کابل ټکی کام ۲۴وږی/۱۳۹۴
راپور: فیصل روښان
قمندان نظام چې په قمندان نظام قریه دار مشهور وو، تېره ورځ مازديګر مهال ۴ بجې په « اسیاباد » کلي کې چې له خپل زوی سره په موټر سایکل سپور وو د نامعلومو وسله والو له لورې په ډزو وویشتل شو او ځاي پر ځاي يي ساه ورکړه.
دغه راز لږ وروسته په بله ناڅاپي حمله کې بل پخوانی قمندان ملا نیک محمد چې د جنبش دوستم حزب سره يي تړاو درلود، د عزیزي بانګ سره نږدې په زرنج کې سپور وو، چې په موټر سائکل باندې د دوو نامعلومووسله والو له لوري په توپانچې وویشتل شو او ووژل شو.



















