دمارچ اتمه دښځودحقوقود ورکولو که تری داخستلو ورځ؟

سر لیکنه

اروپاېې هیوادونه دخپل کلتوراو مذهب به روایت ځنی ورځی په ځانګړي مراسمو سره نمانځي چې دی کلتوراوس دنړی دنورو هیوادونو ترڅنګ اسیاکی هم دود موندلی دی ؛ په اسیایي هیوادونوکې دمخه دا ورځ نه نمانځل کیده او نه ورته چادومره نظر کاوه.
د اسیايي هوادونوپه اسلامی ټولنوکی دښځو حقوق د۱۴۰۰کالو راپدیخوا په اسلامی اصولو سره سم نمانځل کیږی او هم په اسلامي ټولنه کې دښځوحقوق دنورادیانو په پرتله په هرلحاظ خوند ی ساتل شویدي.
په نورو ادیانو کې ښځی ته یوازی دبشر، اما په اسلامی ټولنه کې یوازی دښځونه بلکه دانسان دانسانی کرامت علاوه، هرسالرونکی وحشی حیوان په خپل خپل ځاې درناوی کیږي ، دښځودحقوقو دعوداروچې په کومه سطحه دښځوحقوق ترپښولاندی کړل دځناوروهم ترپښولاندی شوي ندي .
دحقوقو دورکولو په نامه تر په حقیقت کی اخستل شوي دي.
داسلام په مقدس دین کی دحیواناتو حقوق هم خوندي ساتل کیږي خوپه غرب کی دستروشوو او یا د غرب هوا ځپلو ښځو چی دښځودحقوقو په نامه کومه غوغا جوړه کړیده دا په اصل کی دښځو دحقوقو په نامه یوکمپاین دی چې چلیږي .
هغه ښځې چې دغربي تهذیب داثر لاندی راغلي دي هرکال دمارچ په اتمه دښځو ورځ په غونډو کولو سره نمانځي.
دښځوحقوق په بشپړتوګه په قرآني ایتونو او نبوي احادیثوکی خوندی ساتل شوي دي تردی چی که په رښتیني توګه دښځوحقوق ورکړل شی دانساني ژوند کامل ژوند به وساتل شي .
هغه څوک چی انساني کرامت وساتي هغه بیاحیواني حقوق هم درک کولای شی ، هغه ښځی چی په فکري لحا‌ظ غربي دود او کلتورته نږدیوالی لري دهغو ښځوپه اړه په اسلام کی دحقوقو دساتلو پوره یادونه شویده هغه ښځی دغربي قانون له مخی دښځودحقوقو یادونه کوی هغه دښځوحقوق نه بلکه دښځودحقوقو په نامه تبلیغات دي.
په افغانستان کی یوشمیر ښځېنه ‎ژورنالستانی اونوری دمدني فعالانو په نامه دمارچ په اتمه راټولیږی ددی ښځو داسلامي زده کړی کچه یا هیڅ نشته اویاکمزوری ده اوس پدی کمه تعلیمي سطحه دافغانستان یو شمیر ښځې په دولتي اداروکې دیرش سلنه ونډه غواړی که دسیواد کچه لږه هم لوړه وای پنځوس سلنه یی غوښتله .
ددی نه هیڅ څوک انکار نشی کولای چی ښځه مورده ،
ښځه ترورده ،
ښځه خورده ،
ښځه لورده
او ښځه په کورکی دهوسا ژوند ملګری ده ، ښځه دکورسمبالوونکی ده ، ښځه دکوررڼاده ، ښځه دکورنی نظام او کورنی اقتصاد خاونده ده ، ښځه دکامیاب ژوند لومړی ښوونکی ده ،
همدا ښځه ده چی نړئ ته یی فیلسوفان ،
بادشاهان ،
حکمیان او پوهان
وړاندی کړي دي .
ددی ټولو لومړئ روزنه دمورپه غیږ کی کیږي خو افسوس چی همدا ښځې په خپلو غونډو کی دصحابیاتو پرځای چی داسلام تاریخ یی جوړکړیدی دهغوی یادونه ، نه کوي ، موږ په خپله افغاني ټولنه کی نازوانا، زرغونه انا، ملالی میوندئ ،په هندکی واکمنه سلطان راضیه ، بي بي الايي، او نوری ښځی یادی کړو دا به مو دخپل راتلونکی نسل په اړه خپل فرض پوره کړي وي خو افسوس ددیمکراسئ ترسیوری لاندی ښځی په دا ډول غونډوکی دملکه الزابت و میرمن تاچر، انداراګاندی، او روسی ستورمزلی ترشکو یادونی کوي ، دښځو ورځ چی دمارچ اتمه ده په ملګروملتونوکی په کال ۱۹۷۷کی په رسمي توګه منل شوی او اوس يی یوشمیر ښځی چی ځانونه غرب ته نږدی بلی داورځ هرکال په غونډو کولو سره نمانځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button