« سرليکنه »
تر اوسه پورې ، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي دوه دورې او هم ورسره د موقت حکومت حکومتولي وکړه د اروپايي ټولنې مرستې ورسره د سيلاب د بهير په څېر روانې وې، د ډالرو مرستې ورسره د باران په څېر را وريدې ؛ نه ورسره حسابو او نه چا پوښتنه کوله ، چې ورکړل شوې مرستې دڅه لپاره او په څه مصرف شوي؟
په کوم ځای کې مصرف شوي؟
چا مصرف کړي؟
څومره مصرف شوي؟
او ايا مصرف شوي ، که واکمنو په خپلو نومونو زيرمه کړي؟
همدا لامل و ، چې افغانستان په لوی لای په نړيواله کچه د شرم په نوم لړکې د فساد لومړی او دويم درجه هېواد و شمېرل شو.
د ملګرو ملتونو د څار ادارې په وار وار د پخواني حکومت چارواکو اوسني ملي يوالي حکومت ته خبر ورکړ ، چې افغانستان سره د شوو مرستو نيمه برخه هم د ولس لپاره نه ده مصرف شوې د ورکړل شوو، راپورونو په اساس يوازې د ناټو پوځونو لپاره تيلو په قرارداد کې ۲۵۰ مليونه ډالر اختلاص شوي دي.
د تېلو قرار د اديانو څخه ، چې د ځواب لاره ورکه وه ، ويل يې : د اختلاصو نيمايي ډالر خپله امريکايانو په يوه او بله نامه ځانونه سره وړي دي ؛ خو د دوی ځواب ځای ونه موند اوس د افغانستان په اړه د ناټو او اروپايې ټولنې پاليسي تر پوره غور وروسته بدله شوه .
د ناټو له عمومي منشي ينس اسټولټنبرګ افغانستان ته په نا اعلان شوي سفر راغلی و ، لټنبرګ د ولسمشر اشرف غني او ډاکټرعبدالله او هم ورسره د ځان څخه لوړ پوړو چارواکو سره وکتل ، چې په افغانستان کې د ملي اردو ، پوليس او امنيتي چارو هر اړخيزې خبرې وشوې.
د ناټو عمومي منشي اشرف غني او ډاکټر عبدالله ته ويلي دي له دې وروسته به ناټو د افغانستان سره مشروطې مرستې کوي.
د ناټو د عمومي منشي دا خبرې هغه وخت راڅرګندې شوې ، چې د افغان چارواکو څخه اروپايي ټولنې او ناټو د تېر ۱۴ کالو په دوران کې د لګښتونو او حساب غوښتنه وکړه ؛ خو افغان حکومت د وار وار غوښتنو سره د حساب په ورکولو کې ناکام پاتې شو ؛ ځکه ځوانانو تصميم ونيو ، چې د افغانستان سره په مشروط ډول مرستې وکړي.
د ناټو عمومي منشي د ملي يوالي د حکومت څخه وغوښتل ، چې مرستې به ورسره په هر اړخيزو اصلاحاتو په شرط کوي ، چې دا شرط به د ملي يووالي حکومت د لوی ازمويښت سره مخ کړي.
دا مهال په افغانستان کې په اداري فساد کې ککړو اشخاصو سره نه حساب شوی دی ، نه محکمې ته را ويستل شوي دي او نه نړيوالې ټولنې ته د اداري فساد په نامه ورپېژندل شوی دی، زيات شمېر يې اوس هم په لوړو پوستونو کارکوي.
که د ناټو مرستې د ملي يوالي د حکومت سره مشروطې شي ؛ بيا خو د خپلو پوليسو لګښتونه هم نه اجرا کېږي ، بيا خو به هغه پر وژې ، چې مصارف يې تر لاسه شوي او کارونه يې نيمګړي پاتې دي هغه هم سرته نه رسېږي ، بيا خو به کوم کارونه ، چې د لګښت دوه چنده پيسې يې په يوه اوبله نامه اخيستل کېږي هم سرته نه رسېږي.
د ملي يوالي د حکومت لپاره د ناټو مشروطې مرستې د حکومت دوام هم تر سوال لاندې راولي.
















