د حج او عمرې مسائل (دويمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د حج په سفر له تلو مخکې يو شمير ضروري هدايات
مسئله : د حج سفر په هر اعتبار يو مبارک سفر دی، په همدغه مبارک سفر او حج مبرور باندې ډيرې لوی لوی وعدې شته دي، حاجي صاحب يو داسې مبارک او مقدس ځای ته ځي چيرته چې د دعاګانو د قبوليت وعدې شوې دي، لهذا د حج له سفر څخه وړاندې له خپلو خپلوانو او متعلقينو سره ليدل او له يوه بل څخه د دعاګانو غوښتل روا دي، په ځانګړي توګه له هغو خپلو خپلوانو او متعلقينو سره له کومو سره چې د خبرو کول بند شوي او تر مينځ يې خفګان وي، له هغوی سره دې وليدل شي او معافي دې ځنې وغوښتل شي، ځکه چې حج ته له تلو مخکې د زړونو صفا کول ډير ضروري دي.
همدا رنګه که د يو چا حق پرې پاتې وي، يا يې په چا باندې ظلم کړی وي، يا يې له چا څخه قرض اخيستی وي او هغه يې تر همدې مهاله نه وي اداء کړی، نو د حج له سفر څخه وړاندې د هغوی حق اداء کول، يا د هغه لپاره يو انتظام کول، يا له هغه څخه مهلت غوښتل او هغه ته اطمينان ورکول ضروري دي، تر څو د همدغه مبارک سفر برکتونه په پوره ډول ترلاسه کړی شي.
د حج په فضايلو کې راغلي : له خپلو ټولو پخوانيو ګناهونو څخه توبه وکړئ، او د چا مال مو چې په ظلم سره اخيستی وي هغه واپس بيرته ورکړئ، او په چا مو چې هر ډول ظلم کړی وي له هغوی معافي وغواړئ، او که چيرته د چا قرض در باندې پاتې وي هغه اداء کړئ، يا يې د اداء کولو لپاره کوم انتظام وکړئ.
مسئله : د حج په سفر له تلو دمخه نيت يواځې د الله تعالی لپاره او د آخرت د ثواب لپاره وکړئ.
مسئله : له بالغ کيدو وروسته قضاء شوي لمنځونه، روژې او زکوة که چيرته د يوه کس په ذمه دومره ډير وي د کومو اداء کيدل چې د حج په سفر له تلو مخکې نشي کيدلای، يا د خلکو حقوق دومره زيات وي چې له ټولو څخه معافې غوښتنه يا يې اداء کول په همدې وخت کې له اختيار څخه د باندې وي نو داسې دې وکړی شئ چې د همدغو ټولو فرايضو او حقوقو د اداء کولو يا د معافي غوښتلو پوخ عزم دې له اوس څخه وکړی شي او په څومره اندازه چې اداء کيدلای شي هغه دې اداء کړی شي او کوم چې پاتې شي د هغو په باره کې دې وصيت نامه وليکل شي او خپل کوم نږدې خپل يا دوست ته دې ورکړی شي او هغه دې ذمه وار جوړ کړی شي، که چيرته دی يې په ژوند کې اداء نکړي نو د ده له مړينې وروسته دې هغه اداء کړی شي ([1]).
پوښتنه : د اسلام په ارکانو کې د حج اهميت څه دی؟ په لکونو مسلمانان هر کال حج کوي، خو بيا هم د هغوی په ژوند کې ديني انقلاب نراځي، د دې لامل څه دی؟.
ځواب : حج د اسلام عظيم الشان رکن دی، د اسلام د تکميل اعلان د حجة الوداع په موقع شوی، او په حج سره د اسلام تکميل شوی، په کتابونو کې د حج او عمره په هکله ډير زيات احاديث راغلي، په يوه حديث شريف کې راغلي :
چا چې يوازې د الله تعالی جل جلاله د رضا لپاره حج وکړ، بيا يې په هغه کې نه کومه فحش خبره وکړه او نه يې نافرماني وکړه، هغه داسې پاک صاف شوی راځي لکه څرنګه چې د پيدايښت په ورځ وي ([2]).
په يوه بل حديث کې راغلي :
له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې تر ټولو بهتر عمل کوم يو دی؟ ورته وې فرمايل : په الله تعالی جل جلاله او د هغه په رسول صلی الله عليه وسلم باندې ايمان راوړل، عرض وکړی شو له دې وروسته کوم دی؟ وې فرمايل : د الله تعالی په لار کې جهاد کول، عرض وکړی شو له دې وروسته کوم دی؟ وې فرمايل : حج مبرور ([3]).
او په يوه بل حديث کې راغلي : له يوې عمره وروسته بله عمره دا د همدغو دواړو عمرو تر مينځ د ګناهونو کفاره دی، او د حج مبرور جزاء له جنت پرته بل هيڅ شی کيدلای نشي :
همدا رنګه په يوه بل حديث کې راغلي : پيوسته حج او عمره وکړئ، ځکه دا دواړه فقر او ګناهونه داسې له منځه وړي لکه څرنګه چې د اور بټۍ د اوسپنې، سرو او سپينو زرو خيری له منځه وړي، او د حج مبرور ثواب يواځې جنت دی ([4]).
حج د الهي عشق منظر دی، او بيت الله شريف د الهي تجلياتو مرکز دی، له همدې امله د بيت الله شريف زيارت او د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم عالي حضور ته حاضريدل د هر مؤمن د زړه آرزو او غوښتنه ده، او د چا په زړه کې چې دا آرزو او غوښتنه نه وي نو هغه ته پوهيدل پکار دي چې د هغه د ايمان ولې (جړ) وچ شوي دي.
په يوه حديث شريف کې راځي : له چا سره چې بيت الله شريف ته د تلو لپاره زاد او راحله وي او سره له دې هغه حج ونکړي نو د هغه په حق کې هيڅ ډول فرق نه پريوځي که هغه يهودي مړ شي او که نصراني مړ شي ([5]).
د سهولتونو او د مال د ډير والي له امله کال په کال د حاجيانو په شمير کې زياتوالی راځي، خو ډيره د غم او خفګان خبره دا ده چې د حج برکتونه له منځه ځي، کومې ګټې او فايدې چې د حج په کولو مرتب کيږي له هغو څخه امت محرم دی، د الله تعالی ډير کم بنده ګان داسې دي کوم چې د حج فريضه له شرايطو او آدابو سره په صحي توګه اداء کوي، که نه نو زياتره حاجي صاحبان خپل حج برباد کړي او د (نيکي برباد ګناه لازم) مصداق جوړ شي او راځي، نه د حج په صحي مقصد خبر وي او نه د حج له مسايلو او احکامو څخه خبر وي، او نه په دې پوهيږي چې حج څه ډول اداء کيدلای شي؟ او نه د هغو پاکو او مقدسو ځايونو د عظمت او حرمت پوره لحاظ کوي.
نن صبا تر سترګو کيږي چې د حج په وخت کې د محرماتو ارتکاب يو رواج جوړ شوی، او همدغه امت ديته هم نه دی تيار چې ګناه ګناه وګڼي، انا لله وانا اليه راجعون، ښکاره خبره ده چې څوک د خدای تعالی او د رسول صلی الله عليه وسلم له احکامو څخه په بغاوت کولو سره حج وکړي نو هغه به څرنګه له انوارو او برکتونو څخه برخمن شي؟ .
په غضب له پاسه غضب او په ستم له پاسه ستم خو دا دی چې پخوا حج ته تلونکې ښځې د عکس له اخيستو څخه آزادې وې او اوس مهال په هغوی هم د عکس اخيستلو پابندي لګول شوې، دويم دا چې د حاجي صاحبانو لپاره د حج د تربيت په نامه فلمونه جوړ شوي، چې له امله يې د همدغه عبادت پيل د عکس او فلم په لعنت سره کيږي، د دې انجام څه دی او څه کيدلای شي؟ او کوم وخت چې حاجي صاحبان همدغه فلمونه ګوري او د حج کول ترې زده کوي نو له همدې امله هغوی د حج پر مسايلو مشتمل کوم کتاب ته ضرورت نه محسوسوي او نه له کوم عالم څخه د مسايلو پوښتنې ته کوم ضرورت محسوسوي، نتيجه يې دا ده د چا په زړه چې څه خوښه وي هغه تر سره کوي.
د حاجيانو قافلې چې له کورونو رخصتيږي نو د ګلانو هارونه (غاړکۍ) ور اچول کيږي ګوا که له دې پرته د حاجي تګ عيبجن دی، د تلو په وخت کې خشيت او تقوی، د حقوقو اداء کول، د معاملاتو صفائي او د سفر شروع کولو آداب چې اهتمام يې ډير ضروري او پکار دی، د دې نښې هم نه تر سترګو کيږي، ګوا که د همدغه مبارک سفر پيل له آدابو پرته يواځې د نمايش او ريا کاري په ماحول کې تر سره کيږي.
نن صبا خو د هيواد ولسمشر، واليان او نور واکمن خلک په هوائي ميدان حاجي صاحبانو ته د الوداع مراسم تر سره کوي، په کومو کې چې ډولونه، باجې، عکس اخيستل او همديته ورته نور ډير کارونه ترسره کيږي، نو تاسو غور وکړئ چې دا کار د څومره محرماتو مجموعه دی …..!
په احاديثو کې هم د حج مقبول نښې دا ښودل شوې چې هغه به له فحش کلامي او نافرماني څخه پاک وي، خو په حاجي صاحبانو کې ډير کم داسې خلک دي کوم چې همدغه هدايات په نظر کې ساتي او خپل حج له بربادولو څخه ساتي، د ډولونو او باجو آوريدل او د ږيرې خريل له هر ډول اختلاف پرته حرام او ګناه کبيره دی، خو يو شمير حاجي صاحبانو ګوا که همدغه شيان د ګناهونو له فهرست څخه ويستلي، د حج په سفر روان وي او په ډير اهتمام سره خپلې ږيرې صفا ستره وخريي، د راډيو يا ټيپ په ذريعه سندرې آوري او روان وي، انا لله وانا اليه راجعون.
همديته ورته په لسګونو نور کبيره ګناهونه دي د کومو چې حاجي صاحبان عادتي دي او د خدای تعالی جل جلاله دربار ته د ورتلو په وخت کې يې هم نه پريږدي، د حاجي صاحبانو همدغه حالت ته چې وکتل شي نو سړی دومره مايوس او په اذيت کې شي چې د اظهار لپاره يې الفاظ نشي پيدا کيدلای، او بل ستر غضب دا دی چې ښځې له محرم پرته د حج په سفر روانې وي او په دروغو يې کوم کس محرم ليکلی وي، په همدې سره چې کومه پليتي خپريږي هغه د (اګر ګويم زبان سوزد) مصداق دی.
همدا رنګه د حج په دوران کې جنګ او جنجال کول نه دي پکار دي، په همدغه سفر کې چونکه هجوم ډير زيات وي او سفر هم ډير اوږد وي، نو له همدې امله په خپل مينځ کې د ناخوالو راتګ او په جذباتو کې د ټکر پيدا کيدل يقيني دي، د سفر د ناخوالو برداشت کول او د خلکو په اذيتونو باندې نه خفه کيدل له صبر او تحمل څخه کار اخيستل د همدغه سفر لوی کرامت دی، د دې حل دا کيدلای شي چې هر حاجي د خپلو ملګريو د جذباتو احترام وکړي، او په همدغه لار کې که کومه ناخوالي هم راشي هغه په ښه زړه برداشت کړي، په خپله دې د دې ډير زيات اهتمام وکړي چې له ده څخه يو چا ته ذره تکليف هم ونه رسيږي او د نورو کوم تکليف چې ده ته رسيږي د هغه په عکس العمل کې د څه اظهار ونکړي، د نورو لپاره د خپلو جذباتو قرباني کول د همدغه مبارک سفر يو لوی سوغات دی، او د همدغه دولت د ترلاسه کولو لپاره سترې مجاهدې، رياضت او لوړې حوصلې ته ضرورت دی،د حج کونکو په خدمت کې په لويه خير خواهي او نهايت د زړه له کومي دا وړانديز دی چې هغوی په خپل همدغه مبارک سفر کې لاندني شيان په نظر کې ونيسي :
(۱) دا چې تاسو د حقيقي محبوب په لار کې وتلي ياست، نو له همدې امله ستاسو د همدغه مقدس سفر يوه يوه لمحه قيمتي ده، او شيطان ستاسو د وختونو د ضايع کولو کوښښ کوي.
(۲) لکه څرنګه چې د ځان لپاره د سامان او ضرورياتو تيارولو اهتمام کيږي، له همدې څخه ډير زيات د حج د احکامو او د مسايلو د زده کولو اهتمام پکار دی، که چيرته له سفر مخکې د دې موقع په لاس نه درځي نو کم له کمه د سفر پر مهال د دې اهتمام کول پکار دي چې په هره موقع له کوم عالم (مولوي صاحب) څخه پوښتنه وکړی شي او بيا پرې عمل وکړی شي، په همدې سلسله کې د حج متعلق يو شمير کتابونه له تاسو سره ضروري دي او د هغو بار بار مطالعه کول پکار دي، په ځانګړي ډول په هره موقع له هغې سره د اړوند ضروري برخې په ښه غور سره مطالعه کول پکار دي.
د همدغه مبارک سفر پر مهال له ټولو ګناهونو پرهيز وکړئ او د ټول عمر لپاره له ګناهونو څخه د ځان ساتنې پوخ عزم او اراده وکړئ، او د همدې لپاره له الله تعالی جل جلاله څخه خصوصي دعاګانې هم وغواړئ، او دا خبره ښه په غور ټينګه په ذهن کې وساتئ چې د حج مقبول نښې دا دي چې له حج وروسته به په انسان کې ديني انقلاب راځي، او کوم کس چې د حج له کولو وروسته بيا هم د فرايضو تارک (پريښودونکی) او د ناروا کارونو کونکی وي نو د هغه حج مقبول نه دی.
تاسو ته په حرم شريف کې د ډير وخت تيرول پکار دي، او له سخت ضرورت پرته بازارونو ته تګ نه دی پکار، د دنيا شيان که ګران وي که ارزان، ښه وي که بد تاسو ته په خپل وطن کې هم پيدا کيدلای شي، خو په حرم شريف کې چې کوم سعادتونه دي هغه په بل هيڅ ځای کې نه پيدا کيږي، هلته د سودا اخيستلو اهتمام مه کوئ، په ځانګړي ډول د راډيو، تلويزيون او همديته ورته د نورو شيانو راوړل ډيره د افسوس خبره ده، ځکه چې په يوه زمانه کې په حج او عمره کې کجورې، د زمزم اوبه د حرمين شريفين سوغات وو، نن صبا راډيو، تلويزيون او همديته ورته نور ناپاک او ناولي شيان له حرمين شريفين څخه د تحفه په ډول راوړل کيږي.
دا چې د حج په موقع د دنيا له هر کونج او کنار څخه ډول ډول خلک راځي، لهذا هر څوک چې په کوم عمل ووينی هغه مه ترسره کوئ، بلکې تحقيق (پلټنه) وکړئ چې آيا همدغه عمل د حنفي مسلک مطابق هم دی او که نه؟ د نمونې په ډول يوه مسئله درته ذکر کول کيږي :
د سهار له لمانځه وروسته تر اشراق پورې او د مازديګر له لمانځه وروسته د لمر تر لويدو پورې د طواف د دوو رکعتونو کولو اجازه نشته ([6]) همدارنګه په مکروه وختونو کې هم د دې اجازه نشته، خو ډير خلک نورو ته ګوري او همداسې کوي ([7]).
([1]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ۵، ص : ۲۹ – ۳۱، بحواله احکام حج، ص : ۲۳، وهکذا کتاب الفقه، ج : ۱، ص : ۱۰۹۴.
([6]) الدرالمختار، کتاب الصلوة، ج : ۱، ص : ۳۷۰ – ۳۷۱.
([7]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۲۷۲ – ۲۷۶.



