(سرلیکنه )
اروپایې هیوادونو کې دشپږو کالو را پدیخوا لومړی یوڅه په نرمه او اوس دیوه کال راپدیخوا په تنده لهجه داسلام او مسلمانانو پرخلاف هڅې روانې دي.
دا هڅې څو خواوې لري چې یوه خواېې سیاسي فعالیتونه دي, په سیاسي فعالیتونوکې دسیاسي ګوندونو مشران فعاله ونډه لري چې ترټولو تنده لهجه دامریکا داوسني انتخاباتی کمپاینر او مشرتابه ته نوماند ټرمپ او ورپسې په جرمني کی دمهاجرت ضد سیاسي ګوند مشر کاروي، وایي دجرمني په اساسي قانون کې داسلام لپاره هیڅ ځای نشته او باید له جرمني څخه ټول مسلمانان چې دهر هېواد اوسیدونکي دي ژرترژره وایستل شي ترڅو په جرمني کې دهغه په وینا دترهګرۍ مخه ونیول شي.
دجرمني دسیاسي ګوند وینا یواځې دافغانانو، نه بلکه دټولو مسلمانانو پرخلاف داسلام پرخلاف د کمپاین پیل کیدنې یوه برخه ده اوغواړي په لومړي سر کې افغانان او بیاوروسته ټول مسلمانانو له جرمني څخه وباسي .
ددې ګوند ای ،ایف ،ډی لخواپه یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دجرمني په اساسي قانون کې داسلام لپاره هیڅ ځای نشته باید په جرمني کې دمسلمانانو ټول جوماتونه، د اذانونو منارې او حجاب له منځه یوړل شي داګوند وایي دجرمني اساسي قانون د اسلام سره په ټکرکې دي او دمهاجرت ضد ګوند به ترخپله توانه دمسلمانانو، جوماتونو او دحجاب د له منځه وړلو لپاره مبارزه کوي .
په جرمني کې دهیټلر له وخته دا لومړی ځل او لومړی سیاسی ګوند دی چې په ښکاره توګه یې دمسلمانانو سره مخالفت اعلان کړ او دیوه سیاسی ګوند په نامه یې داسلام پرخلاف خپل غږ پورته کړ.
په جرمني کې دمسلمانانو دمرکزي شورا رییس ایمان مازیات داوسنیو حالاتو په کتلو سره چی په جرمني کې داسلام پرخلاف روان دي وایي:
مذهبي ټولنه د داسې یو ګوند چې دبل ګوند اومذهب درناوی نه کوي د هغه موجودیت ردوي او هم دجرمني په اساسي قانون کې چې د جرمني لپاره یو انډول ګوند سر راپورته کړی د جرمني داساسي قانون سره مطابقت نلري ای، ایف،ډی چې دجرمني لپاره انډول ګوند اعلان شوی په صدراعظمې انګیلامیرکل يې هم اعتراضونه کړیدي چې دنړۍ دهر هیواد پنا غوښتونکو لپاره یې دجرمني دروازې خلاصې کړیدي .
داسلام مخالف ګوند ای،ایف،ډی مرستیالې سټورج ویلي اسلام په خپل ذات کې یوه سیاسي ایډیالوژي ده خپل اصول لري مسلمانان چې په هرهیواد کې وي داسلام دقانون مطابق چلند کوي چې دا عمل دجرمني داساسي قانون سره سمون نلري ځکه خو ددې ګوند غړي هم ټینګار کوي چې په جرمني کې دمسلمانانو دجوماتونو منارونه او جوماتونه ټول باید ونړول شي .
دای ، ایف ،ډی ګوند په اصولو کې حجاب نشته وایي هغه څوک چې دحجاب پلوي هم کوي باید داساسی قانون له مخې یې پرخلاف چلند وشي. او ټول جرمني کې دخپل اساسي قانون له مخې ژوند وکړل شي.
دامسله یواځې دافغانانو نده دټولې اسلامي نړۍ مسله ده لومړی باید د او،آی،سي مشران دجرمني دچارواکو سره پدې اړه خبرې وکړي او په دویم قدم کې افغاني چارواکي باید د افغانانو دستونزو دحل په اړه دجرمني داړونده وزارت سره اړیکې ونیسي ځکه چې داوخت ترنورو هیوادونو په جرمني کې افغانان زیات میشت شویدي.
که یوشمیر افغانان له جرمني څخه ددې ګوند دمخالفت په اساس راویستل شي یوه بده پېښه به وي او که افغانان دجرمني داساسي قانون مطابق په جرمني کې ژوندکوي ترټولو بده ده ځکه افغانان چې په جرمني کې یې یو نسل را لویدونکی دی اسلامیت او افغانیت دواړه به له لاسه وکړي.

















