تېره شپه د افغانستان ختیځ ولایتونه د یوې زورورې زلزلې شاهدان وو؛ داسې زلزله چې د خلکو کورونه یې نړولي، د سلګونه انسانانو ژوند يې اخيستی او ګڼ شمېر کورنۍ یې د ژړا او ماتم په حالت کې پرېښي دي. د راپورونو له مخې، تر ټولو زیات زیان د کونړ ولایت خلکو ته رسېدلی، چې ګڼو کورنیو خپل د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او په زرګونه کسان بې کوره شوي دي.
اسلامي امارت د ناورین له رامنځته کېدو وروسته ژر اقدام کړی او د ژغورنې ټیمونه یې سیمې ته استولي دي. بې له شکه دا د حکومت مسؤلیت دی چې په سختو ورځو کې د خلکو ترڅنګ ودرېږي، خو حقیقت دا دی چې د دومره ستر ناورین بار په یوازې ځان وړل سخت کار دی. له همدې امله، د زلزله ځپلو د مرستې موضوع باید د ټولنې د هر قشر، شتمنو هېوادوالو، سوداګرو او نړیوالو خیریه سازمانونو د ګډې پاملرنې او عملي اقدام برخه شي.
نن د کونړ او ګاونډیو سیمو خلک په بیړني ډول د خوراکي توکو، پاکو اوبو او درملو ته اړتیا لري. که دا لومړني ګامونه پر وخت وانخیستل شي، د ناروغیو خپرېدل او د انساني فاجعې پراخېدل به نه یوازې ممکن، بلکې حتمي وي. له بیړنیو مرستو وروسته باید د زرګونو بېکوره شوو کورنیو د سرپناه ستونزه حل شي. دا یوازې د یوې خیمې یا موقتي چت خبره نه ده، بلکې خبره د داسې سرپناه ده چې د ژمي سړې هوا او د راتلونکو افتونو پر وړاندې د خلکو د ژوند خوندیتوب تضمین کړي.
خو د مرستې مسؤلیت یوازې په موقتي اقداماتو نه بشپړېږي. د زلزلهځپلو د راتلونکې لپاره باید د کارموندنې، کوچنیو پروژو او د تولیدي فرصتونو زمینه برابره شي، څو خلک وکولای شي په خپلو پښو ودرېږي او د تل لپاره د مرستو د منتظرۍ له حالت ووځي. انسان یوازې د ډوډۍ په ورکولو نه ژغورل کېږي، بلکې هغه وخت ژغورل کېږي چې د خپل ژوند د بیا جوړولو توان ومومي.
موږ ټول – حکومت، ولس، شتمن او نړیواله ټولنه – باید د دې ګډ مسؤلیت احساس وکړو. زلزله ځپلو ته هره مړۍ ډوډۍ، هر درمل، هره کمپله او هره مرسته د انسانیت ژوندۍ نښه ده. او هره بېپروایي، هره پلمه او هر ځنډ د وجدان د مرګ مرادف دی.
نن ورځ، د زلزله ځپلو وروڼو او خویندو لاسنيوی یوازې د هغوی د ژوند ژغورنه نه ده، بلکې زموږ د وجدان، اسلامي اخوت او انسانیت حقیقي ازموینه ده. راځئ له دې ازموينې په بریالیتوب سره ووځو.















