څرنګه په ټولنه کې ښه ژوند کولی شو؟

ليكنه : انجينر زرغون

په يوه ټولنه کې ، چې انسان وغواړي ښه او د ټولنې ټولوغړوته د منلو وړ ژوند  وکړي ، بايد څوټکو ته پاملرنه وکړي ، چې په لومړي سرکې د ټولنې مذهبي مقدساتو ته ، چې خپله هم د همدې ټولنې غړي او د همدې مذهب پيروي دي، تر نورو غړو زيات درناوی ولري موږ دا په فطري توګه  منلې ده ، چې څوک زموږ په مبارک دين اسلام ټولو اوصولو پابند وي ، تقوا دار او پرهېزګار وي د هغه زيات درناوی کوو .

حقيقت دا دی چې چا هم د خپل رب العزت حقيقي بندګي وکړه ټولنه به  د هغه په حقيقي بندګۍ اعتراف کوي او په درناوي سره به يې مني ، چې دا په ټولنه کې د ښه ژوند يوه غوره بېلګه ده .

دويم : په هره ټولنه کې ، چې انسان ژوند کوي د هغې ټولني د کلتور درناوی دی ، چې هره ټولنه د مذهب نه ورسته د خپل کلتور په درناوي سره د انسان په غوره صفت قانع وي په نظري توګه هره ټولنه ، چې د کوم مذهب پيروي کوي ، کلتور يې په سلو کې۸۰ د مذهب د اصولو سره برابر وي ، پای ۶۰ سلنه هم د ټولنې د لومړۍ او دويمي درجې د مذهب پيروان په ځان عملي کوي .

يعنې د يوې ټولنې په څلورو کسانو کې  د درې تنه خپل کلتور د خپل مذهب  سره  برا بروي،  پاتې کسان يې د کلتور په نه پېژوندګلوي يا غفلت سره پاتې برخه نشي برا برولی.

 موږ ، چې تر نورو اديانو او کلتورونو غوره دين او کلتور لرو په خپل ذهنيت سره کلتور د مقدس دين سره برابر بولو زموږ په اعمالو کې چې کوم کموالی دی او د اسلام د مقدس دین سره جوړښت نه لري هغه زموږ بي علمي او ناخبري ده.

 که موږ پر خپل ځان د اسلام د مقدس دين ټول اصول تطيق کړو زموږ کلتورچې په طيعي ډول پکې ژوند کوو خپله غوره او د اسلام مطابق بلل کيدی شي .

موږ هغه وخت په ټولنه کې غوره ژوند کولای شو ، چې په اخلاقي ‌ډول سره د خپل مذهب او کلتور په عملي کولو کې کاميابي ترلاسه کړو هغه څه ، چې زموږ په مذهب او کلتور کې  د کرکې او نفرت سبب ګرځي يوازې دا نه ، چې ځان ترې وساتو ؛ بلکې د ټولنې نور بي خبره غړي هم ترې وژغورو .

د غوره ژوند بله د کاميابۍ لار د ټولنې د غړو هر اړخېزخدمت دی ، چې موږ په رښتينې توګه د اسلامي اساساتو او افغاني سوچه کلتور په خپلولو سره د خپلې ټولنې خدمت وکړو په دې کې زموږ د کاميابۍ او درنا وي مهم راز پټ دی ، چې په خدمت کې يوازې د دنيا نه ؛ بلکې د عقبا او د ابدي ژوند نيکمرغي هم نغښتې ده .

په هغو اعمالوکې ، چې د دين دنيا او ابدي ژوند نېکمرغي ترلاسه کېږي ترهرڅه بايد دهمدې لارې او اعمالو پيروي وکړو .

دا غوره ژوند د خپلو مشرانو او مقدساتو په درناوي سره ترلاسه کيدلی شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button