د جهاد فقهي مسائل (پنځمه برخه)

ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله
ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي)
د جهاد حکمت
الله تعالى انسان  په ځمکه کې خپل خلېفه ګرځولى او هغه ته يې علم او معرفت بښلي ترڅو د هغه په رڼا کې د الله تعالى ټول احکام او قوانېن عملي کړى، د ځمکې له مخه د ظلم، تېرى، فساد،  بى انصافي او بى عدالتي ټغر ټول او پرځاى يي د عدل، مساوا ت، ورور ولي او د ښه ژوند فضارا منځ  ته کړي او اوسېدونکو ته خپل حقوق په پوره  توګه  ورکړل شي او ټول د الهي احکامو او قوانېنو په رڼا کې خپل ژوند تر سره کړي، څرنګه چې انسان  د خداى تعالى د قانون د نفاذ په هکله ستر مسئوليت  لري نو د انسانانو کومه ډله چې بغاوت وکړى او د فساد د خپرولو او د الله تعالى د عدالتي نظام د له مېنځه وړلو د پاره هلى ځلى کوي نو باېد د الهي احکامو منونکي چې د خپل فطرت د غوښتنى سره  سم يې د الله تعالى قانون ته غاړه اېښى خپل خلافت په صحى توګه ادا کړى او د فساد، ظلم او تېرى مخ  نېوى  وکړي او په دغه لاره کې ټول قدرت په کار واچوى ترڅو مخلوق له شر، فساد، ظلم او تېرى څخه خلاص او په امن او هوسائې سره خپل جائز حقوق په پوره ازادۍ ترلاسه کړي همدغه د جهاد حکمت او ضرورت دى چې الله تعالى په خپل حکېمانه ارشادکې داسي  ښودلى دى )وَلَوْلاَدَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا(
 ژباړه: که چرته الله تعالى خلق ېو په بل سره نه دفع کولاى نو د عېسوي راهبانو حجرى د نصرانېانو کلېسا ګانى او د ېهودو عېاش خانى او د مسلمانانو مسجدونه چې پکې د الله تعالى د نامه ذکر په کثرت  سره کېږى ړنګ  شوى واى، ېعني که په کوم او کوم حالت کې هم ېوه جماعت ته د بل جماعت  سره د جنګ جګړى اجازه نه واى نو دا به د الهي  فطرت له  قانون څخه سخت  مخالفت واى، پاک الله (ج) د دنېا نظام داسى پېدا کړى ده چې هر شي يا شخص ېاجماعت د بل شي ېا شخص ېا جماعت په مقابل کې د خپل وجود د ساتنى لپاره جنګ اوکړى که داسى نه واى او  پاک الله (ج) نېکۍ په خپل حماېت کې نه ساتلاى او د بدۍ په مقابل کې يې نه درولاى نو د نېکۍ نوم او نښان به په جهان کې نه واى  پاتي، د بى دېنانو او شرېرانو خلقوبه )چې په هره زمانه کې په کثرت سره وي( ګرد مقدس مقامات او مهم ېادګارو نه د  تل لپاره د وجودله صفحى څخه محو او له منځه به يې وړى واى، هېڅ ېومعبد، تکېه، عبادت خانه، خانقاه، مسجد او مدرسه به محفوظ نه واى  پاتې  شوى، نوله دې کبله ضروري شوه چې دبدۍ طاقتونه اګرکه  ډېرسره جمع هم شي خو د قدرت له طرفه به داسې ېو وخت راشي چې د نېکۍ په مقدسو ﻻسونو به دبدۍ د حملى مدافعت وکړى شي او الله تعالى  به د خپل دېن له مرسته کونکو سره خپله مرسته وکړي او دوى به د حق او صداقت په وسېله په دښمنانو غالب کړى، بلا شبه الله تعالى داسى قوي او زبردست ذات دى چې د هغه د اعانت او مرستي په اثرخورا ډېره ضعېفه  ډله په ډېرو لوېو لوېو ډلو او طاقتونو برلاسه او غالب کېدلي شي، په هرحال په دغه وخت کې مسلمانانو ته د ظالمو کفارو په مقابل کې د جهاد او قتال اجازت  ورکول د قدرت د همدې  قانون  لاندې ؤ او دا هغه عام قانون دى چې ترى هېڅ عقلمند انکار نشي کولاى که د مدافعت او حفاظت دغه قانون نه واى نو په خپله خپله زمانه کې به نه د عېسائې راهبانو صومعي (حجرى) ودانى  واى او نه به د نصرانېانو بېع (کلېساګانى) او نه د ېهودېانو  صلوات (عبادتخانى) او نه به د مسلمانانو هغه مساجد چې د الله تعالى ذکر پکې ډېر زېات کېږي  پاتې  واى او دغه  ټول معابد به نړول شوى او له منځه به تللي واى نو د دې عام قانون لاندې هېڅ داسى دلېل نشته چې مسلمانانوته په ېوه  مناسب وخت کې د دوى د دښمنانو سره د جنګېدلو اجازه ورنکړاى شي، الله تعالي  په دغه قرانى آېت کې دا وښودله چې که هغه ذات  (ج) د عادلو انسانانو په واسطه ظالمان نه واى دفع کړي نو فساد به دومره عام شوى واى چې ېواځي په مال لوټولو او انسان وژلو به بسېانه نه واى شوي بلکې ټولي عبادتخانى (که څه هم د امن ځېونه دى) له منځه وړل شوى واى او خلق به دکفرى او الحادى عقائدو په قبلولو مجبورکړاى شوى واى، په دې سر بېره لوى خداى (ج) دا هم را وښوده چې بد ترېن فساد هغه دى چې ېو قوم د دښمنى له لارې د بل قوم عبادت ځاېونه تباه کړى نو الله تعالى  به د دغه قوم د فساد او شر د له منځه وړلو د پاره ېو صالح او مجاهد قوم منځ ته راولي ترڅو د خداى (ج) کلمه اوچته او فسادله منځه ېوسي، د جهاد د دغه  حکمت بېان الله تعالى په بل ځاى کې د جالوت دسرکشي او د حضرت داؤد عليه السلام په لاس د هغه  د له منځه وړلو د ېادونى په باره کې داسې کړى ده)وَلَوْلاَدَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَـكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ(
ژباړه: که چېرته الله تعالى خلق ځېني په ځېنو نورو باندې نه دفع کولاى نو ځمکه به فاسده شوى واى  او د ځمکې پرمخ به فساد خپور شوى واى مګرالله (ج) څښتن د ډېر فضل او مهرباني ده په مخلوق باندې، هرکله چې د جالوت سره هغه (٣١٤)  تنه سړي چې په هغوى کې د داؤد عليه السلام  پلار او د ده شپږ  وروڼه او په خپله داؤد(ع) هم موجود ؤ مخامخ کېدل نو په لاره کې درېو (ډبرو) پر داؤد(ع) عږ وکړ چې مونږه  در سره واخله ځکه چې مونږ درى سره د (جالوت) په ککرۍ لګېدونکى او د هغه وژونکې ېو، نو ده  واخستي هر کله چې دواړه فوځونه سره مخامخ شول په خپله(جالوت) راووت مېدان ته او ويې  وېل چې (زه ېواځي ستاسو د جګړي لپاره بس ېم او ګرد به مات او مغلوب کړم ېو ېو ماته را تېرشى) حضرت اشموئېل عليه السلام د داؤد عليه السلام  پلار را وغوښت او ورته يې ووېل چې خپل ګرد ځامن دى ماته را وښېه ده خپل شپږ واړه ځامن چې (ډېرجګ پېاوړى او قوي ځلمېان وو ور اوښدل) او حضرت داؤد عليه السلام يې  ورسره مخامخ نکړځکه چې هغه ېو ټېټکى او غونډکى شپون ؤ او پسونه (ګډان) يې څرول خو حضرت اشمو ئېل (ع) هغه هم را وغوښت او ورته يې ووېل چې ته (جالوت) وژلى شي حضرت داؤد(ع) ورته ووېل  هو، بېا د جالوت مخې ته ور ووت او هغه درى واړه ډبرى يې په مېچېنو غزى کې کېښودى او (جالوت) يې  په تندي داسې پرى  ووېشت چې درى  واړه ډبرى  يې له څټه د باندې ووتلي ځکه چې د (جالوت) نورګرد بدن په اوسپنه کې  پټ  ؤ د(جالوت) لښکر وتښتېده او مسلمانان برېالي شول بېا طالوت خپله لورحضرت داؤد عليه السلام ته واده کړه او وروسته له طالوت نه همدا داؤد(ع) ټولواک شو دئي په عېن ټولواکي کې نبي هم ؤ او اوسپنه يې په لاس لکه  موم ګرځول شوى وه ډېرى ښکلى زغرى يې جوړه ولي د مرغانو په خبرو هم پوهېده او د نورو ستاېنو او مناقبو خاوند هم ؤ، له دى څخه دا را ښکاره شوه چې د جهاد حکم له پخوانېو پېړېو راهسي جاري ده او په جهاد کولوکې د الله تعالى لوى رحمت او احسان دى خو ناپوهان وايي (جنګ او جهاد) د انبېاؤ کار ندى.
لنډه دا چې لوى څښتن (ج) خپل عبادت ته د رابللو د عامه مصئونېت د قائمولو د فساد د جرړى وېستلو) اصلاح رامنځته کولو تجاوز ته د خاتمي ورکولو او بالاخره د عدل را وستلو د پاره (جهاد) ېوه بهترېنه وسېله او د خپل عطف او مرحمت د نزول سبب ګرځولى پردې سربېره باېد دا هم ذکر شي چې د (جهاد) څخه هدف ېواځى د خپل ځان  دفاع او ساتنه نه وي بلکه هغه باېد د ظالم څخه د مظلوم د ازادى او هغه ته د خپل حق  ورکولو د فساد د مکملى خاتمى ګرد بشرېت ته د حق او حقانېت د لمر د څرک رسولو او بالاخره د مظلومانو د نجات وسېله وګرځول شي نه دا چې د خپل مصلحت په لېدلو سره د نورو د حقه حقوقو د حصول او يا په مظلومو او مستضعفو پرګنو باندې په تجاوز کولو سترګې ور پټي کړاى شي، لوى خداى(ج) د جهاد د حکمت په نظرکې نيولو سره خپلو  بندګانو ته داسې ېادونه کوي )ومالکم ﻻتقاتلون في سبيل الله والمستضعفين من الرجال والنساء والولدان الذين يقولون ربنا اخرجنا من هذه القرية الظالم اهلها واجعل لنا من لدنک وليا واجعل لنا من لدنک  نصيرا(
ژباړه: څه دى تاسو لره چې د الله تعالى په لاره کې نه جنګېږى او حال دا چې ضعېفه نارېنه، ښځې، ماشومان او ټول هغه چې وايې اې زمونږه ربه مونږ له دې کلى څخه چې اهل يې ظالم دى اوباسه او مونږ ته له خپلي خوا نه ېو محافظ او مدد ګار مقرر کړه نو د هغوى د خلاصون د پاره (جهاد) وکړى هرکله چې د (جهاد) هدف د ظالمانو او مفسدو عناصرو په مقابل کې د خپل ځان څخه دفاع او د بي  وسه او بى اسرى مظلومانو مرسته او کومک ده او الله تعالى يې د جارى ساتلو امرکړى نو  ولي  مو دا جهاد ترک کړى، بل ځاى کې الله تعالى فرمايي……..
)وقاتلوا هم حتي لا تکون فتنة( له هغوى سره جنګ وکړئ تر څو چې فتنه پاتې نشي، ېعني له کفارو سره ترهغه وخته پورى  وجنګېږئ ترڅو د ځمکې له مخ  څخه کفر، شرک،  ظلم،  فساد او تجاوز له مېنځه ولاړ شي او پرځاى يې د حق  او عدالت حکومت جوړشي.
هو….. له انساني ټولنى څخه د داسې ډلي له مېنځه وړل چې هغه تل د فساد تېرى او تجاوز په خدمت کې وي او په خلقو کې د هر ډول فکري، اخلاقي، مادي او د معنوي فرائضو او خالېګاهو د اېجاد سبب ګرځى نو د داسې ډلى خلک انسانان نه بلکه په انساني لباس کې شېطاني عناصر او د انسانېت حقېقي دښمنان دي، دغه ذکر شوى  ډلى او هغه چې له دوى سره همکاري او مرسته کوي په دنېا کې ئي  د هستوګنى حق له لاسه ورکړى هغوى د انسانېت په جسم کې د هغه اندام حېثېت لرى چې پکې جزام ېا بل زهري مرض وجود ولري دکوم له پرېښودو څخه چې ټول جسم د هلاکت کندې ته غورځېږي، نو ځکه خو د عقل غوښتنه هم دا ده چې باېد دغه اندام غوڅ او وغورځول شي، په همدې ډول اسلام دنېاوال حق ته را بولي او مسلمانانوته دا مسئولېت ور په غاړه کوي چې دوى باېدله هرڅه د مخه نړېوالو ته د اسلام  دعوت او بلنه ورکړى (او هغوى ته داسلام حقېقت واضح کړي) که هغوى دغه د حق تبلېغ او دعوت ومانه او د دعوت د لارې حنډ نشول نو هغوى هم د دوى په شان مسلمانان او د هغوى ټول حقوق محترم دي اوکه هغوى دخپلى اېدېالوجي په برترى ټېنګار وکړنو په دې صورت کې بېا مسلمانان په (جهاد) مامور دى ترڅو د حق ځلانده پلوشى د دنيا ګوټ ګوټ ته ورسوي، اوس که چېرى د دعوت او داعېنو دبلنى په لارکې د خنډ اچوونکو په مقابل کې (جهاد) ونشي او امت همداسې لاس تر زنى کېني نو نه ېواځي دا چې اسلامي حکومت به وده ونکړى او د ځمکې پر مخ به د الله (ج) قانون خپور نشي بلکه اسلامي قوانېن به خپل موجودېت هم له لاسه ورکړى او د ځمکې  مخ به د عدالت  مساوات ازادى او خپلواکې پرځاى د ظلم تېرى کفر او الحاد مرکز وګرځې او تر هغي  وروسته به د تل لپاره د مسلمانانو مالونه او ځانونه د نړېوال کفر لخوا د دوى د ظلم په واسطه تهدېږى، نو د فساد بى عدالتى او استبداد د له منځه وړلو په منظور ښائي چې ټول مسلمانان وګړى سره ېو موټي شي او د اسلام د سپېڅلي دېن د بقا لپاره ټوله انرژي په کار  واچوي تر څو د ځمکې  پر مخ  الهي  قانون خپور او د تل د پاره د شوم عرضانو دسېسي او فتني له خاورو سره خاورى شي او راتلونکې  نسل ته د نجات او خلاصون لاره پرانستل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button