له کابله خپریدونکو ورځپاڼو خپلې سرلیکنې بېلابېلو موضوعاتو ته ځانګړي کړي دي او خپلې ننۍ سرلیکنې یې پرې لیکلي دي.
ویسا ورځپاڼې خپله سرلیکنه د شولې عالي شورا د ویاند تازه څرګندونو ته ځانګړې کړې ده. ویسا لیکلي«د سولې عالې شورا، يوه بې خونده تكرار هيله» ویسا لیکلي، د سولې عالي شورا ویاند وايي كه پاكستان د سولې په خبرو كې ناغيړۍ ته دوام وركړي نو دوى به د څلور اړخيزو خبرو نورو لوريو (امريكا او چين) ته شكايت وكړي چې هغوى پاکستان بېرته دې بهير ته حاضر كړي. ویسا لیکي، د سولې عالي شورا له پیله داسې اغېزمن کار نه دی کړی، چې د سولې راتګ ته یې هیلې پیداکړي وي. ویسا لیکلي، امریکا غواړي په افغانستان کې جګړه وغځیږي او خپلې موخې تر لاسه کړي؛ ځکه که په هېواد کې سوله راشي، امریکا ته د پاتې کېدو موقع په لاس نه ورځي.
ویسا په خپله سرلیکنه کې وايي، د سولې عالي شورا تراوسه د وسله والو مخالفونو په راجلبولو کې پاتې راغلې.«له بده مرغه د سولې عالي شورا لا محدود تشكيل د مرورو را پخلا كولو يو دېره ځاى شو او دغه حالت په دې نوي تركيب كې هم تر پخوا په زيات قوت پاتې دى، زموږ نيوكه پر څېرو هم نه ده، پرون هم په دې شورا كې يو شمېر درانه كسان وو او نن هم شته خو د سولې په اړه د فكري زاويې خبره ډېره جدي ستونزه ده.»
هشت صبح ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه د سولې د څلور اړخیزو ناستو ناکامیدو ته ځانګړې کړې ده. هشت صبح ورځپاڼه لیکي، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د سولې د څلور اړخیزو ناستو استازی حکمت خلیل کرزی وايي، پاکستان په هغه ژمنو کې پاتې راغلی، کومې ژمنې یې چې د سولې څلور اړخیزو ناستو کې کولې، ځکه پاکستان پر طالبانو دومره نفوذ نه لري، څومره چې پاکستان د سولې څلور اړخیزو ناستو کې ویل.
هشت صبح لیکلي، د سرتاج عزیز هغه خبرې دروغ شوې، کومې خبرې یې چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین په څلور اړخیزو ناستو کې کړې وې، ځکه عزیز ژمنه کړې، چې طالبان به د سولې خبرو ته راضي کړي؛ خو اوس داسې ښکاري، چې دغه ژمنې یوازې ژمنې وې اوبس!
سرنوشت ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه د بشیراحمد ریان بې رحمانه وژنې ته ځانګړې کړې. سرنوشت ورځپاڼه لیکي«په زندانونو کې بشري سرغړونې» اوس هم روانې دي.
سرنوشت لیکي«ویل کېږي چې په کندهار ولایت کې د بشیر احمد ریان په نوم د پښتو ژبې یو لیکوال او محصل د پولیسو له خوا په زندان کې تر سختې شکنجې وروسته وژل شوی دی. د بشیر احمد ریان کورنۍ ادعا کوي چې نوموړی د پوهنتون د ازموینې په وروستۍ ورځ له کندهار پوهنتون څخه د ښار په لور روان و، چې پولیسو نیولی او په یو پټ ځای کې یې ساتلی و. د هغه ورور رسنیو ته ویلي چې پولیسو د ریان د روغتیا په اړه ورته ډاډ ورکاوه، خو تر دوه میاشتې بند وروسته وړمه ورځ یې د کندهار په سپین بولدک سیمه کې مړی موندل شوی دی. د هغه په وینا بشير تر وژل کېدو وړاندې ډېر شکنجه شوى او وروسته د برېښنا په شارټونو سره وژل شوى دى.خو د کندهار پولیسو د هغه د مړینې په اړه بې خبري ښودلې ده.»
سرنوشت ورځپاڼه لیکي، د بشیراحمد ریان جرم لامعلوم نه دی، چې په کوم جرم د کندهار پولیسو نوموړی بندي کړی و او د محکمې پرته یې وواژه؟ ځکه د هېواد په زیاتو سیمو کې اوس هم زورواکي پټ زندانونه لري او له محکمې پرته بندیان وژني.«د دې پېښې خواشینوونکی اړخ دا دی چې زورواکي او جنګسالاران د هېواد په زیاترو سیمو کې شخصي زندانونه لري. په دې زندانونو کې له بندیانو سره ناوړه انساني چلند کېږي او بیا تر سختې شکنجې وروسته په مرموز ډول وژل کېږي. دا هغه زړه بوږنوونکې پېښې دي چې د افغانستان د قضايي اداراو حیثیت او اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.»
سرنوشت لیکي«که بشیر ریان هر جرم درلود، په کندهار کې څارنوالۍ او محکمه شته. هغه ته د یوه بندي په توګه خپل حقوق باید ورکړل شوي وای، نه دا چې په شخصي زندان کې محاکمه او بیا ووژل شو. د ملي او نړیوالو بشري قوانینو له مخې د بندي هر راز شکنجه او ځورونه منع ده. مرکزي حکومت مسوولیت لري چې د هېواد په ټولو زندانیانو کې بشري حقوق او ازادۍ تامین کړي. د کندهار پېښه په افغانستان کې د بشري سرغړونو یو جدي مورد دی چې باید رسېدنه ورته وشي.»
د سرنوشت په باور، د هېواد په نورو سیمو کې هم ورته پېښې کېږي؛ خو نه رسنیزې کېږي«د بشیر احمد ریان د وژنې خبر ځکه رسنیز شو چې نوموړی د خلکو ترمنځ یوه پېژندل شوې څېره وه او لیکوال و. خو هغه کسان چې له ورته برخلیک سره مخ شوي او څوک یې نه پېژني، شمېر یې سلګونو ته رسېږي. د مرکز په ګډون د هېواد په زیاترو سیمو کې د بندیانو د شکنجې خبرونه خپاره شوي دي.»
سرنوشت د ملي یووالي له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د بشیراحمد ریان وژونکي پیداکړي او دغه وژنه دې پټه نه پرېږدي.
د «جامعه باز» په نامه ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه د ملي یووالي حکومت د کابینې د غړو استعفا ته ځانګړې کړې ده. جامعه باز ورځپاڼه لیکي، د ملي امنیت د پخواني رییس رحمت الله نبیل د استعفا وروسته نورو وزیرانو هم استعفا وکړه او کېدای شي نور وزیران هم استعفا وکړي. د جامعه باز د سرلیکنې له مخې، رحمت الله نبیل، نورالحق علومي، داود شاه صبا هم خپلې استعفا اعلان کړې او کېدای شي نور لوړ پوړي چارواکي هم له دندې ګوښه او یا دندې پرېښودو ته اړشي. د جامعه باز په بارو د ملي یووالي حکومت له پیل ضعیف دی او دغه ډول استعفاګانې به یې نور هم ضعیف کړي.

















