صحرايي محکمې او د حکومت چوپتیا / هېواد خوږیاڼی

له تېرې ورځې راهیسې په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوې ده، چې په کندهار کې یو تن د پولیسو له لوري په رینجر موټر پسې تړل شوی او پر پاخه سړک کشکول کېږي.
په دغه ویډیو کې د پولیسو سربیره د ملي اردو عسکر، اربکیان او ځايي خلک هم لیدل کېږي، چې د یوه تن له لوري ورته بیا ــ بیا ویل کېږي« چې حال وايې اوکنه؟ د چا کس یې؟»
دا لومړی ځل نه دی، چې د ملي اردو، پولیسو او اربکیانو له لوري عام خلک په صحرايي محکمو کې محکمه کېږي. له دې وړاندې هم د هېواد د امنیتي عسکرو له لوري عام خلک په بېلابېل ډول وژل شوي او خبره له محکمې وړاندې دوی ورخلاصه کړې ده.
څو میاشتې مخکې هم د لوګر یوه ویډیو خپره شوه، چې د اردو له لوري یو شپونکی د طالبانو سره د همکارۍ په تړاو په وحشیانه ډول وژل کېږي؛ خو تراوسه نه د کورنیو چارو وزارت، نه دفاع وزارت او نه هم ملي امنیت خپل کارکوونکي محکمه کړل او نه ورنه د شوي وحشت پوښتنه وشوه.
په دغه ویډیو کې د پولیسو د ریجنر په موټر« پنجوايي ولسوالۍ ٣٤» لیکل شوي او ښيي، چې یاده پېښه د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې شوې ده. په دغه دوه دقیقه يي ویډیو کې تړل شوی کس د اربکیانو له لوري د لغتو او سوکانو وروسته پر پاخه سړک کشکول کېږي او له څو مترۍ مزل وروسته بیا د لغتو او سوکانو له لاندې نیول کېږي. یو تن چې د پولیسو دریشي یې پرتن ده په نوموړي خوله لګوي او وروسته یې د رینجر موټر په دویم سيټ کې کېنوي. معلومه نه ده، چې وروسته به پولیسو ورسره کوم ډول عمل کړی وي؟
د افغانستان اساسي قانون د انسان شکنجه منع کړې ده؛ خو نافذ کوونکي یې چې څه یې زړه وغواړي هماغسې شکنجه ورکوي. دغه ویډیو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي او ټولو په یوه خوله د کندهار د پولیسو یاده کړنه غندلې ده او د کورنیو چارو وزارت څخه یې د یادو پولیسو د نیولو او محکمه کولو غوښتنه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت د یادې ویډیو په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړې او ژمنه یې کړې، چې د قانون څخه سرغړونکي پولیس به ونیسي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې« يو شمېر کسان چې هويت يې تر اوسه معلوم شوى نه دى، د کندهار په پنجوايي ولسوالي کې يو تن چې ګويا ځانمرګى بريد کوونکى دى، شکنجه کوي، چې ويډيو يې په ټولنيزو شبکو کې خپره شوې او دغه کړنه پوليسو ته منسوب شوې ده.د کورنيو چارو وزارت دې ته په پام سره چې د پوليسو له خوا د خلکو او ان مجرمينو سره پر غوره چلند او د جنګي اصولو پر مراعتولو ټينګار کوي، اړوندو ادارو ته د دغې موضوع د هر اړخيزې څېړنې حکم کړى، څو شکنجه کوونکي د قانون منګولو ته وسپارل شي.»
د کندهار ولایت امنیتي چارواکي یاده ویډیو د دوه کالو مخکې ښيي. د کندهار د امنیه قومندانۍ د ویاند ضیاء دراني په خبره« دغه پېښه دوه کاله مخکې د پنجوايي او ميوند ولسوالۍ تر منځ د حاجي عزيز په ساحه کې رامنځته شوې ده.هغه کس چې په ويډيو کې ښودل کېږي له يوه بل کس سره يو ځاى يې ماينونه ښخول چې د پوليسو له خوا نيول شوى، خو د هغه بل ملګرى د دې پر ځاى چې تسليم شي له پوليسو سره يې جګړه کړې وه او وژل شوى و».
دى په خپره شوې ويډيو کې له تورن کس سره د پوليسو چلند د قانون خلاف ګڼي او وايي امنيې قوماندانۍ هماغه وخت اقدام کړى او له قانون څخه د سرغړونې په جرم يې دوه پوليس نيولي او بنديان کړي چې تر دې مهاله خپله قانوني سزا ګالي او امنيه قومانداني د پوليسو د دغه راز کړنو پر وړاندې بې تفاوته نه ده او د هغو ټولو کسانو پر وړاندې به قانوني اقدام کوي چې د قانوني خلاف کړنه ترسره کوي.
کله ناکله امنیتي چارواکي داسې ویډیوګانې د عسکرو پر خلاف د پردیو دسیسې بولي او په دا ډول پېښو کې د عسکرو لاس لرل ردوي؛ خو د یادې ویډیو په باره کې د کندهار امنیتي چارواکو سربیره د کورنیو چارو وزارت هم اعتراف وکړ او د څېړنو ژمنه یې وکړه.
دغه ډول ویډیو ګانې د هېواد حالت نور هم د کرکې په لوري بیايي او هغه خلک چې د کورنۍ له غړو سره یې داسې ظلم شوی وي، د امنیتي عسکرو څخه غچ اخېستنې ته رابولي.



