
کابل ورځپاڼو ته کتنه (۱۹حمل ۱۳۹۵ه ش )
له کابله خپریدونکو ورځپاڼو خپلې ننۍ سرلیکنې بېلابېلو موضوعاتو ته ځانګړي کړي دي. «سرنوشت» خپلواکې ورځپاڼې خپله سرلیکنه د پروان پېښې ته ځانګړې کړې ده. سرنوشت لیکي« په پروان کې وحشت، د چټلې جګړې یو بل انځور» دی، چې په ورته پېښو کې زموږ لسګونه هېوادوال شهیدانیږي او د وژنې دغه لړۍ روانه ده.
سرنوشت لیکي«د پروان د سياه ګرد ولسوالۍ په بازار کې د سې شنبې په ورځ یو بريد اووه ملکي وګړي ووژل او ٢٥ نور یې ژوبل کړل. برید له غرمې وړاندې شاوخوا ٩:٣٠ بجې د يوه موټرسايکل سپاره له لوري د حضرت علي کرم الله وجهه د ښوونځي مخې ته وشو. چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونه له وړاندې خبر وو او امنيتي تدابير يې نيولي وو، نو ځکه بريدګر خپلې موخې ته ونه شو رسېدلى او ځان ته يې د خلکو په منځ کې چاودنه ورکړه. په وژل شوو کې ټول ملکیان دي او هېڅ کوم نظامي او ان دولتي ملکي کس هم پکې نشته.»
سرنوشت لیکي«ددې جګړې لویه برخه زیان ملکي وګړو ته اوړي چې له شک پرته نه بښل کېدونکی او ستر جرم دی. ډیری هدف ملکي وګړي دي چې ښځې، ماشومان او نور بې ګناه وګړي په کې راځي.»
د سرنوشت په باور«نن په لسګونو کورنو کې وېر دی، ژړا ده، ښځې کونډې شوي، ماشومان یتیمان شوي او پلرونه بې زامنو شوي دي. ددې وحشت او جنایت ګټه یوازې او یوازې هغو ته رسیږي چې دلته یې جګړه راوړې او دلته یې استخباراتي لوبې پیل کړي دي.»
سرنوشت ورځپاڼه له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي، چې نور د سولې مېز نه کېني او روانې جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي، ځکه جګړه موږ ته له وېر پرته نور څه نشي راکولی«که څوک رښتیا افغان وژنه او مسلمان وژنه نه غواړي او که څوک رښتیا وحشت نه غواړي، نو جګړه دې پریږدي، ځکه همدا جګړه وحشت زیږوي او همدا جګړه استخباراتو ته د وحشتونو زمینه برابروي.»
« ویسا» ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه هغه اندېښنو ته ځانګړې کړې ده، چې د اوسني ګډ حکومت د ړنګیدو اوازې دي او دغه اوازې یواځې د مخالفینو نه دي، بلکې دولتي چارواکي هم وايي، چې حکومت نور د ړنګیدو په حالت کې دی. ویسا خپله سرلیکنه «د حكومت د ختمېدو اندېښنې د څه لپاره دي؟» پیل کړې ده. ویسا لیکلي«په رسنيو كې د بېلابېلو سياسي ډلو له قوله دغه خبره ډېره تكراريږي، چې د اوسني دوه سره حكومت عمر په ختمېدو دى، آن د ډاكټر صاحب عبدالله نږدې متحد عطامحمد نور هم سر له اوسه ګواښ كوي چې حكومت نور مشروعيت بايللى دى او د پاتې مودې له تېرېدو سره به پخپله ختم شي.»
ویسا ورځپاڼه لیکي« دې پوښتنې ته ځواب روښانه دى، له ټولې بې كفايتۍ سره چې زموږ حكومت يې لري، دغه سياسي تفاهم يوه داسې څپره ده چې د امريكا او نړيوالې ټولنې تائيد ورسره ؤ. واقعاً به دا معجزه وي چې دومره بې كفايته او د ولس له دردونو او ناخوالو ناخبره حكومت دې دوه كاله وچليږي؛ خو واقعيت دداى چې ښايي د وږي تر مياشتې د حكومت دغه نيم بنده امپراتوري دوام وكړي، تر هغو وړاندې سر له اوسه محاله ښكاري.»
د ویسا په باور«كه د غني او عبدالله دغه ګډ حكومت له ولس سره په شويو ژمنو كې صادق واى، له ولس سره يې واټن زيات شوى نه واى، د نړيوالو او ګاونډيو پر وړاندې يې د خپل ولس د غرور او وقار دفاع كړې واى. د پرديو تر اجنډاؤ د خپل ولس خدمت ورته لومړيتوب درلوداى، د ولس اعتماد او باور به يې خامخا ګټلى ؤ، باور مو دى چې د ولس ستونزې به په اوسنۍ كچه نه وې، ځكه چې دا نن زموږ پر ولس كوم حالت حاكم دى، چې نه په كور د ټېكې زغم لري او نه د باندې مخه لري، د ړوندو مرګونو او وحشتونو يو توپان پرې را الوتى، د استخباراتي جګړې په لمبو كې بې اسرې پروت دى، د اقتصادي ستونزو په منګولو كې پر ترخه ژوند محكوم دى تر ټولو ستر لامل يې د حكومت ناتواني، بې حسي او د ولس له درد او رنځ نه بې پروايي ده، كه ولس پر حكومت او چارواكيو اعتماد نه واى بايللى نه به وضعه دومره ترېنګلې وه او نه به د راتلونكې په اړه ټول داسې نهيلي وو.»
ویسا له خلکو غوښتي، چې نور دې اوسني حالت په اړه چوپ نه پاتې کېږي، بلکې خپل غږ دې پورته کړي او خپل حقه ـ حقوق دې وغواړي.«كوم حكومت چې ولس ته لږ تر لږه دغه خدمات نشي وړاندې كولاى او بيا يې د ناعادلانه احكامو بوج هم پرې پروت وي، د خرمستيو او فساد باج يې هم د ولس پر اوږو وي. بيا خو حكومت او نه حكومت يو شان شي.كه ولس دغه ستونزه درك نكړاى شي، ژوندى نه ګڼل كيږي، خداى دې وكړي چې افغان ولس د خپل ژوند ثبوت وړاندې كړي او د خپلې بقا او وقار لپاره هغه څه وكړي چې ورته اړتيا ده.»
«هېواد» دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه د ترهګرۍ موضوع ته ځانګړې کړې ده. هېواد لیکي«افغان حكومت د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې غوښتونكى دى» هېواد لیکلي«افغان حكومت يوځل بيا د ترهګرۍ او اورپكۍ پرضد د ګډې سيمه ييزې او نړيوالې مبارزې غوښتنه كوي.له دې وړاندې هم څو څو ځله افغانستان د ترهګرۍ پرضد د ګډې مبارزې غوښتنه كړې ده، نن يو ځل بيا د سيمې او نړۍ پر هېوادونو غږ كوي، چې ترهګري نه يوازې د افغانستان، بلكې د سيمې او نړۍ په مخ كې لوى خنډ دى.»
«کابل پوسټ» ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه د اداري فساد سره د نوې ادارې جوړېدو ته ځانګړې کړې ده. کابل پوسټ لیکي«په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا جوړه، چې مشري به یې هم د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرغاړه وي. اداري فساد چې له څو کلونو راهیسې د افغانستان له نوم سره جوخت روان دی، د ختمولو لپاره یې یوه داسې نوې شورا جوړه شوې، چې رهبرۍ لپاره یې په خپله د ملي یووالي حکومت غوره شوی دی.په افغانستان کې د داري فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې رییس حسین فخري چې ددې شورا غړی هم دی، له فساد سره د مبارزې په برخه کې ددې شورا جوړښت خورا اړین بولي او زیاتوي، چې دا شورا به د اداري فساد په کمولو کې رغنده رول ولوبوي.»
د کابل پوسټ په باور، داسې ادارې مخکې هم جوړې شوي؛ خو تراوسه یې مثبته پایله نه لرله، ځکه اداري فساد له ارګه پیل شوی او تر ټیټو ټولو ادارو کې روان دی.


