د جهاد فقهي مسائل (اتمه برخه)

ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله

ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي)

په تير پسې

(٣) اتحاد او يو والى

په قران مجيد کې الله تعالى په متعددو ځايونو کې د مسلمانانو په اتحاد او يووالي ټينګار کوي، اتحاد د مسلمانانو د کاميابيدو او اختلاف د مسلمانانو د ناکامۍ او د کفارو د اعتلاء باعث ګڼي، خداى تعالی فرمايي )وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ( (الانفال آية ٤٦).

ژباړه: مه کوئ جګړه په خپلو منځونو کې (په کار د جهاد کې) ځکه چې بې زړه به شى او ولاړ به شي باد د نصرت، قوت او دولت له تاسې، يعنې په خپلو منځونو کې منازعه او اختلاف مه کوئ، ځکه چې ورک به شي زور او قوت ستاسې او د مرستې باد به مو ولاړ شي، اقبال او رعب به مو کميږي او سره له بد رعبي فتح او ظفر نشی حاصلولى، هغه تکليفونه او سختى چې د جهاد په وخت کې وړاندې کيږي هغه په صبر او استقامت سره وګالئ (همت او ميړانه) له لاسه مه باسئ، متل دی د ميړونو مل الله جل جلاله دى، څوک چې لري مله څه پروا لري له غله، په دغه آيت کې مسلمانانو ته دا ښودل شويده چې د بري کيلي ګانې کوم کوم شيان دي، يواځې په دولت، لښکر، جبه خاني، لوازمو او تجهيزاتو سره فتح، برى او نصرت نه حاصليږي، بلکې په ثابت قدمي، صبر، استقلال، قوت، د زړه ډاډ، د الله تعالى او د رسول صلی الله عليه وسلم په ياد او د دوى د خليفه ګانو په اطاعت او فرمانبرداري، له يوه او بل سره په اتحاد او اتفاق سره په لاس راځي، په يوه بل ځاى کې خداى تعالى فرمايي)واعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقوا(

ژباړه: اې مسلمانانو د خداى جل جلاله په رسۍ منګولى ولګوئ اختلاف مه کوئ، افتراق منځته مه راولئ، جدائي مه خوښوئ، د خداى جل جلاله له رسۍ يا حبل څخه مطلب د خداى جل جلاله قرآن دى، لکه چې عبدالله ابن عمر رضى الله فرما يي رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايل )ان هذا لقران هو حبل الله المتين وهو النورالمبين( (مسلم شريف).

يعنې دغه قرآن د خداى تعالى رسۍ ده او دا ښکاره رڼا ده، خداى تعالى خپلو مومنو بندګانو ته امرکوي چې لومړى د هغه په رسۍ منګولې ولګوئ او بيا له افتراق او اختلاف ځنې ځان وژغوري، له حضرت ابوهريرة رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايل )ان الله يرضي لکم ثلاثا ويسخط لکم ثلاثا يرضي لکم ان تعبدوه وﻻتشرکوا به شيئا وان تعتصموا بحبل الله جميعا وﻻ تفرقوا(

ژباړه: رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي چې خداى تعالى په دريو شيانو له تاسو څخه ډېر زيات خوشحاله کيږي، يو يې دا ده چې تاسو د خداى تعالى په رسۍ منګولې ولګوئ، د اختلاف او افتراق څخه ځانونه وساتئ، د پورتنيو وعيدونو او دلايلو په ليدو مسلمان امير (قومندان) او مجاهد ته ښايي چې خپل کارونه له خپلو نورو مجاهدو وروڼو سره اګر که د هر ولا يت او هر مملکت وي پرته له شخصي او دنيوي اغراضو د خداى جل جلاله د رضا لپاره په متحده توګه پر مخ بوځي، ترڅو د دنيا او آخرت کاميابي ور په نصيب شي.

نور بيا انشاء الله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button