کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ غویی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د مهاجرينو چارو وزارت وايي، چې د پکتیکا ولایت په مرکز شرنه کې د بېرته راستنو شویو کډوالو لپاره د استوګنې ښارګوټی پرانېستل شو.
د ياد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ښارګوټي د پرانيستې مراسمو کې د ریاستالوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ښار جوړونې او کورونو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد، د والي مرستیال عبدالسلام سعادت، او یو شمېر نورو چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
مولوي حنفي وویل چې دغه ښارګوټي ته ۳۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې، چې په شفافه توګه به په مستحقو کډوالو ته ووېشل شي.
دغه راز د پکتیکا والي وويل، دغه ښارګوټی چې د شرنې ختیځ ته پنځه کیلومتره لرې جوړيږي پکې به ټولو کډوالو ته خپل حق ورکړل شي.
د ښار جوړونې وزیر وویل چې ځمکه به د کورنیو د غړو شمېر ته په کتو وویشل شي. همداراز، د کډوالو چارو رییس مولوي حمدالله فاتح زیاته کړه چې تر اوسه په دغه ولايت کې ۲۱۰۸ کورنۍ ثبت شوي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره شوي دي.


















