(کابل ټکی کام، پنجشنبه، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴):
د افغانستان اسلامي امارت د ایران له لوري د راستنېدونکو کډوالو د تنظیم او اسانتیا لپاره د اسلامقلعه بندر په سیمه کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت یو لړ اساسي اقدامات ترسره کړي دي.
د هرات چارواکي وايي، د یادو اسانتیاوو په لړ کې یو لوی پخلنځی، د ګڼهګوڼې د مخنیوي لپاره ځانګړی پارکینګ، ۲۰ مجهز د موقتي اوسېدو لپاره کانکسونه او یو پراخ هنګر جوړ شوی دی.
چارواکي وایي، دا هڅې په داسې حال کې روانې دي چې یوازې په تېرو ۱۷ ورځو کې نږدې ۴۵۰ زره افغان کډوال د اسلامقلعه له لارې هېواد ته راستانه شوي، او اسلامي امارت هڅه کوي چې هغوی ته ژر تر ژره اړین خدمات ورسوي.


















