د هېواد ویش لپاره شمال کې وسلې ویشل کېږي

(سر لیکنه )
د کمونستي رژیم وروستي واکمن ډاکټرنجیب او د اُزبک ملېشې د قوماندان عبدالرشید دوستم تر منځ مخالفت پدې زیات شوی و چې ډاکټرنجیب دوستم ته د هېواد د وېش د احتمال زنګ وهلی و، که فکر وکړو نو د نجیب خبره بې ځایه نه وه زنګ وهل یې بې اساسه کار نه و، ځکه هغه وخت چې د ډاکټرنجیب د حکومت وروستۍ سلګۍ وې په هېواد کې د وېش ګونګوسې روان و، او کمونستان د ثور د اومې د کودتا په اړه وایې که مونږ کودتا نه وای کړی نو اخوانېانو کودتا کوله او هېواد یې وېشه.
همدا راز طالبان وایي که موږ د هېواد کنترول په لاس کې نه وای نیولی او بشپړ امن مو نه وای راوستی نو جهادي مشرانو لا د مخکې نه خپلو کې سره لښکرې ښکر په ښکر کړې وې او د هېواد د وېش امکان ېې پېدا کړی و، د اُزبک ملېشو قوماندان دوستم خو لا د پخوا نه ویلي و چې فدارلي نظام غواړم، څو میاشتې دمخه د ناټو هوایي ځواکونو د کابل په شمال کې د وسلو یوه لویه زېرمه بمبار کړه چې دفاع وزارت ترې بې خبري وښوده، په هغه ډیپو کې تر ۱۸ ډولو زیاتې سپکې او درنې وسلې له مینځه وړل شوي دي.
آخر بېا معلومه شوه چې په شخصي توګه دا وسلې له روسیې او نورو ورڅېرمه هېوادونو څخه په پټه توګه د افغانستان شمالي ولایاتو ته د وېش لپاره راوړل شوې وې خو د وېش دمخه پرې د ناټو الوتکو بمباري وکړه او له مېنځه یې یوړې.
اوس بېا په لوړه کچه آن چې د ملي یووالې د حکومت چارواکو هم پرې اعتراف کړېدی او ویلي یې دي چې د هېواد د وېش لپاره شمالي ولایاتو ته وسلې وړل کېږي تر څو د وېش وروسته د اړتیا پر مهال ترې کار واخېستل شي.
لوستونکو ته به یاد وي چې د ۲۶ کلونو نه را پدېخوا کُردان له ترکیې سره په وسلوال مخالفت کی ښکېل دي خو په خپله وسلواله مبارزه کې یې د عراق راوروسته اوس له ترکیې نه لاره او ګودر ورک کړېدی، کُردان آزاد کردستان غواړي او د شمال زورواکي خپل خُراسان، د پېژند پاڼې په یوه افغان جمله یې یونیم کال د هوېت پاڼو د ورکړې لړۍ ودرولې ده چې په نوې برېښنایي پاڼه کې به افغان جمله نه لېکل کېږي، مخالفت پدې دی چې د افغانستان ټول وګړي افغانان نه بولي څه افغانان او څه افغانستانیان، ځکه خو په شمال کې د وسلو د وېش لپاره هلې ځلې پېل شوي دي چې کله د وسلو د وېش لړۍ پای ته ورسېږي، بیا به د افغانستان د ویش پلان نېول کېږي افغانان به بیل او افغانستانیان به بیل کړي که د هېواد ديني علماء، پوهان، قومي مشران او په ځانګړې توګه طالبان پدې برخه کې مخکې له مخکې قدم پورته نکړي نو په شمال کې د وسلو وېش به د هېواد په وېش بدل کړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button