په منځني ختيځ کې د روسيې شتون اولاس اوږد يدل خپلو ګټو ته ستر ګواښ ګڼي ؛ ځکه خو په سوريه کې د بمباريو له امله د کډوالو د شمېر د زياتوالي اندېښنه هم څرګندوي، حال دا ده چې د سوريې امنيت د امريکا ، برتانيا او سعودي عربستان لخوا د اسد د مخالفينو په تقويه خراب شوی دی .
که څم دا درې واړه هېوادونه لګول شوي تورونه چې روسيه او ايران يې پري لګوي نه مني؛ خو په سوريه کې امن مخالفينو خراب کړی او د امريکا انديښنه په منځني ختيځ کې د روسيې په پرمختګ زياتېږې.
















