سکرتره

ليکوال: ډاکټر عبدالهادي «حماس»

جاويد د يوې موسسې موټر چلونكى وه،كه څه هم هغه لوستى كس وه خو د وټيزو (اقتصادي)ستونزو له كبله  د حقوقو پوهنځى په نيمايي كې ترې پاتې شوى وه!

د جاويد دا ستره هيله وه چې له فاكولتې څخه فارغ شي او په اخلاص سره خپلو مظلومو افغانانو ته كاروكړي! خو د تش لاسي له امله يې  دا هيله نيمګړې شوه او د كورنۍ اړتياو دپوره كولولپاره د پوهنتون پرېښودو ته اړشو!

اوپه غټو واسطو يې په يوه موسسه كې د موټروانۍ دنده وموندله! يوه ورځ چې دموسسې له دروازې سره نږدې په خپل موټركې ناست وه اودخپلوبدقسمتيوپه فكرونوكې ډوب ؤنوداوخت  ئې دڅنګ ښيښه وټكېده،دجاوېدچرتونه ناڅاپه والوتل اوښيښه ټكونكي ته ځيرشو! يوه جلۍوه! تانده پېغله! ژېړ بخونو وېښتانو، ګرد سپوږميزمخ! تورو سترګو او ښكلو جاموځانګړې ښكلاورپه برخه كړې وه! په كيڼ مټ كې ځړېدلي د ستكول او په كيڼ لاس كې نيولې مجلې يې ورځنى موډهم برابركړى و! او له رنګ شويو نوكانوئې داسې څرګندېدله چې له سينګار (Make up)څخه ئې دومره وخت نه ده وتلى!!جاوېدوروغوندې دخپل لاس ښيښه ښكته كړه اوپه پوښتونكي نظرئې ورته وكتل : خيرخوبه وي!له ماسره موڅه كاروه!؟جلۍ چې له وړاندې ئې خپلې سترګې په جاوېدكې ښخې كړې وې نوره هم ورته ځيره شوه :په كارپسې سرګردانه يم!په انګلېسي اوكامپيوټرهم پوهېږم!نوم مې نرګس ده!كه ستاسوپه موسسه كې كوم خالي بست وي نوستا مرستې ته اړه يم! هيله كوم چې زمالاس ونيسې اوپه دې اړه مرسته راسره وكړې!.جاويدلږشېبه دهغې ښكلا،زړورتيااو روانې ژبې ته فكر يووړ،بيائې دخپلې موسسې ځين داخلي اوبهرني كاركونكي په ذهن كې انځورشول،په اخلاقي فسادكې ككړ! په نشومست او دبې حيايۍڅرګندې بېلګې! جاويد د افغاني غرورله مخې نرګس ته دنه!ځواب پرځاى وباله خوبيائې فكروكړچې دا جلۍچې په دې عمركې په كارموندلوپسې سرګردانه ده نودابه هم زماپه څېر مجبوره وي،كه مجبوره نه واى نوله مستي خوددروازوپه ټكولوپسې نه ده راوتلې!خوجاوېدافغاني غيرت بيا دې ته اړكړ چې له دې فكره واوړي،داغوره ورته ښكاره شوه چې نرګس دې وچه ډوډۍ وخوري!وږې دې كښېني اوستونځې دې پرځان تېرې كړي خوددې هرڅه په بدل كې به ئې عزت خوندي وي!پت او حيابه ئې پرځاى وي…!جاوېدلاپه دې ګډو،وډوفكرونوكې لوبېده چې نرګس بياغږورباندې وكړ :ولې چوپ ياست؟ په كوم چرت كې غرق شوې؟څه ستاله جېبه خوتنخواه نه راكوي چې بېواره دې ټنډه ترشه شوه!!جاوېدداځل په موسكا سره نرګس ته ځواب وركړ :زماخوركۍ!احساساتي كېږه مه،زه ستادكارپه هكله فكركوم!داوخت جاوېدله ځان سره وبوږنېده :كه نرګس خپل مشرته وروښيم نوبې پوښتنې به ئې په كاروګماري!زه هغه پېژنم!زه هغه ډېرښه پېژنم!!داوخت نرګس بيادې ته اړه شوه چې په جاوېدباندې غږوكړي : بياپه كوم چرت كې ولاړې!آياته له ماسره مرسته كولاى شې؟داځل جاوېدنېغ په نېغه نرګس ته وكتل :خوركۍماچې هرڅه فكروكړنوپه دې موسسه كې مې داسې كوم خالي بست مې ونه موندچې اوس ته پكې مقرره شې كه په راتلونكې كې ضرورت شونوبيابه احوال دركړم!نرګس په هيله من نظرسره جاوېدته وكتل اووروغوندې روانه شوه!

نرګس لاهم كار لټاوه اوپه دې هڅوكې يوه ورځ دهمدې موسسې له رئيس سره مخامخ شوه اوله هغه څخه ئې دكارغوښتنه وكړه! دموسسې مشرچې دنرګس ښكلا،تانده،نازكه اولښته ځواني وليده نوبياخو(انټريو)ته هم ضرورت پاتې نه شواوسمدستي په كاروګمارل شوه اوپه ډالري معاش ئې په كارپيل وكړ!

وخت تېرېده!له جاوېدسره لاهم دنرګس دعزت اوحيااندېښنه ملګرې وه اويوه ورځ چې بياپه خپل موټركې يواځې ناست وه او نرګس ته دپرتوګواښونوپه اړه ئې سوچ كاوه نوداوخت ئې دخپل لاس ښيښه په كټپيش!!ووهل شوه!يوځل بيادجاوېدچرتونه والوتل اوچې وهونكي ته ئې وكتل نوهماغه خامه پېغله نرګس! ورته ولاړه وه!جاوېدوروغوندې ښيښه ټيټه كړه اونرګس په مطلبي موسكاسره ورته وويل :ډرېوره!ته خوډېربخيل وې! تاخوويل چې دلته خالي بست نشته! وګوره بې له انټريو!ونيول شوم!!جاوېدلاځوابه وه!هغه داوخت په نېغه دانه شوه ورته ويلى چې ولې ئې ددې په حق كې بخيلي كړې ده اودروغ ئې ورته ويلي دي!نوځكه ئې نېغ دهغې سترګوته وكتل اوپه موسكائې ورته وويل :خورې مبارك دې شه!!نرګس يوځل بياپه ماناډوله نظر ورته وكتل :ښه شوه چې دبخيلانوله خولې مې دمباركۍخبره واورېده!زماپه مقرري به دې څومره خوابده شوې وي!؟ جاوېد بياهم په موسكاسره ځواب وركړ :نه خورې سترګې په بڼونه درنېږي،څه زماله كوره خوئې نه وړې!داوخت جاوېدلږجدي غوندې شواوپه ځيرسره ئې نرګس ته وكتل :ګوره خورې ماستا لپاره په دې موسسه ددندې اخېستل لازم نه بلل!ځكه دلته ټول لېوان سره يوځاى شوي دي!دلته څوك دچاعزت نه ساتي! دلته هرڅوك خپل ناولي هوسونه پالي اودنوروپه عزتونوباندې لوبې كوي!اوس  چې ته ددې لېوانومنځ ته ولوېدې نوزه هيله من يم چې ته خپل عزت اوحياپه خپله وساتې!كه زمامنې نودهرچا سره راشه،درشه اوهغه،دغه مه كوه!دلته بايدپه ډېرپام سره قدمونه كېږدې!زه ستاوروريم!له ماسره ستادحيااوستادكورنۍدعزت اوپت خيال شته اوكه زمادې ومنل نوهېڅكله به له كوم ګواښ اوخطرسره مخامخ نه شې!!دډالري معاش اخيستونكې نرګس شونډې ورپېدې!په سترګو كې ئې دغصې نښې راڅرګندې شوې اوپه غرورسره ئې په جاوېدسترګې راوباسلې :احمقه ډرېوره!كه ستامې منلي واى نواوس به چا۶۰۰ډالره معاش راكړى وه!؟ ستالورينه خوداوه چې زه هېڅكله دنده ترلاسه نه كړم!ستانيت خوهغه وخت ماته څرګند شوى وه!ګوره غوږونه دې ښه خلاص كړه ته داحق نه لرې چې زماپه شخصي ژونداونوروچاروكې لاسوهنه وكړې!!دازما كارده چې په څه ډول له خپلوهمكارانو سره چلندوكړم اوپه څه ډول دنده ترسره كړم!دموسسې بهرنى مشردومره راسره جوړده چې تاورباندې له دندې څخه ګوښه كولى شم!كه بيازمامخې ته ودرېدې اوزماپه كارونوكې دې لاس وهنه وكړه نوبيابه نه ته ئې اونه دې دادنده!!پوه شوې!؟نرګس په تاؤكې مخ ترې وګرځاوه اوپه اوچتوقدمونوكارځاى ته روانه شوه!

له دې پېښې څوورځې ورسته ديوې ناستې(ميټنګ)په ترځ كې كم عمره اوبې تجربې نرګس دبهرني مشردسكرترې په توګه وټاكل شوه اونرګس په دې ګمان چې ددوى بهرنى مشرمهربان او دښځواونارينه ؤدحقوقوساتنې ته ژمن ده په ډېرې خوښۍسره ئې نوې دندې ته مخه كړه اوورسره ئې دخپل مشرصفتونه هم پيل كړل!!.په دې ډول وخت تېرېده اونرګس ورو،وروله همكارانو سره بلدېده!اوسترګې ئې كولې!خويوه ورځ چې نرګس د موسسې مشرخپل دفترته وغوښتله اوبياله دووساعتونو وروسته دهغه له دفترڅخه بېرته راووته نوبياخوهرچادهغې له، پرېشانوزلفو،سروسترګو،ګډ،وډسينګاراوځينونوروڅرګندو نښوڅخه دااندازه لګولى شوه چې په هغې څه تېرشوي دي!!؟ سره له دې چې دنرګس همكاران دهغې په حالت پوه شول خود څوكۍدساتلولپاره يوه هم داجرئت ونه كړچې له چاڅخه ددې پېښې پوښتنه وكړي!!.

نرګس همداسې په سروسترګواوډك كومې له دفترڅخه راووته اوپه ټيټ سروړاندې تله!هغې هيچاته هم سترګې نه شوې ور پورته كولى! هغې فكركاوه چې انسانان څه چې ونې اوبوټي هم دې ته ګورې اوورپورې خاندې!دڅويم ځل لپاره ئې دجاوېد دڅوورځووړاندې خبرې په ذهن كې انځوركړې وې چې داوخت ئې بيادهغه غږواورېده :نرګس!نرګس څه خبره ده؟څه پېښ شويدي؟نرګس يواځې سرې سترګې جاوېدته ورواړولې، د سلګيواوډك كومي له امله ئې خبره په خوله كې جوړه نه شوه،په داسې حال كې چې نرۍغوندې لړزه ئې په اندامونو ماته وه بېرته ئې له جاوېدڅخه مخ وګرځاوه اوپه ټيټ سر ترې روانه شوه!سره له دې چې جاوېدته نرګس په خوله څه ونه ويل خوهغه په دې پوه شوچې له نرګس سره څه شوي دي!؟نوځكه ئې له غرېوه ډك انداز سره خپل خداى(ج)ته ګيلې پيل كړې :اې خدايه!داڅه وينم!خدايه دلته څه تېرېږي؟خدايه لكه چې دنرګس په هكله زماليدلو خوبونودژوندساه واخيسته!لكه چې دهغې په هكله زماګمان په واقيعت بدل شو!خدايه موږدې دكومې ګناه سزاوارګرځولي يو، موږدكومې غلطۍپوراداكوو،موږولې داسې بې اوره ستي كېږو!خدايه موږهرڅه په  سترګوګورخودلاس تړلي بندي په څېر هېڅ هم نه شوكولى اويواځې ورته ځورېږو!جاوېديوه ګوښه ځاى ته ولاړ،خپلې اوښكې ئې ژر،ژر پاكې كړې اوبيادخپل موټرپه لوري رهي شو!سره له دې چې جاوېد دغرمې ډوډۍ هم نه وه خوړلې خوماښام ئې هم دروژتي غوندې خوله بنده وه!.

درې ورځې دنرګس درك نه لګېده!ټولوفكركاوه چې هغې دنده خوشې كړه اودغريبانه ژوندستونځې ئې دبې حيايي له مزوڅخه غوره وبللې!خودنرګس دلادركه كېدوپه دريم سهاردموسسې ټولوكاروكونكوپه حيرانۍسره نرګس وليده چې بې پروا،په موسكيوسترګو،سروشونډواونوي موډكاليوكې دموسسې په دروازه ورننوته اوبې له دې چې له چاسره راشه،درشه وكړي،خپل دفترته ولاړه اوپه غرورسره په خپله څوكۍكښېناستله!

څوشېبې وروسته چې دموسسې بهرنى مشرخپل دفترته دتلوپه لاره له نرګس سره مخامخ شو،نونرګس په خنداله څوكۍڅخه ورته پورته شو،هغه ته ئې لاس وركړاوبياجوړه له هغه سره دهغه دفترته ننوتله!!!ښه شېبه وروسته چې نرګس بېرته خپلې څوكۍ ته راستنه شوه نويوځل بيائې پرېشانوزلفودهمكارانوپه ذهن كې ځينې پوښتنې راولاړې كړې!!خوداځل دنرګس په سترګوكې د اوښكواوپښېمانۍڅه ښكاره نښې نه څرګندېدې،خوښه مالومېده اوله دې سره ئې په شونډوديوې هندي سندرې زمزمه خوره وه!!؟

نرګس په دې نوي ژوندكې خوښه برېښېده،دموسسې له بهرني مشرسره ئې ورځ په ورځ اړيكې خوږې كېدلې اوبيا داسې وخت راغى چې دنوروراغلومېلمنومجلس ته به ورغله اوكله،كله به ئې دكوم چاپه سلامتي يو،نيم (پيك) هم پورته كړ!!!؟.

جاوېدداهرڅه په سترګولېدل اودردئې په خپل زړه تېراوه!هغه ورځ په ورځ كمزورى كېده اوپه څرګندډول ئې په رنګ كې بدلون راته!هغه دشمعې په څېرويلې كېده اوپه اوسيليوكې پټېده! هغه داسې دبې وسيوپه منګولوكې راښكېل وه چې داوخت ئې يواځې يوه پرېكړه كواى شوه!يواځې يوه پرېكړه  : يو وخت وچه ډوډۍ دې وخورم! له لوږې دې مړشم!! خو دا حالت دې نه ويم !!!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button