پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

مسجد اقصي د يهودو په قبضه کی !!

kabull نشرونکی: kabull
سپتمبر 19, 2015
کټګوریانې: تبصرې
0
OLYMPUS DIGITAL CAMERA

OLYMPUS DIGITAL CAMERA

8
ځلې شریک شوی
104
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

تبصره: محمد خان

مسجد اقصی چې په فلسطين کې واقع دی، د مسلمانانو تاريخي او ډېر مهم مسجد دی، چې مسلمانانو يې همېشه په ساتلو کې له هيڅ ډول سرښندنې او قربانۍ نه درېغ نه دی کړی، خو ۶۰ کاله خوا او شا کېږي چې اسرائیلو پرې د وخت د زبرځواکې امريکا او ګردې کفري نړۍ په خوښه او هوکړه قبضه کړې ده،او  په دغه موده کې اسرائيلو په دغه سپېڅلې مسجد له هيڅ ډول ظلم او جنايت څخه مخ نه دی ګرځولای، هر څه يې چې په ذهن کې ګرځېدلي، هماغه يې پرې عملي کړي هم دي. لکه په ۱۹۶۹ م کال يې ورته په بې رحمۍ اور واچاوه او د مسلمانانو تاريخي يادګار ( د سلطان صلاح الدين ايوبي) ممبر يې هم پکې وسوځاوه، کله مسلمانان لمانځه ته له ورتګه منع کوي او کله هم مسلمانان ورته له لارو او کوڅو راکشوي او په دغه مسجد کې يې شهيدانوي.

او دا دی په دې لنډه موده کې بيا دغو منحوسو څېرو په نوموړي مسجد بريد کړی او د سلګونو پوځيانو پواسطه يې کلابند کړی.

خو د دغو ۶۰ کلونو په دې طويله موده کې يو داسې مسلمان پيدا نه شو، چې له اسرائیلو په دغه مسجد د داسې ناروا اعمالو پوښتنه وکړي! او يايې په دفاع کې غږ پورته کړي  او که راپيدا هم شي، لومړی يې خپل حکمرانان غږ په مرۍ کې دننه خپه کوي، لنډه دا چې مسجد اقصی ته تر اوسه د دفاع په خاطر د چا غږ نه دی رسېدلی.

اخر ولې؟

ايا مسلمانان خپل رب په هغه نصرت باور نه لري، چې د بدر په میدان کی ۳۱۳ بې وسلې کسان يې په ۱۰۰۰ او قوې وسلې سمبال لښکر داسې بريالي کړل چې د هيچا تمه هم نه وه؟

او که د الله ج په نصرت باور لري نو بيا ولې غلي ناست دي؟

د دغو پوښتنو ځوابونو دا کېدای شي، چې يا خو اسرائيل دومره قوي دي او د مسلمانانو په زړونو يې دومره رعب اچولی چې، د خپل مسجد د دفاع لپاره په خپل هېواد کې هم غږ نشي اوچتولای،

او يا غافل او د فيل په غوږ کې ويده دي، ځکه چې دومره ستر جنايت ستا احساسات راونه پاروي، نو بيا احساسات د کوم لپاره بايد وساتل شي؟

له دې به هم سخته ورځ وي؟

زما په نظر  له دې نه داحساساتو د ښکاره کولو لپاره بله بهتره ورځ نه راځي.

مسلمانانو! راځئ! هغه احساسات چې په قومي، ژبني، نژادي او مذهبي تعصب کې ښکاروئ! د اسرائيلو په ضد يې ښکاره کړئ! چې الله ج درته اجر درکړي او په اخرت کې به سرلوړی ولاړ يې! الله ج به هم درباندې وياړي او وايي به چې، دا زما هغه غيرتي بنده دی، چې زما د کور (مسجد اقصی) لپاره له هر څه تېر وو او دا دی زه هم ورته نعم البدل ورکوم.

ځکه چې په شيطاني او د هندوانو په عملونو کله الله ج رضا کېږي.

نو مسلمانانو! راځئ! چې د الله ج له وېرې او خپلو ديني شعائرو ته د عزت او احترام په خاطر د ټولو کفارو د ظلمونو او وحشتونو په غبرګون کې خپل غږ پورته کړو! او يو ځل بيا خپله اسلامي نړۍ په خپلو سرو وينو ښېرازه کړو!

مونږ د یهودیانو لخوا د مسجد اقصی بی حرمتی په کلکو الفاظو غندو او د ټول دینی او انسانی اقدارو خلاف یی ګڼو.

مخکینې مطلب

نشلنزم وقومیت ګرایی آتش برای دین ګرایی

بل مطلب

دکومو عیبونو له امله قرباني جائزنه ده ؟

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له کندهاره اماراتو ته د الوچو لومړني صادرات پيل شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com